مالیې وزارت د بې اسنادو موټرو د ثبت له لارې پیسې ترلاسه کړي
د افغانستان د مالې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې، د دغه لړۍ له پیله چې دېر وخت ورنه نه تېرېږي تراوسه ۱۸۵۰۰ موټر ثبت او اسناد ورکړل شوي دي.
د مالیې وزارت اټکل کړی چې په پلازمینه کابل کې به د بې اسناده موټرو د ثبت له لارې نږدې دوه میلیارده افغانۍ عواید راټول شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا هغه موټرې دي چې ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې په هېواد کې په ناقانونه ډول چلیدل.
د دې کار هدف د ملي عوایدو لوړوالی، د امنیت ټینګښت او عامه نظم یاد شوی دی.
