د لوړ تناژ موټرو د بار وړلو او تنظیم مقرره له سره اروزل کېږي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرېکړه کړې چې د لوړ تناژ موټرو د بار وړلو او تنظیم مقرره له سره و اروزوي.
دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د ټولګټو چارو او ټرانسپورټ وزارتونه، د رېل پټلۍ خپلواکې اداره، د پانګونې او سوداګرۍ خونه او د بار چلولو ټولنه په دې اړه د یوې تخنیکې کمېټې په جوړولو سره سلا شوي دي.
سرچینه زیاتوي، دا کار د دې لپاره کېږي چې د لویو لارو د ویجاړېدو مخه ونیول شي او تر خوا یې د بار وړلو په برخه کې معیاري خدمات وړاندې شي.
دا په د اسې حال کې ده چې له دې وړاندې په ځلونو نیوکه شوې چې بار وړونکې موټر له ټاکل شوي معیار زیات وزن وړي چې له کبله یې لویې لارې ویجاړې او له امله يې د ټرافیکې پېښو شمېر زیات شوی دی.