123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 06.02.2021

درې افغان سناتوران په بند محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

‎له داري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتداييه محکمې درې سناتوران د بډو اخیستلو په تور له لسو کلونو په زیات بند او د اخیستل شویو بډو په پرې کولو تورن کړل. ‎په لومړي ځل د افغانستان د مشرانو جرګې درې غړي په بند محکوم شول. ‎لیاقت الله بابکرخېل، محمد انور باشلیق او عظیم قویاش په بلخ ولایت کې د څلوېښت زرو امریکایي ‌‌‌‌‌‌ډالرو بډو اخیستو په تور نن په کابل کې د درنو جرمونو په محکمه کې په علني ناسته کې محاکمه شول. ‎دوی په جلسه کې نه وه خو مدافع وکیل یې حضور درلود. ‎د افغانستان... Читать дальше...

د هرات د وزن پورته کوونکو منتخب ټیم وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

هرات د وزن پورته کوونکو منتخب ټیم وټاکل شو. د هرات د ورزش ادارې مدیر ضیالحق ضیا ازادي راډیو ته وویل، په هغو ټاکنیزې لوبو کې چې پرون پیل شوې وې او نن سهار پای ته ورسېدې، ۲۰ وزن پورته کوونکو لوبغاړو په کې ګډون کړی و. ښاغلي ضیا وویل، په دې سیاليو د ۵۶-۶۲، ۷۳-۸۱، ۱۰۲ کیلو ګرامه وزن درلودونکو او په بېلابېل عمر لرونکو لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې. د نوموړي په خبره، په دغو لوبو کې طیب صدیقي د ۱۸۶ امتیازو ترلاسه کولو سره لومړی مقام، میلاد عزیز د ۱۵۵ امتیازو په ترلاسه کولو سره دوهم مقام ترلاسه کړ. دغه... Читать дальше...



ارګ: طالبان د نظام ړنګول او واک غواړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، طالبان غواړي، چې نظام ړنګ او واک ترلاسه کړي. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په ځنډېدو سره، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ادعا کوي، چې طالبان د نظام د رنګولو په هڅه کې دي. حمد الله محب د شنبې په ورځ د امنیت شورا له امنیتي ناستې وروسته د امنیتي سکټور له نورو چارواکو سره يوې ګډه خبري ناستې ته وویل: "طالب واک غواړي د نظام رنګول غواړي، نور هر څه بهانې دي، د دې قدرت د حاصلولو لپاره که د ټول افغانستان ورانول هم... Читать дальше...

افغان چارواکي: راتلونکو څلورو ټاکنو ته پوره چمتوالی شته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی راتلونکو څلورو ټاکنو ته پوره چمتوالی لري. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو څلورو ټاکنو لپاره خپل چمتوالی وښود. د دې کمېسیون چارواکو په کابل کې د شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پرمهال د ټولو عملیاتي پلانونو د چمتو کېدو خبر ورکړ. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وويل: "موږ د راتلونکو انتخاباتو لپاره هغه که د ولسوالیو شوراګانو، ولایتي شورا ګانو، ښاروالیو او د غزني ولایت انتخابات وي پوره چمتوالی لرو او ورسره موږ د راتلونکي انتخاباتو... Читать дальше...

افغانستان د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې د یوه بیان هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې د هغه بیان هرکلی کړی چې د افغانستان جګړه یې ناروا بللې.  دې اتحادیې چې په مرکز یې په قطر کې دی، د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې د نړۍ پر دیني عالمانو، مفکرانو او خلکو غږ وکړ چې په افغانستان کې د وینې د بهولو د بندېدو او په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره هڅه وکړي.   د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یو خبرپاڼه کې وویل، په داسې حال کې چې په قطر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیل وروسته په هېواد کې تشدد زیات... Читать дальше...

بدخشان چارواکي: بهارک کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان چارواکي د افغان ځواکونو او طالبانو په نښتو کې ۱۳ طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.  د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه ناوخته د بهارک او ارغنجخواه طالبانو د بهارک ولسوالۍ په پایان شهر سیمه کې د ولسي پاڅونوالو پر پوستو له څو خواوو ډله ییزې حملې پیل کړې. امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته ورسېدل. د دوی په نښتو کې پنځه طالبان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.'  ښاغلی روحاني وايي چې له نښتې وروسته طالبان له سیمې وتښتېدل. نوموړی همدا راز وايي چې په جګړه کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی. Читать дальше...

تندر قول اردو : د غزني په ګيلان کې ۸ طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

تندر قول اردو د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د لسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.  ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه نوې خبرپاڼه کې وايي چې افغان ځواکونه د ګيلان ولسوالۍ په شینکي کلي کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال له طالبانو سره ونښتل چې په نتیجه کې اته طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.



جلال اباد کې چاودنې د ملي پولیسو درې تنه ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن شنبې(د سلواغې ۱۸مه) یوې چاودنې د ملي پولیسو درې تنه ټپیان کړل.  د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه نن غرمه مهال د جلال اباد ښار د بهسودو پُل ته څېرمه د هوټلونو سیمه کې د امنيه قوماندانۍ په یوه رېنجر موټر باندې وشوه.  د دې حملې مسوولیت تراوسه لا چا نه دی منلی.

د برما په پلازمېنه کې ۳ زره کسان د کودتا پر ضد راټول شول

Pa.azadiradio.com 

د میانمر یا برما په پلازمېنه ینګون کې نن شنبه (د سلواغې ۱۸مه) شااوخوا درې زره کسان د سلواغې د دیارلسمې نېټې د پوځي کودتا پرضد د اعتراض لپاره راټول شول.  معترضانو- چې ډېره برخه یې محصلان او ښوونکي وو، د اونګ سان سوچي په مشرۍ د ډیموکراسۍ د ملي لیګ د سمبول په رنګ سره بیرغونه رپول او د پوځ پرضد یې شعارونه ورکړل. د دې پوځي کودتا پرمهال چې امریکا او ډېری لویدیځو هېوادونو وغندله مېرمن سوچي، چې عملاً د میانمر دولتي مشره وه، ونیول شوه. د میانمر دولتي رسنیو نن راپور ورکړ چې د پوځ مشرانو یوه ورځ مخکې... Читать дальше...

شاهین قول اردو: ۳ ولایتونو کې ۲۵ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

شاهین قول اردو د شمال په درېیو ولایتونو- فاریاب، بلخ او سرپل کې د پوځي عملیاتو پر مهال د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو او ۲۰ نور د ټپې کېدو خبر ورکوي.  ۲۰۹ شاهین قول اردو په یو بیان کې چې نن شنبه (د سلواغې ۱۸مه) سهار خپور شو ویلي چې تېره شپه د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې په یوه هوايي حمله کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.  د بیان له مخې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې پرون ماسپښین د طالبانو پر مرکزونو په درېیو هوايي حملو کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.  شاهین... Читать дальше...

د صرافانو سرتاسري شورا نن شنبه ټول هېواد کې کار بندیز پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا په یوې تازه پریکړه کې په ټول هېواد کې سر له نن شنبې (د سلواغې ۱۸مه) ورځې کاربندیز اعلان کړ. ‎د دغې شورا مسولین وايي، له انفرادي نه شرکتي ته د جوازونو د اړولو په اړه د افغانستان بانک د تازه پرېکړې له مخې د صرافيو لپاره د پرسونل شمېر زیات ټاکل شوی او دوی نه شي کولای چې دغه شمېر کار کوونکو ته تنخواګانې ورکړي. ‎د دغې شورا ویاند محمد هاشم روضه یي وايي: "شرکتي جوازونه دې اختیاري شي هغه صرافان یې چې امکانات لکه برېښنا، جنراټور، انټرنیت لري، هغوی دې واخلي چې همدا... Читать дальше...

صالح: د بایډن راتګ سره د امریکا-افغانستان اړیکو کې مثبت او د لمس وړ بدلون راغلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستيال وايي، د امریکا له دفاع وزیر سره د ولسمشر محمد اشرف غني د بېګاه شپې په خبرو کې له امریکايي لوري سره د طالبانو د دوحې په هوکړه کې د شته تشو په اړه هم خبرې وشوې. امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي دا خبرې هم ورسره وشوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه کې د نورو کميو تر څنګ په دغه توافق کې یو سنجول شوی مېکانیزم نشته. نوموړي ليکلي، د افغان لوري له خوا په خبرو کې دا خبره هم شامله وه چې له بده مرغه د طالبانو په شفاهي ژمنو باور شوی او طالبانو په خپلې یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی. Читать дальше...

د اتمانزو جرګې د بدامنۍ او هدفي وژنو خلاف مظاهره وکړه

Mashaalradio.com 

د شمالي وزیرستان اتمانزو وزیرو د فبرورۍ په پنځمه په میرامشا کې د جرګې پر مهال، له حکومته، د نا امنیو او هدفي وژنو د ختمولو غوښتنه وکړه. په جرګه کې دا غوښتنه هم وشوه چې د سیمې امنیتي چارې دې ولسي انتظامیې او پولیسو ته وسپارل شي. هغوی د هدفي وژنو تر شا د لاس لرونکو کسانو خلاف د مقدمو درجولو غوښتنه هم کوله. نور حال د عمر وزیر په ویډیويي راپور کې.

چارواکي: سږ هلمند کې د میوو ۴۰۰ جریبه سوداګریز بڼونه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، هلمند کې سږ کال د میوو ۴۰۰ جریبه سوداګریز بڼونه جوړېږي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا بڼونه د نیالګیو کېنولو پروګرام په لړ کې جوړېږي چې تردې دمه د ۱۵۲ زره او ۲۰۰ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګیو سربېره د خصوصي سکټور په مرسته څه باندې یو میلیون نیالګي تولید او پر بزګرانو او بڼوالو وېشل شوي دي. د ښاغلي رستمي په وینا، د دې لپاره چې هلمند یو ګرمسېر ولایت دی، د نیالګیو اېښودو لړۍ په کې د سلواغې په میاشت کې پیل او د کب تر پایه ادامه لري. Читать дальше...

په افغانستان کې صرافانو کار بندیز اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې صرافانو کار بندیز اعلان کړ. د صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تر کومه پورې چې د دوی ستونزې هوارې نه شي د صرافۍ مارکېټونه به تړلي وي. په اعلامیه کې  راغلي، د افغانستان بانک دې د پخوا په شان انفرادي صرافیو او پولي خدمتونو  ته جوازونه توزیع او تمدید کړي او د دوی فعالیتونه دې د صرافانو مقررې سره سم قانوني کړي. د صرافانو ملي ټولنه وايي،  د صرافانو له وړاندیزونو او نظرونو پرته د افغانستان بانک د دوی جوازونه لغوه کړي دي. دوی ټینګار کوي چې د... Читать дальше...

چترالۍ نجونه په اسلام اباد کې د فوټبال روزنه اخلي

Mashaalradio.com 

د چترال ۳۵ نجونو ته په اسلام اباد کې د فوټبال روزنه ورکول کېږي. د چترال د ښځو فوټبال کلب هر کال د چترال نجونو لپاره مختلفو لوبو تابيه کوي چې مقصد ېې د چترال په کلي والو سيمو کې د نجونو لوبو ته وده ورکول دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

پکتیا: د دوو وژل شويو سرتېرو پلار له حکومته مرسته غواړي

Mashaalradio.com 

په پکتیا کې یوه کورنۍ چې خپل دوه مشران اولادونه يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي او اوس يې د کورنۍ سرپرستي سپینږیری پلار او سپین سرې مور پر غاړه لري، د افغان حکومت پاملرنه غواړي. نور په دې ویډیويي راپور کې.


Музыкальные новости
Семён Слепаков

Семен Слепаков решил избавиться от последнего бизнеса в России





Персональные новости
Алла Пугачёва

«Отрешенность от РФ»: адвокат объяснил молчание Пугачевой о теракте в «Крокусе»





بایډن: ټرمپ ته باید سري استخباراتي معلومات ونه سپارل شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته باید سري استخباراتي معلومات ونه سپارل شي.  بایډن 'سي.بي.سي' ټلوېزیون ته په مرکه کې چې د جمعې(د سلواغې ۱۷مه) په ورځ خپره شوه، وویل، ښایي ټرمپ پټ اطلاعات افشا کړي.  روانه اوونۍ د ډونالډ ټرمپ د استیضاح دوهمه محکمه ده. دی تورن دی چې د جنوري د شپږمې نېټې د خبرو پر مهال یې خپل ملاتړي بغاوت ته هڅولي دي.  تر دې وینا وروسته د ټرمپ ملاتړیوپه واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ ور ودانګل.

د ترکیې پر وړاندې د امریکا د نوې ادارې دریځ نه دی بدل شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو د نوي ولسمشر جویایډن د ادارې دریځ د ترکیې پر وړاندې چې د ناټو د غړي هېواد په توګه له روسیې د دفاعي سیستم توغندي اخلي نه دی بدل شوی.  د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د جمعې(د سلواغې ۱۷مه) په ورځ وویل، زموږ په دریځ کې بدلون نه دی راغلی، موږ له ترکیې غواړو چې د 'اېس – څلور سوه' توغندیو سیسټم ونه ساتي.  ترکیې د 'اېس – څلور سوه' سیسټم په دوه زره نولسم کال کې له روسیې وروسته تر دې واخېست چې له متحد ایالاتونو سره د پیټرایټ توغندیو  د اخېستو پر سر موافقې ته ونه رسېده.  ... Читать дальше...

بلېنکن: امریکا شین جین، تبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، جګپوړي چینایي ډیپلوماټ یانګ جیچي ته یې وویل چې متحد ایالاتونه په شین جین، تبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو او ډیموکراټیکو ارزښتونو ملاتړ کوي.  ښاغلي بلېنکن د ټیلیفوني مکالمې پرمهال د اویغور مسلمانانو، تبتیانو او په هانګ کانګ کې د ډیموکراسي پلوه د حقونو لپاره پر پیکنګ فشار راوست.  وروسته تردې چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه رسماً چارې پیل کړې دا د امریکا او چین د جګپوړیو چارواکو ترمنځ لومړۍ ټیلیفوني خبرې دي چې پرون وشوې.

د میدان وردګ یو شمېر خلک: بې وزله یو، سوړ ژمی مو د ماشومان ژوند ګواښي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي وايي، سږ دغه ولایت کې د واورو ورښت وختي پیل شوی او سړې هوا خلک سخت اندېښمن کړي دي. ځینې دې واورو ته خوشبین دي، خو یو شمېر نور بیا د اقتصادي ستونزو له امله دې ساړه ژمي ته اوږه نه شي ورکولی. د دغه ولایت یو اوسیدونکی نور احمد وايي: "یو خروار لرګي مې پېرلي، هغه ټول لامده شول، هېڅ نه لرو، شتمنو خپل غم خوړلی، خو زموږ بچیان په کمپبلو کې ژوند کوي، له دولته مو غوښتنه داده چې مرسته راسره وکړي." هاخوا د دې ولایت یو ښوونکی رحیم بیا وايي: "له یوې خوا د توکو بیې لوړې تللي،... Читать дальше...

'ازادي راډیويي مجله' کې د یوه هندي فلم کیسه!

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو ددې اوونۍ په دې (ازادي راډیويي مجله) فرهنګي خپرونه کې پر یوه شعر نقد شوی، د یوه هندي فلم کیسې ته کتنه شوې او ددې مجلې په وروستي برخه کې د 'پیلبو' د لنډو کیسو له کتابه یوه لنډه کیسه واورئ. دا پروګرام د لاندې لېڼک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هشت صبح: طالبان دې افغانان بیا د ۷۰مې لسیزې بدبختیو ته نه ورګرځوي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو بحث او تبصرې شوې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې سرمقالې کې طالبانو ته خطاب کې لیکل شوي چې د افغانستان له  معاصر تاریخه دې تجربه واخلي او افغانان دې یو ځل بیا د اویایمې لسیزې بدبختیو ته نه ور ګرځوي. د سرمقالې لیکوال لیکلي، افغانان پوهېږي که د ډاکټر نجیب او د مجاهدینو ډلې د ډیموکراټيک حکومت په پای کې هوکړې ته رسیدلې وای، افغانستان کې به زرګونه خلک نه وژل کېدل. د لیکوال په باور، اوس مهال دوحه کې د طالبانو له خوا د دوهم پړاو مذاکراتو پيل... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Актера Свиридова госпитализировали из-за инфицирования после операции в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Теннисистка Александрова оказалась сильнее полячки Швентек на турнире WTA в США


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о создании информационной системы состояния окружающей среды





Путин в России и мире
Москва

Путин оценил перспективы строительства ВСМ Москва — Санкт-Петербург


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Аранжировка

Аранжировка Песен. Аранжировка Музыки. Создание Аранжировок.



Москва

Эмин Агаларов: Окончательное решение о восстановлении "Крокуса" пока не принято

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net