د سریلانکا د کرکټ لیګ وروستۍ لوبه؛ګلیډرز او سټولینز سره لوبیږي
د سریلانکا د کرکټ پریمیر لیګ وروستۍ لوبه سبا ترسره کېږي. دا لوبه به د ګیلي ګلیډرز او جیفینا سټولینز ترمنځ ترسره شي.
د نیمه پایلوبې په دویمه لوبه کې چې پرون ترسره شوه ، جیفینا سټولینس دیمبولا ویکینګ ته په ۳۷ منډو ماتې ورکړه.
یو شمیر افغان لوبغاړو هم په دې سیالۍ کې برخه اخیستې وه، قیس احمد او سمیع الله شینواری په دوه جلا لوبو کې د غوره لوبغاړو په توګه پیژندل شوي.
قیس احمد په ۹ لوبو کې ۱۲ ویکټې اخېستې او تر دې دمه د دې لوبو دوهم بالر په توګه پاتي شوی.