Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

بریتانیا کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې خلکو ته واکسین پیل شو

0
په بریتانیا کې روغتیایي چارواکو نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۸مه) خلکو ته د کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د لومړنیو ډوزونو ورکول پیل کړل.



بریتانیا


د کورونا د خپرې شوې وبا پر وړاندې د معافیت له دغه پروګرام سره ډېرې هیلې غوټه دي چې هغه به په ټوله نړۍ کې دغه بوږنونکی وضعیت بدل کړي.


د فایزر او بیونټیک کمپنیو له خوا د دغه جوړ شوي واکسین لومړنی ډوز نن سهار وختي د هغو روغتونونو د شبکې په یوه روغتون کې تطبیق شو چې خلکو ته د دغه واکسین د ورکولو لپاره ځانګړې شوي دي. د واکسین دغه پروګرام هم د 'وي- ډې' یا د بري ورځې په نوم نومول شوی دی.


د دغه واکسین لومړی ډوز پر یوې ۸۱ کلنې ښځې تطبیق شو.


د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن خبریالانو ته وویل چې ډېر خوښ دی چې دغه پروګرام پیل شو، خو ټینګار یې وکړ چې په بشپړ ډول د کرونا ویروس د له منځه لپاره وخت ته اړتیا ده: "لحظې ډېرې هېجاني وې، له لاین سره چې دغه واکسین پرې تطبیق شوی و، وغږیدم. هغه ۸۱ کلنه ده. ډېر خوشحاله شوم چې ویې ویل، دغه کار د بریتانیا لپاره کوي. واقعاً همداسې ده، ځکه نوموړې خپل ځان ساتي او په دې توګه د ټول هېواد په ساتنه کې برخه اخلي."




د دغو کمپنیو له خوا د جوړو شوېو واکسینونو لومړني اته لکه ډوزه به چې مسولینو یې هغه د کوویډ ـ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې په سلو کې ۹۵ ګټور بللي، هغو کسانو ته ورکول کېږي چې عمرونه یې له اتیا کلونو پورته دی، یا په روغتونونو کې بستر دي یا یې هم د درملنې لپاره وخت نیولی او هم هغو نرسانو ته چې په کورونو کې کار کوي.


روغتیایي چارواکو له خلکو غوښتي چې له زغمه کار واخلي ځکه دغه واکسین په لومړۍ مرحله کې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې له ډېر خطر سره مخامخ دي.


د خلکو اکثریت به راتلونکي کال چې دغه کمپنۍ کافي واکسین تولید ورکړي، د واکسین له دغه پروګرامه برخمن شي.


د انګلستان د روغتیایي خدمتونو د ملي ادارې اجرائیوي رئیس سیمون سټیوینس وویل، په بریتانیا کې د دغه واکسین د لومړیو ډوزو تطبیق به د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پریکنده بدلون نښه وي.




نور هېوادونه به چې د کرونا ویروس پر وړاندې د خپلو خلکو د واکسین کولو لپاره تیارۍ نیسي، د بریتانیا د واکسین دغه لوی پروګرام له نژدې څاري.


د امریکا د جانز هاپکېنز د پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې له ۶۷ میلیونه زیات وګړي پر کرونا ویروس اخته شوي او له امله یې هم له یو نیم میلیون زیات وګړي مړه شوي دي.


بریتانیا له نورو مخکې د واکسین دغه پروګرام وروسته له هغې پیل کړ چې تېره اوونۍ د ډسمبرپه دوهمه د دې هېواد تنظیمونکې ادارې د فایزرـ بیونټیک واکسین بیړني تطبیق ته اجازه ورکړه.


د امریکا متحده ایالات او د اروپایي ټولنې نورغړي هېوادونه هم د دغه واکسین تطبیق ته د اجازې ورکولو پر چارو غور کوي.



امریکا


تمه ده چې د امریکا د درملو او خوړو تنظیمونکې اداره به د روانۍ اوونۍ په پای کې دغه واکسین له سل میلیونه ډوزو سره تایید کړي چې هغه به د پنځوس میلیون امریکایانو لپاره کافي وي چې په راتلونکو میاشتو کې ورڅخه برخمن شي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن سې شنبې یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړي چې له مخې یې دا مسئله یقیني کېږي چې د امریکا حکومت به مخکې له دې چې له نورو هېوادونو سره مرسته وکړي، امریکایانو ته د کووید ـ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې واکسین ته لومړیتوب ورکوي. دا خبره د ټرمپ د ادارې جګپوړو چارواکو کړې ده.




دغه اقدام داسې مهال کېږي چې د هغه اداره په دې برخه کې چې ولې یې په تېر دوبي کې د فایزرـ بیونتیک واکسین میلیونونو اضافي ډوزه ونه پیرل، ناکامه بلل شوې ده.


د امریکا تنظیمونکې ادارې پر دوو نورو، د موډېرنا او اسټرازینیکا له خوا جوړو شوېو واکسینونو هم چې د ازمېښت په وروستیو پړاوونو کې یې مؤثریت د کرونا ویروس په وړاندې له نوي فیصده زیات ښودل شوی، کار کوي چې ورته د تطبیق بیړنۍ اجازه ورکړي.




پر دې سربیره نورو هېوادونو هم د واکسینونو پروګرامونه چټک کړي دي.



روسیه


روسیې د ډسمبر له پنځمې خلکو ته د سپوټنیک په نوم د واکسین چې په خپله یې جوړ کړی، د ورکولو بهیر د دې هېواد د ښارونو په اویا کلینکونو کې پیل کړی دی.


پر روسیې انتقاد شوی چې دغه واکسین تراوسه د ازمیښت له وروستۍ مرحلې نه دی تیر شوی.





جنوبي کوریا


جنوبي کوریا نن سې شنبه اعلان وکړ چې راتلونکي کال د دې هېواد ۴۴ میلیونه وګړو ته د کرونا ویروس ضد واکسین ورکولو یوه معامله یې لاسلیک کړې، خو تر هغو صبر کوي چې د دغه واکسین جانبي عوراض معلوم شي.



برازیل


برازیل چې په لاتینه امریکا کې تر نورو کرونا ډېر ځپل شوی هېواد بلل کېږي، د ساوپاولا په ایالت کې یې د راتلونکې جنوري په میاشت کې د واکسین پروګرام پیلیږي.


د دې ایالت والي جوا دوریا ویلي چې د معافیت په دغه پراخ پروګرام کې به د چین له خوا جوړ شوي واکسین څخه کار اخېستل کېږي.


په ډېرو هېوادونو کې د کرونا ویروس ضد واکسین د پلي کېدو لپاره هڅې داسې مهال تیزې شوې چې په ټوله نړۍ کې د دغه ویروس مثبتې پېښې په زیاتیدو دي، روغتونونو کې د عاجلې درملنې څانګې له ناروغانو ډکې دي او په ورځني ډول د هغو کسانو شمېر په زیاتیدو دی چې د دغه ویروس له امله مري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net