ارزګان چارواکي: نږدې ۲۰ طالبان وژل شوي
د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هوایي او پلیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا طالبان په دهراود ولسوالۍ کې وژل شوي او ۱۱ تنه یې ټپیان شوې هم دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
