په افغانستان کې د کب نهمه نېټه چې د فیبروري له ۲۷ مې نېټې سره برابره ده، د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي، دا ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
پکتیا
په پکتیا کې د عامو خلکو له لوري سرتېرو ته د ګلانو په ورکړې، اتڼونو او د موټریز کاروان په ترسره کولو د سرتیري ورځ ونمانځل شوه.
دوی چې د پکتیا د تندر قول او د ولایت مقام تر منځ په اوږد غځیدلي سړک روان و، پرمهال یې د سړک دواړو غاړو ته ولاړو عامو خلکو د امنیتي ځواکونو په موټرونو ګلان ور وشیندل او په چک چکو یې د دوی هرکلی وکړ. Читать дальше...
د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې نن شنبه (د کب ۹مه) یوې چاودنې، یو تن وواژه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د دې مرګ ژوبلې علت د یوه مقناطیسي بم چاودنه وه.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.
د متحدایالاتونو د استازو جرګې د کرونا ویروس د ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره د ۱،۹ تریلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي مرستې طرح تصویب کړه.
دا لایحه نن شنبه (د کب ۹مه) سهار وختي، د ۲۱۲ مخالفو رایو پر وړاندې په ۲۱۹ موافقو رایو تایید شوه. لایحې ته هېڅ جمهوریپال وکیل مثبته رایه ورنه کړه.
دا لایحه اوس سنا ته چې اکثریت په کې ډیموکراتان دي د وروستۍ پرېکړې لپاره استول کېږي. د دې اقتصادي بستې پر اساس ډېری امریکایان د ۱۴۰۰ ډالرو چک ترلاسه کوي. دا پېسې به همدا راز د کرونا واکسین د پروسې د چټکولو، د ښوونځیو... Читать дальше...
د روسیې د حکومت سلګونه مخالفو فعالانو او ځینو لویدیځو ډيپلوماتانو په مسکو کې د اپوزسیون د وژل شوي سیاستوال بورېس نیمڅوف په شپږم تلین کې ګډون وکړ.
دوی د کرملین په څو کیلومترۍ کې په هغه ځای کې چې نیمڅوف د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبروري په ۲۷ مه نېټه په ډزو ووژل شو، د ګلانو ګېډۍ کېښودې.
د نیمڅوف تلین هر کال په مسکو کې د لاریونونو په ترڅ کې نمانځل کېږي، خو د کرونا د محدودیتونو په ترڅ کې پر لویو غوڼدو د بندیز له کبله سږکال فعالان د نیمڅوف لپاره د یوه مؤقت څلي په ځای کې راټول شول.
په مسکو کې د امریکا... Читать дальше...
د بریتانیا د پوځ متقاعد تورن سل کلن ټام مور چې له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره یې نژدې ۳۳ میلیونه پونډه بسپنه راټوله کړې وه، نن خاورو ته وسپارل شو.
تورن مور چې د برتانیا د روغتیا ادارې د خیریه مرستو لپاره یې دا بسپنه په خپل بڼ کې د پلي تګ د یوه کمپاین په ترڅ کې راټوله کړه، د فبروري په دوهمه ومړ.
د بریتانیا ملکې دوهمې الېزابت ټام مور ته چې په تورن ټام هم مشهور و، د درناوي په مراسمو کې وویل چې دا، د بریتانیا ملت او نورې نړۍ ته د هغه الهام ستايي.
ټام مور په دوهمه نړیواله جګړه کې هم برخه اخېستې وه. Читать дальше...
په دې لمانځغونډه کې د ننګرهار پر چارواکو سربېره د بېلابېلو ولسواليو یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او په سلګونو ځوانانو برخه اخيستې وه.
د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د شرکتونو مسوولین پر حکومت نیوکې کوي وایي چې لویو لارو کې ستونزې لا هم پر خپل ځای دي.
دوی د شنبې (د کب ۹مه) په ورځ کابل کې یوې ناستې کې وویل، امنیتي مامورین د دې پرځای چې د لویې لارو امنیت وساتي په خپله د موټر چلونکو پر وړاندې ستونزې جوړوي.
د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د سمون د سراسري شورا مشر طلا محمد عثمانزي ازادي راډیو ته وویل، که د موټر چلونکو ستوتزې هوارې نه شي، یو ځل بیا دوی به په مدني اعتراض لاس پورې کړي.
نوموړي زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزارت زموږ د امنیت... Читать дальше...
د انګلستان او نیوزیلینډ ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو پنځوس اوورېزو سیالیو سیریز انګلستان دوه د صفر په مقابل کې وګاټه.
د دواړو لوبډلو تر منځ دویمه لوبه تېره ورځ د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه وشوه چې په دې سیالۍ کې نیوزیلينډ ښځېنه کرکټ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړیو په سوځېدو يې ۱۹۲ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته يې د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ.
انګلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۸م اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو تر لاسه کړ او په ۷ ویکټو يې مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
له دې وړاندې لومړۍ لوبه هم انګلینډ لوبډلې ګټلې وه. Читать дальше...
د کندهار د فوټبال فدراسیون نن شنبه (د کب ۹مه)د فوټبال روزونکیو ته د C لایسنس د ورکړې کورس پیل کړ.
د یاد کورس لپاره د کندهار ولایت څخه ۱۸ کسانو او د نیمروز ولایت څخه ۶ کسانو نوملیکنه کړې ده.
یاد روزنیز پروګرام به د کابل د فدراسیون استاد محمد طاهر رووفي او محمد فیض فیضي لهخوا تدریس شي.
دا کورس به ۱۳ ورځې دوام وکړي.
ارزګان کې په وروستیو کلونو کې د چرګانو د ساتنې فارمونه زیات شوي دي.
دې چارې که یوې خوا دې ولایت کې د چرګانو غوښې زیاتې کړي له بلې خوا یې ځینو کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.
د دې ولایت مرکز د ترینکوټ ښار څخه لېرې په بېدک کاریز سیمه کې ۲۷ کلن داد محمد د چرګانو فارم لري وايي، د ۵ زرو سپینو چرګانو په پالنه بوخت دی:" دا چرګان په دوو میاشتو کې پلورل کېږي، تېر فصل مې ۴ لکه پاکستانۍ کالدارې وګټلې. ارزګان کې مخکې د چرګانو دوه فارمونه وو، اوس یې شمېر تر ۳۰ زیات شوی. "
دی وايي، دې فارم کې ورسره پنځه نور کسان هم په کار بوخت دي. Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ورزشيکلپونو ته د مسلکي جواز ورکولو لړۍ پیل کړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ورزشي کلپونو تخنیکي مدیر توفیق الهي فلاح نن شنبه (د کب ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دا روزنیز پروګرام د اوس لپاره د هرات د لسو غوره کلپونو مسوولانو ته په پام کې نېول شوی.
ښاغلی فلاح وايي، د فوټبال ورزشي کلپونه باید تخنیکي زدهکړې وکړي.
ټاکل شوې چې ډېر ژر د هېواد په پنځو نورو زونونو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه پیل شي.
له ۳۰۰ زیات کسان د متحد ایالاتونو د کانګرس پر ودانۍ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید په قضیه کې تورن پېژندل شوي.
د امریکا مرستیال لوی څارنوال جان کارلین پرون جمعه (د کب ۸مه) خبریالانو ته وویل چې د قانون د تنفیذ ځواکونو لږ تر لږه ۲۸۰ تورن کسان نیولي دي.
کارلین زیاته کړه چې د تورنو کسانو په اړه تحقیقات په بې سارې چټکۍ سره روان دي.
ډېری تورن پر خواله رسنیو د بلواګرو په ډله کې د خپلو ویډیوګانو د خپرولو او هغو پوستونو پر اساس چې دوی خپل دا کار ویاړ بللی، نیول شوي.
د جنوري په شپږمه... Читать дальше...
جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، په تېرو شپږ کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لوړ ظرفیت نړیوال قانع دي او ور څخه ستاینه کوي.
محمد اشرف غني د شنبې (د کب ۹مه) په ورځ د کب د نهمې یا د سرتېري د ملي ورځې په مناسبت دفاع وزارت کې وویل، اوسمهال ترهګرۍ ضد نوي سلنه عملیات افغان ځواکونه په خپله کوي.
ښاغلي غني زیاته کړه: "تاسې (ملي امنیتي ځواکونه) یوازې د افغانستان خپلواکۍ نه ساتئ، بلکې د نړۍ امنیت هم ساتئ او په تاسو ویاړ کوم."
د جمهور رئیس غني په خبره، په تېرو ۱۴۰ کلونو کې له بل هر وخت زیات... Читать дальше...
په کندهار کې د ماهیانو د روزنې شااوخوا ۱۷۱۴ فارمونه جوړ شوي چې د کال شااوخوا شپږ زره اته سوه ټنه غوښه تولیدوي.
خېبر د کندهار ښار په یوه واټ کې په نسبتاً یوه لوی دوکان کې کبان پخوي.
نوموړی چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې کندهار کې ماهیان یا کبان پخوي او پلوري یې وايي چې اوس د پخوا پرتله د ماهیانو د غوښې مینه وال زیات شوي: "ډېری خلک راځي په خاص ډول د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې دومره خلک وي چې دلته پر سړک د موټرانو نوبت نه وي."
په کندهار کې دا مهال د ماهیانو یو من اومه غوښه په ۱۴ سوه افغانۍ پلورل کېږي. Читать дальше...
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې نن شنبه (د کب ۹مه) د ولایتي شورا د غړي عبدالقهار قدیر پر موټر د ماین چاودنه وشوه چې یو ملکي وګړی یې وژلی او ښاغلی قدیر یې ټپي کړی دی.
ویل کېږي چې دا چاودنه د جلال اباد ښار په مال منډوي سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل رسنیو ته په استولو معلوماتو کې تایید کړې ده چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته د یوه ملکي وګړي مړی او عبدالقهار قدیر په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي
عبدالقهار د پخواني جهادي قوماندان حاجي عبدالقدیر زوی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د فبرورۍ پر ۲۶مه له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې.
د فبرورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې جلسې ته په وينا کې د ګوند مشرانو وويل، دا وخت په دېر، باجوړ، وزيرستان، چترال، بونير، کوټه او نورو سيمو کې چې کومې پېښې رامنځته کېږي نو ښکاري داسې چې په پښتنه سيمه کې وسله وال او ترهګر بيا راپورته کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
عبدالرشید دوستم د مارشالۍ نظامي رتبې له اخېستو نږدې یو کال وروسته کابل ته راغلی او وایي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې اوسني نظام ته زیان ورسوي.
د جنبش اسلامي ګوند مشر عبدالرشید دوستم په کابل کې یوې ناستې ته وویل، سوله د ټولو غوښتنه ده، نو ځکه له دې بهير ملاتړ کوي.
خو مارشال دوستم ټېنګار کوي، که د سولې روانې خبرې بریالۍ نهشي، له اوسني نظامه به په کلکه دفاع او ساتنه وکړي: "په سوله کې د ټولو لاس پورته دی، ځکه ټول خلک سوله غواړي. که د سولې بهېر بریالی نهشو ، چا ته اجازه مه ورکوئ چې اوسنی وضعیت خراب کړي. Читать дальше...
نوموړي دا خبرې له هغه څو ساعته وروسته کړې چې د سعوي وژل شوي خبريال جمال خاشقجي پر وژنه د امريکا استخباراتي معلوماتو خپروېدو دغه اوږدمهاله اړيکو ته ضربه رسولې.
عمر داوودزي دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۶مه، په اسلام اباد کې له مشال راډيو ته په یوې ځانګړې مرکې کې وکړې.
د هلمند د رخام د ډبرې فابریکه چې د دغه ولایت په کچه له مهمو فابرېکو شمېرل کېږي دا مهال د خامو موادو له کمښت سره مخ شوې ده.
د رخام ډبرې د فابریکې سرپرست عبدالحکیم مثمر نن شنبې (د کب ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د فابریکې کارکوونکي له ۱۳۸۹ راهیسې د رخام ډبرې کان ته مستقیم لاس رسۍ نه لري چې له امله یې د فابریکې د حجارۍ برخه د خامو موادو له کمښت سره مخ شوې او د ترکاڼۍ لپاره هم تخته له بهره واردېږي.
نوموړي وویل چې د رخام فابریکې اوسني تولیدات بهرني پېرودونکي او بازار نه لري او اوس مهال د حجارۍ لپاره... Читать дальше...
په تاجکستان کې یوه ښځه او خاوند په یوه پېټۍ کې د بې وزلو لپاره وړیا خواړه ږدي. دوی وايي، د ډېرو کسانو مالي ستونزو ته له کتو پس یې دا فیصله وکړه. په تاجکستان کې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا پر مهال د اوړو قیمت زیات شوی دی. ځايي اوسېدونکي وايي، په ډېرو ځایونو کې داسې نورو بکسو ته ضرورت دی. په دې اړه د ازادې اروپا راډیو د تاجکستان څانګې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان د صادراتو لومړۍ محموله په خوست ولایت کې د غلام خان بندر له لارې تاجکستان ته ولېږدول شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن شنبه (د کب ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه لار په دې وروستیو کې د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره پرانېستل شوې ده.
نوموړي وویل چې د پاکستان دغه توکي چې ۳۰ ټنه سبزیجات په کې شامل دي د غلام خان بندر له لارې او له افغانستانه تر ټرانزیټ وروسته د کندز ولایت شیرخان بندر کې تاجکستان ته ولېږدول شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سیمې د هېوادونو ترمنځ د... Читать дальше...
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانس په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه.
بورېس جانس دا خبره تېره شپه له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال وکړه.
د دې خبرو په اړه له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې دي چې د بریتانیا صدراعظم د افغانستان د سولې پروسې، د سولې روانو هڅو لپاره د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي دي چې ښاغلي جانسن په افغانستان کې پر تلپاتې اوربند ټینګار کړی دی.
Спорт в России и мире
Москва
Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Елена Рыбакина рассказала о проблемах на турнире в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте
Путин в России и мире
Москва
Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Продюсера Reuters арестовали за публикацию материалов на YouTube-канале «НавальныйLIVE»
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Рэпер Баста благословил девушку на брак во время своего концерта
Москва
Зачем Россия напоминает о Стамбульских переговорах
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net