ټرمپ ایران ته په عراق کې پر خپل پرسونل د هرې حملې په وړاندې خبرداری ورکړ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ایران ته په عراق کې د امریکا پر پوځ یا ډیپلوماتیک پرسونل د هرې حملې په وړاندې خبرداری ورکړ.
ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې دغه خبرداری څو ورځې وروسته تر دې ورکوي چې شک کېږي، په عراق کې د ایران ملاتړې ملېشې به په بغداد کې د امریکا پر سفارت وروستي څو توغندویي بریدونه کړې وي.
دغه خبرداری دغهراز وروسته تر دې ورکول کېږي چې د امریکا د ملي امنیت چارواکو په غونډه کې د یو لړ انتخابونو وړاندیزونه چمتو کړل چې پر اساسیې ولسمشر کولای شي په عراق کې د امریکا پر ګټو د هرې احتمالي حملې مخه ونیسي.
له څو اوونیو راهیسې امریکایي چارواکو دا خبره کړې چې احتمال شته ایران یا په عراق کې یې ملاتړې ملېشې، د بغداد هوایي ډګر ته څېرمه د امریکا د ۲۰۲۰ کال د جنوري د درېیمې د هغه برید د غچ لپاره حملې وکړي چې په نتیجه کې یې د ایران د قدس ځواک مشر قاسم سلیماني او د عراقي ملېشې یو شمېر مشران وژل شوي وو.