امریکايي سناتور: نوي بندیزونه به د 'نورد سټریم-۲' نللیکې مخه ونیسي
امریکایي جمهوريپال سناتور تید کروز ډاډ څرګند کړ چې د امریکا نوي بندیزونه به اروپا ته د روسیې د ګازو د لېږدولو د لانجمنې نللیکې د بشپړولو مخه ونیسي.
کرملېن غواړي چې د بالتیک په سمندرګي کې دغه تر اوبو لاندې پروژه ژر بشپړه کړي.
د امریکا کانګرس د روانې میاشتې په پیل کې یوه لایحه تصویب کړه چې پهکې پر هغو کمپنیو د بندیز لګولو قوانین هم شامل دي چې د «نورډ سټریم دوه» نللیکې په پروژه کې د ښکېلو کښتیو خدمتونه لوړوي یا د دغې پروژې لپاره بیمې او یا هم د خدمتونو لپارهیې د اجازې سندونه ورکوي.
که ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه لایحه تصویب کړي، هغه قانوني بڼه غوره کوي، خو سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر به هغه ویتو کړي.
سناتور کروز چې د بندیزونو په دغه لایحه کې همکاري کړې پرون په یوه انلاین کنفرانس کې وویل چې د ده په باور دغه نللیکه به هېڅکله هم ګاز ونهلېږدوي.