"فاریاب کې په وسلهواله نښته کې ۲ وسلهوال ووژل شول او ۸ نور ټپیان دي"
د ملي اردو چارواکي وايي د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې په وسلهواله نښته کې ۲ وسلهوال ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل، دا نښته نږدې نیم ساعت روانه وه.
ښاغلی رضايي زیاتوي: "په دې نښته کې ۲ ترورېست طالبان وژل شوي، ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي. د دوی وسلې او مهمات لهمنځه وړل شوي او دوه موټرسایکلونه چې له دوی سره وو، هم تخریب کړای شوي دي."
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نهده کړې.
ښاغلی رضايي وايي په دې نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نهدی اوښتی.