123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 07.02.2021

"لوړپوړو افغان چارواکو دولت ته سلګونه میلیونه افغانۍ تاوان اړولى"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پلټنې عالي اداره وايي، د حکومت لوړپوړو چارواکو د فساد۲۶ قضیو کې دولت ته ۷ سوه میلیونه تاوان اړولی دی. د پلټنې عالي اداره وايي، یو شمېر دولتي لوړ پوړي چارواکي په مالي فساد کې لاس لري. د دې ادارې مسوولینو وویل، د ۱۳۹۹ کال د مالي چارو څېړنې په ترڅ کې یې موندلې چې یو شمېر وزیران، محلي چارواکي، د پولیسو قومندانان او ځیني نور دولتي او غیر دولتي کارکونکي په مالي فساد کې شامل وو. د پلټنې عالي ادارې مشر محمد نعیم حقمل د یکشنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل: "په دې څېړنه کې... Читать дальше...

پي ټي ايم د بشري حقونو د بندي فعالانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه

Mashaalradio.com 

د پي ټي ايم مشرانو په پېښور کې د ارمان لوني د دويم تلين په مناسبت په جلسه کې وويل چې د پاکستان حکومت دې د بشري حقونو ټول ګرفتار فعالان خوشې کړي او غېب کړل شوي کسان دې عدالتونو ته حاضر کړي. حکومت ويلي چې د پي ټي ايم پر نيول شوو کسانو د ریاست خلاف د بغاوت مقدمې دي چې ځينې يې عدالتونو ته لېږل شوې دي.

ایران د نړۍ له اټومي قدرتونو سره د خبرو لپاره نوى شرط کېښود

Pa.azadiradio.com 

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه ای وايي، که امریکا متحده ایالتونه غواړي چې ایران د نړۍ له اټومي قدرتونو سره تړون ته ور وګرځي، ټول بندیزونه دې له تهرانه لرې کړي. د ایران دولتي ټلویزیون د راپور له مخې علي خامنه اي نن په دې اړه خبرې کړي دي. هغه زیاته کړې چې دا د ایران قطعي سیاست دی او څوک ترې نه شي ګرځېدی. له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له امریکا غوښتی و چې ژر تر ژره دې اټومي تړون ته ور وګرځي. د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرم په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي... Читать дальше...



اتمر: پر افغان خاوره راکټي بریدونه د منلو نه دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان سفیر ته ویلي، چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر افغان خاوره راکټي بریدونه د منلو نه دي. ښاغلي اتمر د پاکستان له سفیر منصوراحمد خان سره نن په بهرنیو چارو وزارت کې لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې اتمر په دې لیدنه کې د پاکستان له سفیر وغوښتل چې د راکټي بریدونو په تړاو د افغانستان اندېښنې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته ورسوي. په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو له لارې د ستونزو په هواري ټینګار وکړ. Читать дальше...

ايا نوي افغاني بانکنوټونه مو تراوسه ليدلي؟

Pa.azadiradio.com 

پولنډ هېواد د افغانستان لپاره ۳۸۰ ميليونه بانکنوټونه چاپوي چې يوه برخه يې واردمخه چاپ شوې او افغانستان ته رسېدلې. په دې ويډيو کې د نوو چاپ شوو بانکنوټونو ځانګړتياوو په اړه لا ډېر ليدلی شی.

د پرل په قتل کې بري شوي کسان د عدالت په حکم سرکاري ریسټ هاوس ته لېږل شوي

Mashaalradio.com 

سيند حکومت د امريکايي وژل شوي خبريال ډينيل پرل په تښتونه او وژنه تورن عمر شيخ او د هغه نور ملګري چې سپريم کورټ يې د خوشي کولو حکم کړی، د زندان د پانسۍ له خونې څخه ویستلي دي. سيند حکومت دا ګام د فرورۍ په شپږمه، د سپريم کورټ تر هغه حکم وروسته پورته کړی دی چې ويلي يې وو عمر شيخ او نور ملګري يې بايد سرکاري ريسټ هاوس ته منتقل شي. د سيند د اطلاعاتو وزيرناصر حسين شاه د فرورۍ په ۷مه مشال ريډيوته وويل: ((موږ د سپريم کورټ په حکم عمل کړی دی او دا کسان مو د پانسۍ له خونې سرکاري ریسټ هاوس ته لېږلي.)) تورن... Читать дальше...

د عبدالرووف په ملاتړ د ترکمنانو پراخې مظاهرې

Pa.azadiradio.com 

نهه کلن عبدالرووف څه باندې سل ورځې د سړي تښتونکو په منګولو کې دی. مظاهره چیانو ګواښ وکړ که حکومت دا ماشوم تر څو محدودو ورځو ونه ژغوري دوی به په شمال کې د ځینو مهمو بندرونو لارې وتړي.

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه غونډه پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه غونډه روانه ده. د راپورونو په اساس د غونډې د ځای سره خوا او شا د موبايل فون سيګنلې او انټرنېټ پرې شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) يو مشر او د پارلمان غړي، محسن داوړ نن د فبرورۍ په ۷مه، پر ټويټر ليکلي چې په بنو کې پولیسو هغه کسان نيولي چې غوښتل يې دې جلسې ته ورشي. د پېښور پوليسو یوه مسوول صادق شاه د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل، چې دوی سره د پي ټي ايم د نیول شوو کسانو هيڅ راپور او نومونه نه شته. پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور جلسه د ارمان لوڼي د دوهم تلين په مناسبت جوړه کړې. Читать дальше...



په افغانستان د "کوېډ١٩" ضد واکسین پروګرام نږدې ورځو کې پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شول. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، چې دا د دوه نیم لکه وګړو لپاره پنځه سوه زره ډوزه واکسین دي چې د هندوستان له خوا نن افغانستان ته ورکړل شول. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د هند له خوا مرسته شوي کرونا ضد واکسینو تطبیق ښايي یوه اونۍ یا هم لس ورځې وروسته پیل شي. د دې وزارت سرپرست وحید مجروح د یکشنبې په ورځ د دې واکسينونو د ترلاسه کولو پر مهال وویل، چې د روغتیا نړیوال سازمان له لا تر دې دمه یاد واکسین نه دي تاييد کړي خو ټینګار... Читать дальше...

مزارشریف کې پراخې مظاهرې؛ که تښتول شوی عبدالرؤف خوشې نه‌شي لارې تړو

Pa.azadiradio.com 

نن په مزارشریف ښار کې د ترکمنانو له‌خوا پراخې مظاهرې وشوې. مظاهره‌چیانو د سړي تښتوونکو له منګولو د نهه کلن عبدالرؤف د ژغورلو لپاره راوتلي دي.   د تښتول شوي ماشوم پلار محمد نبي په حکومت نیوکه کوي چې په سلو ورځو کې یې د هغه زوی نه‌دی ژغورلی.  محمد نبي زیاته کړه: "دوی هم ملت دی. دولت ملت ته ځوابګویه دی. همدوی هم رایه ورکړې. که اشرف غني رئیس جمهور وي زما غږ دې واوري. دغو خلکو رایه ورکړې. لکونه، ملیونونه کسانو رایه ورکړې ده. ته په سلو ورځو کې د دې خلکو غوښتنې ته لبیک نه‌شې ویلی. یو نهه کلن معصوم... Читать дальше...

هند افغانستان ته د کورونا ضد ۵ لکه ډوزه واکسين ولېږل

Mashaalradio.com 

د هند له ‌خوا د کرونا ضد واکسينو پنځه لکه ډوزه د فرورۍ په ۷مه په يوه ځانګړې الوتکه کې کابل ته ورسېدل.  د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په خپل ټوېټر لیکلي چې هند د خپلو ملګرو سره ولاړ دی او په دې ترڅ کې يې افغانستان ته واکیسن لېږلي دي. کابل ته د هند له خوا د دغو مرسته شویو واکسینونو په رسېدو د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح رسينوو ته ويلي چې په یوې اونۍ کې به د روغتیا نړیوال سازمان يا ډبليو ايچ او تر تایید وروسته د دغه واکسین تطبیق پیل شي.  دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

د هند له‌خوا د کرونا ضد مرسته شوي واکسین کابل ته راورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د هند له‌خوا د کرونا ضد پنځه لکه دوزه واکسین کابل ته ورسېدل. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اس. جې شنکر په خپل ټویټر لیکلي: "د هند تولید شوی واکسین افغانستان ته ورسېد. هند تل له خپلو ملګرو سره ولاړ دی." کابل ته د هند له‌خوا د دغو مرسته شویو واکسینونو په رسېدو د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وویل چې په یوې اوونۍ کې به د روغتیا نړیوال سازمان تر تأییدي وروسته د دغه واکسین تطبیق پیل شي. دا پنځه لکه دوزه واکسین د استرازینیکا د هندي څانګې له‌خوا تولید شوی او په دوو پړاوونو کې دوه‌نیم لکه افغانانو ته ورکول کېږي. Читать дальше...

پيپلز پارټۍ د سېنټ ټاکنو په اړه د ولسمشر فرمان غېرجمهوري بللی

Mashaalradio.com 

د پاکستان اپوزيشن ګوند، پيپلز پارټۍ مشر د سېنيټ انتخاباتو په اړه د دې هېواد د ولسمشر فرمان يو غېر جمهوري عمل بللی دی. بلاول بوټو زرداري د فرورۍ پر شپږمه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال تور پورې کړ چې حکومت د اسمبلۍ پر خپلو غړو باور نلري نو ځکه يې د ارډېننېس په جاري کولو سره د سېنټ انتخابات د ښکاره رايې له لارې کوي. تردې وړاندې د پاکستان ولسمشر عارف علوي په ټاکنو کې په ښکاره د رايې د ورکولو پر صدراتي حکم لاسليک وکړ. د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز ارډينېس پر خپل ټويټر پاڼه خپور کړی. دې ته... Читать дальше...

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د پولیسو تعلیمي نصاب تدوین کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د پولیسو تعلیمي نصاب خلکو سره په همغږۍ او د دوی د نظرونو په پام کې نيولو سره تدوین کړ. د ملي پولیسو له ناسم چلنده شکایتونه له پخوا راهيسې مطرح موضوع ده، خو اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په تعلیمي نصاب کې د خلکو د نظرونو په پام کې نيولو او دوی سره د همغږي خبره کوي. د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، په دې نصاب د روان لمریز کال له پیله کار پیل شوی و چې په نږدې راتلونکي کې به د اجرا وړ وګرځي. ښاغلی ارین زیاتوي: "دغه نصاب د ساتونکي، ساتنمن... Читать дальше...

په بدخشان کې د لبنیاتو فابریکه

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان ولایت په مرکز کې یوې مېرمنې د یوې نا دولتي مؤسسې په ملاتړ د لبنیاتو فابریکه جوړه کړې. دغه متشبثه مېرمن د خپلې فابریکې لپاره له کلیو شیدې راټولوي او په فابریکه کې ترې کوچ، پېروی، قروت او چکه جوړوي او بازار ته يې وړاندې کوي. نور جزئیات په دې راپور کې وګورئ.

۷۹ کلنه ښځه پر کنګل له منډو او ژوند خوند اخلي

Mashaalradio.com 

د روس په سایبيريا کې د بېکل په نامه يو مشهور لوی جهېل يا ډنډ‌ دی چې په ژمي کې کنګل وي. اوس دغلته يوه اوسېدونکې هم ډېره مشهوره شوې. دا مېرمن د ۷۹ کلونو ده. هغه وايي، له ژوند سره مينه لري او پر بېکل د خپلو تېرو بوټانو سره منډې ورته ډېر خوند ورکوي. ويډيو: رويټرز

تخار کې د یوه ځوان ابتکار؛ فارم‌یې د میاشتې ۲۰ زره مړزان او هګۍ بازار ته وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

په تخار ولایت کې له پوهنتون څخه یو فارغ شوي ځوان په شخصي لګښت د مړزانو یو فارم جوړ کړی او په دې فارم کې ۱۰ تنو اوزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده. د دې فارم مسؤل وايي، دغه فارم له دوه کالو راهیسې په دې ولایت کې فعالیت کوي او هره میاشت ۱۰ زره مړزان او ۱۰ زره د مړزانو هګۍ بازار ته وړاندې کوي. د ذبیح‌الله اماني په نوم ځوان چې د تخار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی، په تخار کې یې د یو ملیون افغانیو په لګښت د مړزانو دغه فارم جوړ کړی دی. دغه فارم د دهکده په نوم یادېږې. په دې فارم کې په زرګونه مړزان روزل کېږي. Читать дальше...

مسیر: د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل خبرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې افغانستان کې د جګړې د بیا پيل د امکان، هدفي وژنو او افغان حکومت ته د هند له‌خوا د کرونا واکسین د سپارلو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. مسیر مسیر ورځپاڼې لیکلي، له هغه وروسته چې د امریکا د کانګرس له‌خوا ګومارل شوې د افغانستان د مطالعې ډلې د دوحې د هوکړې خلاف له افغانستان څخه د ځواکونو په وتلو کې د ځنډ وړاندیز وکړ، د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې د بیا پیل خبرې کېږي. د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، طالبانو هم جګړې ته تیاری پیل کړی او تازه‌یې اېن بي... Читать дальше...

امریکايي بوکسر لیون سپینکس مړ شو

Pa.azadiradio.com 

امریکايي بوکسر لیون سپینکس چې محمد علي کلې ته‌یې ماته ورکړې وه، د ۶۷ کلونو په عمر د سرطان په ناروغۍ مړ شو. سپینکس چې له اوږدې مودې راهیسې په سرطان اخته و، پرون په داسې حال کې ساه ورکړه چې مېرمن، د کورنۍ غړي او څو ملګري یې حاضر وو. سپینکس چې د سوک لوبې یا بوکس په لوړ وزن کې یې د ۱۹۷۶ د مونتریال په المپیک کې د امریکا لپاره د سرو زرو مډال ګټلی و، په ۱۹۷۸ کال کې یې د نړۍ نامتو اتل محمد علي کلې ته ماته ورکړه. محمد علي کلې اووه میاشتې وروسته له ده غچ واخیست.


Музыкальные новости
Анна Нетребко

Муж Нетребко Эйвазов перенес концерт на 40 дней из-за теракта в Crocus City Hall





Персональные новости
Кубок

Кубок Орловской области по спортивной гимнастике





د کابل ښار مکروریانو سیمه کې چاودنې ۲ پولیس ژوبل کړل

Pa.azadiradio.com 

کابل نن د دوو مقناطیسي ماین چاودنو شاهد و.  د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي یوه چاودنه په مکروریانو سیمه کې شوې چې دوه کسان‌یې ژوبل کړي دي.  ښاغلی فرامرز زیاتوي: "نن د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند څلورمو مکروریانو سیمه کې په یوه هایلکس موټر باندې چاودنه شوې ده. دوه کسان ټپیان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي."   تر دې چاودنې وروسته په ۱۲ ناحیه کې هم یوه کرولا ډوله موټر باندې مقناطیسي ماین چاودلی دی.  دې چاودنې چاته زیان نه‌دی رسولی.  تر اوسه کومې ډلې په کابل کې د دغو بریدونو مسؤلیت نه‌دی منلی. Читать дальше...

ایران له امریکا د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقې ته د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

ایران د امریکا له متحده ایالاتو وغوښتل چې د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقې کې بېرته شامل شي.  د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې د دې غوښتنې ترڅنګ ویلي چې امریکا دې پر ایران بندیزونه نرم کړي.  محمد جواد ظریف د تهران له همشهري ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: "وخت د امریکایانو له لاسه وځي، هم د پارلمان د لایحې په خاطر او هم د ایران له نوي کاله وروسته د انتخاباتي فضا له کبله."  په ایران کې د افغانستان په شان نوی کال د حمل په لومړۍ چې د مارچ له ۲۱ سره برابره ده، پیلېږي او د ایران انتخابات په جون میاشت کې کېږي. Читать дальше...

ترکیه کې د بوغازیچي پوهنتون د نوي رئیس د ټاکل کېدو ضد اعتراضونه دوام لري

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د بوغازیچي پوهنتون د رئیس په توګه د واکمن عدالت او پراختیا ګوند د یوه غړي د ټاکل کېدو پر ضد د محصلانو اعتراضونه دوام لري.  راپورونه وايي چې د مظاهرو لمن له پوهنتونه دباندې د استانبول باسفورس سیمې او حتی پلازمېنې انقرې ته غځېدلې ده.  تېره اوونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له امنیتي ځواکونو سره د محصلانو پر شخړې د انتقاد ترڅنګ هغه کسان ترهګر وبلل چې له پولیسو او امنیتي ځواکونو سره‌یې اخ‌وډب کړی و. د اردوغان دا خبره د محصلانو له غبرګون سره مخامخ شوه.  د تېرې یوې میاشتې اعتراضونه سوله‌ییز... Читать дальше...

امریکا او عربستان پر سیمه‌ییز امنیت، بشري حقونو او د یمن پر جګړې خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د سیمه‌ییز امنیت، بشري حقونو او د یمن د جګړې په اړه خبرې وکړې.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس پرون (شنبه) په یوه بیان کې ویلي، بلېنکن د بشري حقونو د ښه کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو په شمول د متحده ایالاتو د نوي حکومت پر څو کلیدي لومړیتوبونو خبرې وکړې. د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس بیا ویلي، فیصل بن فرحان خپل امریکايي ساري ته د بهرنیو چارو وزیر... Читать дальше...

نن د هند له‌خوا د کرونا ضد پنځه لکه دوزه واکسین کابل ته رارسېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې نن د هند له‌خوا د کرونا ضد پنځه لکه دوزه واکسین کابل ته راورسېږي.  د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وایي، هر کله چې د روغتیا نړیوال سازمان دغه واکسین تأیید کړي، دغه هېواد کې به‌یې تطبیق پيل شي.  ښاغلي نظري ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې دغه واکسین په لومړي ګام کې روغتیایي کارکوونکو ته ورکړل شي، له هغه وروسته ښوونکو او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په زندانونو او لیلیو کې ژوند کوي، په همدې ډول مخته ځو چې له ۵۰ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو او هغو ته دا واکسین تطبیق کړو چې... Читать дальше...

امریکا د افغانانو او عراقیانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پروګرام ارزوي 

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل دولت ادارو ته لارښوونه کړې چې د افغانانو او عراقیانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا (اېس.ای.وي) پروګرام وارزوي.  دا ویزې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په دغو هېوادونو کې یې د امریکا له پوځ سره د ژباړونکو په توګه کار کړی دی.  د سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی، راغلي امریکا باید دا یقیني کړي چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې له هغو کسانو سره خپلې ژمنې پر ځای کوي چې د دوی له پوځ سره‌یې مرسته کړې ده.  دا مهال شاوخوا ۱۷ زره افغانان چې له امریکایانو سره‌یې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

«Радио Зенит» – информационный партнер форума «Мы вместе. Спорт»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Российская теннисистка Калинская покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Хамовники побили пятилетний рекорд по количеству сделок с недвижимостью





Путин в России и мире
Москва

Путин удивился третьему месту Санкт-Петербурга в туристическом рейтинге


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Диана Арбенина

Певица Диана Арбенина опубликовала редкое фото сына



Москва

Как стал возможен крупнейший теракт за десятилетия?

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net