123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 14.02.2021

تېر کال افغانستان کې ۳۰۸ مخابراتي ستنې (ټاورونه) قسمي تخريب شوي

Pa.azadiradio.com 

په تېر يوه کال کې ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په بېلابېلو ولايتونو کې په قسمي ډول تخريب شوي دي.   د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا 'اترا' وايي، د امنیت نشتوالی د مخابراتي شبکو د ټاورونو یا پایو او فعالیت لپاره ستر ګواښ دی او په ۱۳۹۹ کال کې ۱۶۲ ټاورونه بشپړ له منځه تللي او ۱۴۶ نور هغه په قسمي ډول تخریب شوي دي. بشپړ یې په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

کونړ چارواکي: ماین چاودنې یو سیمه ییز پولیس ووژاه

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې يو سیمه ییز پوليس وواژه. د کونړ امنيه قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان ازادي راډيو ته وويل چې چاودنه نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۶مه) په ورځ ماښام مهال پنځه نېمې بجې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند بېلې سېمه کې د محلي پوليسو په پلې ګزمه  شوې چې په خبره یې دې چاودنې یو محلي پولیس وژلی دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د يادې چاودنې مسوليت په غاړه نه دى اخېستى. له تېرو پنځو ورځو په کونړ کې دا څلورمه چاودنه ده چې په کې محلي پوليس په نښه کېږي چې له امله یې د دوه ملکي... Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: حصارک او شېرزادو کې۱۴ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې ځایي چارواکي په حصارک او شېرزادو ولسوالیو کې د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي. د دې ولایت رسنیز دفتر ازادي راډیو ته په استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې په حصارک ولسوالۍ کې د یکشنبې ماسپښین ۳ نيمې بجې د هوايي بريد په پايله کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان شوي دي. د معلوماتو له مخې دې برید کې د وسله والو طالبانو يو عراده موټر هم له منځه تللی. خبرپاڼه زیاتوي، د یکشنبې په ماښام شااوخوا ۶بجې او ۴۰ دقیقې په شېرزادو ولسوالۍ کې د هوايي بريد په پايله کې په يو موټر کې ناست ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. Читать дальше...



د فراه چارواکي: د عملیاتو پایله کې ۵ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولایت چارواکي وایي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي. دا خبره د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب ازادي راډيو ته وکړه. ښاغلي محب وویل، دغو وسله والو غوښتل د فراه مرکز اړوند د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو باندې بریدونه وکړي چې د افغان ځواکونو له خوا هدف وګرځول شول. د فراه چارواکي وايي، هوايي ځواکونو هم د افغان عسکرو د ملاتړ لپاره په دې عملیاتو کې برخه اخېستې وه. د فراه امنیه قوماندانۍ وايي، د څلورو طالبانو مړي لا هم په سیمه کې دي. Читать дальше...

ولنټاینز او کابل

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ځوانانو په کابل کې د ولنټاینز ورځ ولمانځله صفي الله ستانکزي پرې راپور جوړ کړی

خوست کې د نظام په ملاتړ غونډه: د جګړې ښکېلې خواوې دې اوربند او سوله وکړي

Pa.azadiradio.com 

نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۶مه) په ورځ سلګونو خوست مېشتو د یوې غونډې له لارې په افغانستان کې د نظام او جمهوریت خپل ملاتړ اعلان کړ. د دې غونډې ویناوالو د جګړې له ښکېلو خواوو هم وغوښتل چې خپلو کې اوربند او دایمي سوله وکړي. دوی زیاتوله، که په هېواد کې جمهوریت د کومې سیاسي معاملې قرباني شي، نو دا هېواد او ولس به يې د پرمختګونو څخه څو لسیزې وروسته پاتې شي. قومي مشر قاضي احمد ببرکزي د دې غونډې په څنډه کې چې له خوستوالو سربېره ګڼو وزیرستانیو مشرانو او ځوانانو هم برخه په کې اخېستې وه ازادي راډیو ته وویل،... Читать дальше...

د کورونا وبا بندېزونو د پاکستان سېلګرۍ صنعت ځپلی

Mashaalradio.com 

د کورونا وبا د مخنيوي په خاطر اخیستل شويو ګامونو د پاکستان سېلګرۍ صنعت ته زيان رسولی دی. د دې هېواد د يو شمېر کسانو اقتصادي تکيه پر حج او عمره ده خو د سعودي حکومت له خوا سفري بنديزونو د دوی روزګار هم په ټپه درولي دي.

حکمتیار: که حکومت د حزب اسلامي بندیان خوشې نه کړي ارګ به کلابند کړو

Pa.azadiradio.com 

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار خبرداری ورکوي، که یې حکومت بندیان خوشې نه کړي، ارګ به کلابند یا محاصره کړي. حکمتیار نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۶مه) په ورځ دا څرګندونې له افغانستانه د شوروي اتحاد سرتېرو د وتلو په ۳۲مه کلیزه کې کړي او زیاتوي، حکومت له دې ګوند سره د سولې شوې هوکړه تر پښو لاندې کړې او لا یې هم د‌ دوی بندیان نه دي خوشې کړي. حکمتیار زیاتوي: "ارګ ته وایو. ارګ مېشتی دې واوري چې تر ارګه ځو، ارګ مېشتو ته ښایوو که‌ زموږ ټول زندانیان ژر بې له کوم قید او شرطه ازاد نه‌شي او زموږ مامورین،... Читать дальше...



د هرات چارواکي: اورلګېدنې تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو زیان رسولی

Pa.azadiradio.com 

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د اسلام قلعه په پرونۍ لویه اورلګېدنه کې افغان سوداګرو ته تر دوو سوو میلیونو ډالرو تاوان رسیدلی. دا خبره د یادې ادارې رئیس یونس قاضي زاده نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۶مه) په ورځ ازادي راډیو ته وکړه.  د اسلام قلعه په بندر کې پرون شنبې د تیلو او ګازو ټانکرونه یو په بل پسې وچاودل او اور یې واخېست.   ښاغلي قاضي زاده وویل، د تیلو او ټانکرو شمېر شااوخوا پنځه سوو ته رسېږي.  د هرات د عامې روغتیا چارواکي وايي چې د اسلام قلعه په لویه اورلګېدنه کې ۱۷ ټپيان روغتون ته... Читать дальше...

ترکیه: کُرد ملېشو ۱۳ ترکان په عراق کې وژلي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې چارواکي وايي، کُرد ملېشو ۱۳ ترکان په عراق کې وژلي دي.  د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار نن یکشنبه (د سلواغې ۲۶مه) اعلان وکړ،  ترکي پوځيانو د هغو ۱۳ ترکانو مړي وموندل چې د کُرد وسله والو له خوا د عراق په شمال کې تښتول شوي وو.  ترکي پوځیانو د فبروري په لسمه د دغو کسانو د لټون عملیات پيل کړي وو.  د عملیاتو پر مهال د کُردانو د کارګر ګوند 'پي.کې.کې' ۴۸ غړي او دوه ترکي عسکر وژل شوي.  د ترکیې دفاع وزیر ویلي، د کُردانو د کارګر ګوند دوه وسله وال نیول شوي هم دي.  نیول شوېو کسانو اعتراف کړی چې... Читать дальше...

د سپېنې ماڼۍ مرستیال ویاند 'ټي جي داکلو' استعفا ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د سپېنې ماڼۍ مرستیال ویاند ټيي جی داکلو د یوې ښځینه خبریالې د ګواښلو په خاطر استعفا ورکړه.  داکلو په خپل ټوېټر د استعفا خبر ورکړی دی. هغه ویلي له دې چې د پولتیکو خپرونې ښځینه خبریالې ته یې د نه منلو وړ خبره کړې د خپلو خبرو په خاطر متاسفه دی او په خاطر یې استعفا ورکړې.  له دې مخکې ښاغلي داکلو د پولتیکو خپرونې د خبریالې تارا پالمري د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د ده د شخصي ژوند او د اکسیوس وېب پاڼې له یوې خبریالې سره یې د اړیکو په اړه ترې کړې وه، تارا سخته ګواښلې وه.  د سپېنې ماڼۍ ویاندې جن ساکي... Читать дальше...

غني: له افغانستانه د شوروي ځواکونو غیر مسوولانه وتل کورنۍ جګړې پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د کلېزې په مناسبت په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي، د افغانانو د جهاد موخه د خلکو په خوښه د نظام ټېنګښت و، خو د شوروي ځواکونو د غیرمسولانه وتلو له امله افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې. ښاغلي غني زیاته کړه: "زموږ د خلکو د برحق جهاد موخه دا وه چې افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، د خلکو په خوښه نظام رامنځته شي، څو ملي او نظامي بنسټونه پیاوړي کړي او له دولته ساتنه وکړي، خو د شوروي ځواکونو وتل مسوولانه نه وو او د هېواد... Читать дальше...

وکيلانو د خپلو ملګرو د خوشي کولو لپاره احتجاج کړی

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې وکیلانو په احتجاجي مظاهره کې غوښتنه کړې چې د دوی نیول شوي ملګري وکیلان دې راخوشې کړل شي او په هغوی جوړې مقدمې دې بېرته واخیستل شي. د فرورۍ په ۷مه ځايي انتظامیې د اسلام اباد په کچرو کې د ځينو وکيلانو دفترونه ړنګ کړل چې دا تجاوزات دي. تر دې وروسته څو وکیلان په احتجاج اسلام اباد های کورټ ته ورغلي وو. دې عدالت په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دغو وکیلانو د احتجاج په نوم په چیف جسټس اطهرمن الله حمله کړې او املاکو ته يې زیان رسولی. له همدې وجې د عدالت انتظامیې په دوی مقدمه درج کړې او تر دې دمه پولیسو لس وکیلان نیول شوي دي. Читать дальше...

د هرات چارواکي: اسلام قلعه ګمرک کې د مالونو د سوځېدو ترڅنګ لوټ تالان هم ګډ شوی

Pa.azadiradio.com 

د اسلام قلعه ګمرک چې له ۲۴ د زیاتو ساعتونو تېرېدو وروسته هم ځای ځای په کې د اور لمبې تر سترګو کېږي. په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې یوازې د موټرونو پرزې او د خلکو ګڼه ګوڼه ښکاري. د هرات سوداګرۍ خونه وایي چې دې وروستیو دوو لسیزو کې افغان سوداګر له داسې ناورین سره نه وو مخ شوي. د دې خونې رئیس یونس قاضي زاده رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې له امله سره له دې چې مالونه یې سوځیدلې یو اندازه یې د غیر مسوولو خلکو له خوا لوټ شوي هم دي. دی وايي: "هغه... Читать дальше...

فایز عیسی پوښتلي: زما په اړه پرېکړه تر ما مخکې رسنېوو ته ولې رسېدلې؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپريم کورټ‌ جسټس،‌ فایز عیسی پر دې خفه دی چې ولې د ده په اړه د چيف جسټس شوې پرېکړه هغه ته تر رسېدو دمخه، رسنيوو ته ورکړل شوې ده. د فرورۍ په ۱۱مه، د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس، ګلزار احمد په مشرۍ يوې پينځه کسیزې جرګه ګۍ د يوې مقدمې پر مهال ويلي‌چې فایز عیسی بايد د وزیراعظم عمران خان په اړه د روانو کېسونو اورېدونه ونه کړي. چيف جسټس د دې پرېکړې لپاره دليل راوړی چې قاضي عیسی په يوه مقدمه کې د وزیراعظم په وړاندې مدعي‌دی نو که د هغه خلاف د مقدمو اورېدنه کوي نو دا به دعدلیې حېثیت ته زیان ورسوي. Читать дальше...

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا: طالبانو د سولې خبرې ځنډولي

Pa.azadiradio.com 

د سولې خبرو کې د ځنډ په دوام، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا يې د يو لامل په اړه خبرې کوي. دغه شورا وایي، طالبانو د سولې خبرې د امریکا د نوي حکومت له‌خوا د سولې هوکړې د ارزولو د پایلې تر معلومېدو ځنډولې دي. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د سلواغې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، طالبان دغه‌شان د امریکا له‌خوا د تړون په اړه په احتمالي توګه د نویو شرایطو د وضعه کېدو سره موافق نه‌دي. ښاغلی دین محمد زیاتوي، طالبان غواړي پوه شي چې د امریکا او د... Читать дальше...

طالبان بشپړ واک غواړي: محب

Mashaalradio.com 

د افغانستان ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، طالبان د سولې مذاکرات نه بلکې مکمل واک غواړي. په داسې حال کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، محب ويلي طالبان د سولې په خبرو کې دلچسپي نه لري. هغه د فرورۍ په ۱۳مه، په کابل کې د امنیت شورا له اونیزې غونډې وروسته د امنیتي برخې له چارواکو سره په ګډه خبري ناست کې وویل: "طالبان نه غواړي چې مذاکرات وکړي. هغه اطلاعات او معلومات چې موږ یې لرو، هغه دا دي چې طالبان مطلق واک غواړي. بیا هم تکراروم، طالبان مطلق قدرت غواړي. Читать дальше...

پکتیکا کې وزیرستاني کډوال: ژمنۍ مرستې او د خوراکي توکو مرستې دې راسره وشي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، له یوې خوا ورسره په روان ژمي کې د ژمنیو توکو مرسته ونه شوه او بل لوري ته له څو میاشتو راپه دېخوا دوی ته خوراکي توکي نه دي ورکړل شوي چې له کبله يې ستونزې نورې هم ډېرې شوي دي. په برمل کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو خپلې یادې ستونزې او غوښتنې د ټلیفون له لارې ازادي راډیو سره شریکې کړې. د پکتیکا په ارګون او د برمل ولسوالۍ په درېیو سیمو(مرغه، لمن، منګړیتي) کې د وزیرستانیو کډوالو شاوخوا درې زره کورنۍ اوسېږي چې د چارواکو په وینا له دې ډلې ۲۷۰۰ کورنۍ بایومټریک دي.... Читать дальше...

اسلام‌قلعه بندر کې لا هم د ګازو لمبې بلې دي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د اسلام‌قلعه بندر له ځینو سیمو لا هم د ګازو لمبې پورته کېږي.  د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې په بندر کې هېڅ موټر روغ نه‌دی پاتې.  د هرات د سوداګرۍ خونې رئیس یونس قاضي‌زاده وايي د پرونۍ لویې اور لګېدنې په خاطر افغان سوداګرو تر ۵۰ ملیونو ډالرو پورې زیان لیدلی دی.  د اسلام‌قلعه په بندر کې پرون د تېلو او ګازو ټانکرونه یو په بل پسې وچاودېدل او اور یې واخیست.   چارواکو رسماً خلکو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه‌دي ویلي، خو روېټرز اژانس د ۶۰ کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړی دی.   افغان... Читать дальше...


Музыкальные новости
Алла Пугачёва

Телеведущая Прошутинская: певица Пугачева столкнулась с трудными временами





Персональные новости
Григорий Лепс

Телефон раздора: что грозит Лепсу за удар по смартфону фанатки





اشرف غني: له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتل مسؤلانه نه‌و

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر اشرف غني وایي له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتل مسؤلانه نه‌و او له امله‌یې دا هېواد کورنۍ جګړې ته دننه کړای شو.  ښاغلي غني دا خبره نن له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۲مې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې کړې ده. ښاغلی غني زیاتوي: "د دې لپاره چې د شوروي ځواکونو وتل مسؤلانه نه‌و او د هېواد د راتلونکي لپاره هېڅ تدبیر په‌کې نه‌و سنجول شوی افغانستان یوه څو بعدي کورنۍ جګړې ته دننه کړای شو چې په نتیجه کې یې د افغانستان امنیتي ځواکونه، ملي بنسټونه او زېربناوې له‌منځه یوړل شوې."  ... Читать дальше...

د مینانو ورځ؛ د کابل ځیني دکانونه له سرو ګلانو او ډالیو ډک شوي

Pa.azadiradio.com 

د فبروري ۱۴مه د ولنټاینز ډې یا د مینانو له ورځې سره سمون لري.  د کابل په څو سیمو کې د دې ورځې په مناسبت د سرو ګلانو او ډالیو د پلور دکانونو تیاری نیولی دی.  خلک وايي سربېره په دې چې کرونا وبا او هم بې‌اندازې زیات تاوتریخوالي خواشیني کړي، خو د مینانو د ورځې په مناسبت د خوښۍ لپاره له دې رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کوي.   ولنټاینز ډې یا د مینانو ورځ هر کال د فبرورۍ په ۱۴مه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لمانځل کېږي.

کوټه کې د بزکشی سيالي افغانستان ګټلې ده

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په کوټې ښار کي له شپږو کالونو وروسته د بزکشی سيالي شوې ده. په دې کې د پاکستان او افغانستان لوبډلو برخه اخستې چې افغن لوبډلې ګټلې ده. پر دې مهال حکومتي چارواکو ویلي دي چي په صوبه کي به د دوديزه او سيمه ييزو لوبو د ودي لپاره بېلا بېل بیل ګامونه پورته کوي.

په پاکستان کې د طالبانو کړې پرېکړې هيڅ قانوني حېثیت نه لري: سپريم کورټ

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپريم کورټ د وسله والو طالبانو له خوا شوې يوه بله پرېکړه غیرقانوني بللې ده او ویلې یې دي چې په پاکستان کې د طالبانو له خوا شوې فېصلې هيڅ قانوني ارزښت نه لري. د فرورۍ په ۱۲مه سپريم کورټ د جنوبي وزیرستان د يو اوسېدونکي د ځمکې د ملکيت په سر رامنځته شوې لانجې د اورېدنې په وخت ويلي چې په ۲۰۰۹ کال کې د دې جنجال د ختمولو لپاره امارت اسلامي طالبان او افغانستان په نامه یوې ډلې فېصله اورولې وه چې د پاکستان د قوانینو ترمخه هيڅ قانوني حیثیت نه لري. د قاضي فايز عیسی او قاضي مقبول باقر دوه کسیزه جرګه... Читать дальше...

۱۲ کلنه زده کوونکې د مصر په کوڅه کې ماشومانو ته درس ورکوي

Mashaalradio.com 

په مصر کې چې کله د کورونا وايرس وبا له کبله ښوونځي وتړل شول نو يوې ۱۲ کلنې زده کوونکې د ګاونډ ماشومان راغونډ کړل چې اوس هره ورځ په يوه تنګه کوڅه کې درس ورکوي او بېلا بېل مضامين ورښيي. ريم الخولي غواړي چې ماشومان په کوڅو کې د لوبو پر ځای درس ووايي. ويډيو: رويټرز

Спорт в России и мире
Москва

Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Полина Кудерметова проиграла Плишковой в первом круге турнира WTA в Руане


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

"Самое опасное" начнётся в пятницу: Синоптик предупредил об аномальной погоде в России





Путин в России и мире
Москва

На окружном полуфинале конкурса «Это у нас семейное» Калмыкию представляют четыре семьи


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Очередные кадровые назначения объявлены в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Аранжировка

Аранжировка Песен. Аранжировка Музыки. Создание Аранжировок.



Москва

В Раменском прошел финальный отбор на всероссийский турнир по бадминтону

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net