د فوټسال غوره لیګ: کابل کې نن چهارشنبې دوه لوبې وشوې
په کابل کې د فوټ سال غوره لیګ سیالیو د دویم پړاو پر دوام نن چهارشنبې (د لېندۍ ۱۲مه) دوه لوبې وشوې.
په لومړۍ لوبه کې اطمینان لوبډله د ظاهر اسد سره مخامخ شوه او په دویمه لوبه کې بیا د شهید نسیم او ويایپي لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ووتې.
په لومړۍ لوبه کې د ظاهر اسد لوبدلې ۱۰ د یوه ۱ پر وړاندې اطمینان لوبډلې ته ماتې ورکړه او خپله دویمه بریا یې خپله کړه.
په دویمه لوبه کې بیا ويایپي لوبډله وتوانېده ۵ د ۱ پر وړاندې شهید نسیم لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د فوټسال غورهلیګ سیالیو په دوام به سبا هم دوه لوبې وشي چې له مخې به یې سنایی د طه لوبډلې او همایی رحمت لوبډله د صداقت پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.