Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 27.02.2021

ملګرو ملتونو کې د برما سفیرله نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د برما سفیر په خپل هېواد کې له پوځي کودتا سره مخالفت وکړ او په برما کې یې ملکي حکومت ته د بېرته واک سپارلو لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.  کیاو مو تُن د جمعې (د کب ۸مه) په ورځ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې په ښکاره بیانونه خپاره کړي، په کې په برما کې پوځي کودتا وغندي او دا حکومت په رسمیت ونه پېژني.  کیاو مو تُن په برما کې د پوځ له لوري له سوله ییزو مظاهره چیانو سره د تشدد د مخنیوي لپاره په نړیواله کچه د اقداماتو غوښتنه وکړه.  په برما کې پوځ د فبروري په لومړۍ نېټه... Читать дальше...

سوریه کې پر ایران پلوه ملېشو برید او تهران ته د واشنګټن خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، د سوریې په ختیځ کې پر ایران پلوه ملېشو هوایي برید ته باید تهران د یوه خبرداري په سترګه وګوري.  بایډن پرون جمعه (د کب ۸مه) خبریالانو ته په هوسټن کې وویل، له سزا ورکولو پرته ممکنه نه ده.  تر دې څرګندونو مخکې پرون د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په سوریې کې د شوي بمبارۍ په اړه وویل: "لکه څرنګه چې موږ تېره شپه څرګنده کړه او د ولسمشر بایډن په امر چې ښکاره یې ویلي دي چې دی به د امریکایانو او د ایتلاف د  غړیو ساتنه کوي، همدا راز به په سیمه کې زموږ... Читать дальше...

د سالنګ لویه لار د درنو او ټیلري موټرو پر مخ تړل شوې

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لویه لار د درنو او ټیلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.  د فواید عامې وزارت مرستیال ویاند محمد اشرف حق شناس تېره شپه  ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "د سالنګ لار د وړو موټرو لپاره له دواړو لوریو پرانېستې ده. دا وسایط کولی شي چې چاین وتړي او سفر وکړي. دا لار یوازې د ټیلري او درنو موټرو پر مخ تړل شوې ده."  په سالنګ کې درنه واوره شوې ده.  واوره د پنجشنبې ماښام پیل شوه او تر پرون غرمې پورې کله دریدله او کله وریدله.



وېسا: که د امریکا او طالبانو جوړ جاړی ونه شي د سولې بهیر به کوم لوری خپل کړي؟

Pa.azadiradio.com 

وېسا وېسا ورځپاڼې د جرمني وروستۍ پرېکړې ته په اشارې لیکلي، جرمني چې په افغانستان کې تر امریکا وروسته د شمېر پر بنسټ زیات عسکر لري، پرېکړه يې کړې چې هېواد به یې د ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې پورې خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي. د ورځپاڼې په وینا، د جرمني دغه اعلان داسې مهال دی چې د دوحې تړون پر بنسټ څه باندې دوه میاشتې وروسته له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو پوځیانو د وتلو ضرب الاجل را رسېږي. ورځپاڼې پوښتنه کړې چې که د مې میاشتې تر پیل پورې د امریکا او طالبانو تر منځ دغه مسئله کې کوم ډول... Читать дальше...

فارین پالېسي: جو بایډڼ افغانستان کې هېڅ ښه انتخاب نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

څو لوېدیځو ورځپاڼو د افغانستان وضعیت او په دې هېواد کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په وړاندې په پرتو ستونزمنو انتخابونو  لیکنې کړې دي. فارین پالېسي فارین پالېسي خپرونه وايي، بایډڼ افغانستان کې هېڅ ښه انتخاب نه‌لري. په دې خپرونه کې د خپرې شوې لیکنې په وینا، د جو بایډن اداره په افغانستان کې د خپلې پالېسۍ پشپړاوي ته نږدې شوې، خو سختې پرېکړې یې مخ کې دي. وړاندې ویل شوي چې د امریکا په اداره کې هر ډول پرېکړه ښايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه کړي. د هغې هوکړې له مخې چې د امریکا متحده... Читать дальше...

د بشري حقونو کمېسیون: چارواکو د وژل شوي خبریال عادل کورنۍ ته څه کړي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وايي، امنیتي ځواکونه باید وضاحت ورکړي چې د بسم الله عادل کورنۍ ته له پېښ ګواښه څومره خبر و؟ بسم الله عادل افغان خبریال و چې د جنورۍ په لومړیو کې په غور کې ووژل شو. تازه وړمه شپه د هغه د کورنۍ دری غړي هم د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي او پنځه نور یې ټپیان دي. د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې اغلې اکبر په خپل ټوېټر لیکلي، امنیتي چارواکو د دې کورنۍ لپاره څه کړي او ولې باید وضعیت دومره دردونکی وي چې پرله پسې قربانۍ ورکړي؟ د درېیو... Читать дальше...

رولانډ کوبیا: د اوربند په اړه اروپايي ټولنه خپل دریځ نه پټوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په ټوېټر د ماسک یو عکس خپور کړئ چې پرې لیکلي " اوربند". رولانډ کوبیا لیکلي چې اروپايي ټولنه خپل دریځ نه پټوي. هغه ویلي، دا ماسک چې پرې اوربند لیکلی دی باید ټولو ته وویشل شي، څو هم له کووېډ-۱۹ او هم له جنګ سره مبارزه وشي. هغه زیاته کړې دا به د اوربند لپاره یوه ټولپوښتنه وي.

زابل کې د خلکو د ادعاو پر بنسټ پر ماشومې د جنسي تیري تورن کس نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د زابل امنیه قوماندان وایي، د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې یې د خلکو د ادعاو پر بنسټ پر یوې ماشومي په جنسي تیري تورن کس نیولی دی. خلکو ویلي چې دا کس د پولیسو سرتیری دی. د زابل امنیه قوماندان په دې اړه وايي:"که دا شخص یا دا سرباز چې ادعا پرې موجوده ده څه پرې ثابته شي او په قضیه کې کسب د الزامیت وکړي، زموږ ولسونه دې په دې ډاډه اوسي چې د ده په حصه کې به جدي او قانوني برخورد کېږي او هېڅ ډول ګذشت او تعلل به نه لرو." د زابل د شاه جوی ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي جمعه ادعا کړې وه چې د سیمي یوه پولیس پر یوې لس کلني نجلۍ جنسي تېری کړی دی. Читать дальше...

امریکا د سعودي په ۷۶ اتباعو د ویزې بندیز اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سعودي عربستان په ۷۶ اتباعو د ویزې بندیز اعلان کړ. بلېنکن دا ګام وروسته له هغه پورته کړ چې د امریکا متحده ایالاتونو له خوا یو تازه خپور شوی راپور ښيي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د جمال خاشقجي د تښتولو او یا وژنې طرحه تایید کړې وه. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، په دغو کسانو د (خاشقجي بن) پالیسۍ په چوکاټ کې د ویزې بندیزونه ځکه لګېدلي چې دوی د بهرني دولت په استازیتوب د خبریالانو، فعالانو یا نورو اشخاصو د ځورولو، ګواښلو یا زیانمنولو په اعمالو کې ښکېل و. Читать дальше...

بایډن: هېڅکله به د روسیې له لوري د کریمیا الحاق په رسمیت ونه پېژنو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ویلي، هېڅکله به د روسیې له خوا د کریمیا الحاق په رسمیت ونه پېژني. جوبایډن دا خبره د فبروري په ۲۶مه چې د کریمیا د الحاق اووم کال پوره شو وکړه. ولسمشر بایډن زیاته کړه، امریکا متحده ایالتونه به د روسیې د پاروونکو کړنو پر وړاندې د اوکرایین تر څنګ ولاړ وي او ګډ کار به کوي، څو روسیه د خپل زور زیاتي او ناوړه استفادې په خاطر مسووله وګڼل شي. د ۲۰۱۴ میلادي کال د فبروري په ۲۶مه وروسته له هغه چې په کییف کې تر مظاهرو وروسته روس پلوی ولسمشر ویکتور یانکوویچ له واکه لېرې شو کریمیا ونیوله او... Читать дальше...

روسیه: داعش او نشه يي توکي دوه لویې اندېښنې راته له افغانستانه متوجه دي

Pa.azadiradio.com 

داعش او مخدره مواد د روسیې لپاره دوه لویې اندېښنې ګڼل کېږي.روسي چارواکي وايي، دا دواړه ګواښونه له افغانستانه ور ته متوجه دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې له افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په دې مسئلو غږېدلی دی. لاوروف ویلي: "داعش ډله د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د وضعې د ګډوډۍ د پام وړ عامل دی. ګورو چې دا ډله د افغانستان د شمالي ولایتونو په شمول د خپل نفوذ د زیاتولو هڅې کوي، څو بیا منځنۍ اسیا کې خپل فعالیت زیات کړي. موږ همدارنګه د مخدره موادو... Читать дальше...

روسیه: افغان سولې لپاره د دوحې بهیر ښه پایله نه لرله، د مسکو بهیر ته چمتو یو

Pa.azadiradio.com 

روسیه وايي، د افغانستان د سولې د خبرو سربېره په دغه هېواد کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون جمعه (د کب ۸مه) له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې. هغه د دوحې د سولې په بهیر نیوکه وکړه او د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو د بریا لپاره یې د مسکو د بهیر د بیا پیل وړاندیز وکړ. ښاغلي لاوروف زیاته کړه: "تر اوسه پورې متاسفانه د دوحې بهیر له بن بنست سره مخ شوی او په یوې با مفهومه اجنډا په کار کولو نه دی توانېدلی. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Поцарапанному пандой Катюшей киперу подарили футболку с извинениями


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Уимблдон

Финалистка юниорского Уимблдона-2023 получила временное отстранение за допинг


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Более 9 тыс сотрудников Росгвардии обеспечили безопасность в День Победы в Москве





Путин в России и мире
Москва

Си отказал Макрону в просьбе, связанной с Путиным. В Москву прибыл лидер Кубы


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко рассмотрит заявление об убежище от польского суди Шмидта




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

В Москве налоговая потребовала взыскать долг с Алексея Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Black Sabbath

Как бы это звучало, если бы Black Sabbath записали песню Долли Партон (Dolly Parton) "Jolene"?



Москва

В Казани завершил работу военно-спортивный сбор «Наследники Победы»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net