کابل کې د لامبو وهلو سیالۍ ترسره شوې
په کابل کې د لامبو وهلو سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن سې شنبه(د لېندۍ ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې د بلخ لوبډلې لومړی د هرات لوبډبلې دویم او کابل درېیم مقام خپل کړ.
دغه درې ورځنۍ سیالۍ نن پای ته ورسېدې.
په دغو لوبو کې ٦ ولایتونو لوبډلو برخه اخیستې وه.