پاکستان کُرمه کې افغانستان سره پر کرښه ګډ مارکیټونه جوړوي
د پاکستان حکومت ویلي چې له افغانستان سره په ګډه کرښه کې د کُرمې ايجنسۍ په شهيدانو ډنډ سيمه کې ۱۲ ګډ سوداګريز مارکېټونه جوړ کړى.
په کابل کې د دې هېواد سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، دغه مارکېټونه به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر فبرورۍ میاشتې پورې جوړ شي او دا به يوه ازمايښتي پروژه وي.
اعلامیه وايي، دا کار به د دواړو خواوو ترمنځ د خلکو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي او د توکو د قاچاقو مخنیوي کې به هم ګټور ثابت شي.
د پاکستان د سفارت د خپرې کړې اعلامیې له مخې دغه هېواد د دې کار په هدف له افغانستان سره یوه هوکړه هم لاسلیک کړي.
سرچينه وايي، پاکستان د ۲۰۲۰ میلادي کال د نومبر په میاشت کې دا هوکړه افغان لوري ته سپارلې او په دې اړه يې د نظر غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.