د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوی: سیاسي مشرانو سره مو مشورې پیل کړي
له طالبانو سره د افغان دولت مرکچي پلاوی وایي، کابل کې یې له سیاسي مشرانو او د مدني ټولنو له استازو سره سلا مشورې پیل کړي دي.
د پلاوي مشر معصوم ستانکزي نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۷مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا مشورې به افغانستان کې سولې او د جګړې پای ته رسولو ته لار پرانیزي.
د بین الافغاني خبرو بل اړخ طالبان بیا پاکستان ته تللي او هلته یې د هغه هېواد له چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي طالبانو سره تر لیدو کتو وروسته ویلي، ټولې خواوې باید د تاوتریخوالي کمولو ته هڅه وکړي: "زموږ هیله ده چې شخړې کمې شي، تشدد کم شي، خو دا مسوولیت یوازې طالبانو ته نه شي راجع کیدای، ټولې خواوې چې څومره دې هغوی به خپل نقش لوبوي هیله دا ده دا اورکم د دایمي اوربند په لور روان شي. "
له دغه سفر سره هم مهاله د پاکستان صدر اعظم عمران خان او ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام ټیلیفوني خبرې وکړې.
ارګ وایي، خان ویلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي داسې کمښت غواړي چې اوربند ته لاره هواره شي.