پر انځور د اسټرالیا او چین لانجه؛ امریکا هم غبرګون ښودلی
په افغانستان کې د یوه اسټرالیایي سرتیري د انځور په اړه د اسټرالیا او چین پر لانجې امریکا هم غبرګون ښودلی دی.
لانجه د تېرې دوشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوه چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هغه اسټرالیایي سرتیري انځور پر ټویټر خپور کړ چې د یوه افغان ماشوم مرۍ ته یې چاړه نېولې ده.
لیجیان ژاو دغه ټویټ کې لیکلي و چې "د اسټرالیایي ځواکونو په وسیله د افغان ملکیانو او زندانیانو پر وژنې یې ټکان خوړلی دی."
له دې ټویټ وروسته د اسټرالیا صدر اعظم وویل چې دغه خپور شوی انځور فوټوشاپ شوی او باید چین یې په اړه بښنه وغواړي او لېرې یې کړي.
اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند کالې براون د چین دغه کار د دوی ( نوې ناوړه کړنه) بللې ده.
نیوزلنډ، فرانسې او تایوان هم ویلي و چې ټویټ شوی انځور ټکان ورکوونکی او ټولو هغو هېوادونو ته یو سپکاوی دی چې افغانستان کې پوځیان لري.
چیني ډيپلوماتانو بیا ویلي، دغه انځور او ټویټ ته غبرګونونه له حده زیات دي.
له غبرګونونو سره سره د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا ټویټ نه دی لرې کړی.