کرکټ بورډ: د اېمرجېنګ لوبغاړو لپاره تمرینات لا هم روان دي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د اېمرجېنګ لوبغاړو لپاره پیل شوي تمرینات لا هم روان دي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چهارشنبې(د لېندۍ ۱۲مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبغاړي د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخو کې د کورني روزونکو تر څارنې لاندې تمرینات کوي.
ښاغلي هوتک زیاته کړه: "خورا مهم تمریناتي کمپ دی، لوبغاړیو ته په کې هر ډول تمرینات ورکول کېږي او هیله مو دا ده چې د دوی لپاره ارزښمتند تمام شي."
د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، یاد تمریناتي کمپ چې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شوی، ۵۰ لوبغاړي پهکې ونډه لري چې د کمپ له پای ته رسېدو سره به ۱۵ پیاوړي لوبغاړي د افغانستان اېمرجېنګ لوبډلې ته ترې غوره شي.