د کریمې بلوڅ د مړینې ازادې پلټنې غواړو: بلوڅ قامي پیوستون کونسل
د بلوڅ قامي پیوستون کونسل تر سیوري لاندې د بلوڅ زده کونکو اتحادیې (بي ایس او آزاد ) خپل لاریون د کوټې خبریالانو مرکز مخې ته پیل کړ او د ښار په بېلابېلو کوڅو کې تر تېرېدو وروسته یې پر اېدي چوک احتجاجي مظاهره وکړه.