د ازادې اروپا راډیو مشرتابه له افغان ولسمشره غوښتي، د خبریالانو خوندیتوب یقیني کړي
د ازادې اروپا سرپرستې مشرې ډیزي سیندلر ښاغلي غني ته د یوه لیک په استولو په هلمند کې د خپل خبریال الیاس داعي وژنه یاده کړې چې غږ یې د هغې په وینا، د دې لپاره په لوی لاس چوپ کړای شو چې افغان ولس ته ریښتیا ونه رسولی شي.