کابل کې د سنوکر اووم پړاو سیالۍ پیل شوې
په کابل کې نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۱مه) د سنوکر اووم پړاو سیالۍ پیل شوې.
د ملي المپیک کېمټې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو سیالیو کې له ١٢ ولایتونو ١٣٢ لوبغاړو ګډون کړی وو او هدف یې د سنوکر ملي ټیم لپاره د غوره څېرو معرفي کول دي.
په اعلامیه کې راغلي چې په سټنډرډ او معیاري ډول دغه سیالۍ به ٧ ورځې دوام وکړي.