جوزجان کې ٧ لوبغالي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
په جوزجان ولایت کې ٧ لوبغالي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دغه ولایت کې د اکټیډ دفتر مسول امان الله امین ازادي راډیو ته وویل چې دغه میدانونه د منډې وهلو، باسکټبال، والیبال او فوتسال دي.
ښاغلی امین زیاتوي چې څلور میدانونه په مرکز شبرغان، دوه په اقچې او یو یو په خانقاه او خواجه دوکوه ولسوالیو کې جوړ شوي چې درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.