Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

افغان چارواکي: د "کوېډ١٩" له امله د مړینې کچه لوړه شوې

0
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړینې د کچې له لوړېدو خبر ورکړی دی.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، یو وار بیا خبرداری ورکوي چې د کرونا ویروس دوهمه څپه د خپرېدو په حال کې ده او باید روغتیايي سپارښتنې جدي وګڼل شي.


د دې وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري د سې شنبې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په دغه هېواد کې په وروستیو اونیو کې کرونا ويروس پېښې ۲۹ سلنې ته لوړې شوي او له امله يې د مړو شویو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.


هغه زياتوي: "په وروستیو اونیو کې د کوېډ١٩ ناروغۍ له امله د تلفاتو سلنه مخ په لوړېدو ده، او وزارت هم موده وړاندې د کرونا د دوهمې څپې په اړه خلکو ته خبرداری ورکړی وو، په تېره یوه اونۍ کې د کوېډ١٩ ناروغۍ له امله په ڼول هېواد کې ۱۱۳ کسان مړه شوي دي."



د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي، چې روغتیايي سپارښتنې جدي وګڼي.


د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي، دوی د کرونا ویروس د لومړۍ څپې ستونزو ته په کتو دا ځل په پلازمېنه او ولایتونو کې د دې ویروس د کنټرول په هدف هڅې پراخې کړي دي.


د افغان حکومت کابینې د تېرې ورځې په ناسته کې هم د کرونا ویروس د لا خپرېدو پر مخنیوي بحثونه شوي دي.



د کابینې په ناسته کې ټینګار شوی، چې دعامې روغتیا وزارت باید د همکارو بنسټونو په مرسته د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف خلکو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ، د مشورو ورکولو مرکزونه جوړ او د ولایتونو او مرکز روغتونونو ته د کوېډ١٩ د ناروغانو د درملنې د تجهیزاتو په استولو کار وکړي.


د کابینې په ناسته کې دغه شان د ودونو د تالارونو د تړلو طرحه هم تاييد شوې ده.


دا پرېکړه د عامې روغتیا وزارت د غوښتنې پر بنسټ شوې ده.


د کرونا ویروس د لا خپرېدو یو اصلي لامل غونډې او تجمعات ښودل شوي دي.


په افغانستان کې د دغه ویروس د لومړي څپې د خپرېدو پر مهال هم د ودونو تالارونه، ښوونځي، پوهنتونونه او نور ټول ښوونيز مرکزونه تړل شوي وو، خو د وضیعت په عادي کېدو یره بېرته پرانیستل شول.


ښوونځي او پوهنتونونه اوس هم رخصت دي.


د پوهنې وزارت د ښوونځیو د وخته رخصتولو لامل د ژمي یخني ښودلې، خو پوهنتونونه بیا د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي له امله رخصت شوي او د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې زده کړې به انلاین وي.


روغتیا پالان وايي، د دې ترڅنګ چې حکومت د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف هڅې کوي خلک هم باید خپلې روغتیا ته پام وکړي او روغتیايي سپارښتنې جدي وګڼي.


د افغان جاپان روغتون مخکینی رییس ډاکتر احمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وویل: "دې ناروغۍ په نړۍ کې له پنځوس میلیونه د ډېرو انسانانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی او د هغه شمېرو پر بنسټ چې خپرېږي دا یو خطرناک ویروس بلل شوی دی، که چېرې روغتیايي پاملرنې په نظر کې ونه نیول شي ډېرې ناوړه روغتیايي پایلې به ولري نو ځکه باید خلک کرونا جدي وګڼي."



د راپورونو پر بنسټ افغان حکومت په وروستیو کې د کرونا ویروس د واکسین د ترلاسه کولو په هدف وړاندیزونه کړي دي.


د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې د واکسین نړیوالې ټولنې د افغانستان په ګډون غړو هېوادونو سره ژمنه کړې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستیو کې به شل سلنه وګړو لپاره دا واکسین وړیا ورکوي. 


دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله ۶ تنه مړه شوي دي.


دغه شان له ۱۶ سوه ډېرو کسانو خپل ټیسټونه کړي چې د ۲۳۰ په کې په دغه ویروس اخته ښودل شوي.


د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۴۸ زرو واوښت، چې له دې شمېر له ۳۸ زرو ډېر کسان روغ شوي او۱۹۰۸ بیا ترې مړه شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net