د کابل د نجونو او هلکانو د باولینګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کابل د نجونو او هلکانو د باولینګ وروستي پړاو سیالۍ نن شنبه (د لېندۍ ۱۵مه) پای ته ورسېدې.
د افغانستان د باولینګ ملي فدراسیون رئیس ادریس فاروقي نن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې شپږ نجونې او شپږ هلکان د کابل د باولينګ ملي لوبډلې ته غوره شول.
دا دوه ورځنۍ لوبې وې چې د سل غوره لوبغاړو له منځه وروستي پړاو ته دولس نجونو او دولس هلکانو لار موندلې وه.
ټاکل شوې چې باولینګ ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه سیالۍ هم تر راتلونکو لسو ورځو پورې په کابل کې تر سره شي.