123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 02.02.2021

ګردېز کې د پکتیا د ناامنو سیمو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا د نا امنو او لېرې پرتو سیمو زده کوونکو ته چې هلته د ښوونیز بهیر کیفیت ښه نه دی، دوی ته په مرکز ګردېز کې د استوګنې او زده کړو زمینه برابره شوه. د پکتیا وزي ځدراڼ، شواک، ګرده څيړۍ، زرمت، جاني خېل او د ځاځي اریوب ځینې برخې هغه سیمې بلل کېږي چې ښوونیز بهیر په کې د نا امنیو او لازم ظرفیت د نشوالي له کبله کمزوری دی. بل لوري ته د پکتیا د لېرې سیمو زده کوونکي په مرکز ګردېز کې د لیلیې جوړېدو ته خوښ دي او هیله څرګندوي چې دې ځای کې به ممتاز او مستحق زده کوونکي جذب شي. د انور په نوم د زرمت ولسوالۍ... Читать дальше...

سوېډن کمېټه: غزني کې کال ترکاله معلولین زیاتیږي؛ ۲۰۲۰کې له ۱۸ زرو زیات وو

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د سوېډن کمېټه وايي، په دغه ولایت کې کال په کال د معلولینو په شمېر کې زیاتوالی راځي.  د دې کمېټې مسوولین زیاتوي، تېر ۲۰۱۹م او ۲۰۲۰م کلونه په دغه ولایت کې د معلولینو له پاره تر ټولو خطرناک کلونه وو.  د دوی په خبره، یوازې په  ۲۰۲۰م کال کې په دغه ولایت کې تر اتلس زره زیات کسان معلول شوي وو چې زیات شمېر یې د جګړو له امله وو.  په غزني کې د یادې کمېټې مشر محمد یوسف جاوېد ازادي راډیو ته وویل، دغه کسانو کې ښځې، ماشومان، ځوانان او سپین ږیري کسان شامل دي. ښاغلي جاوېد زیاته کړه: "کومو کسانو... Читать дальше...



د افغانستان قضائیه قوه: په اداري فساد ۶ تورنو وزیرانو له ځواب ویلو ډډه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان قضائیه قوې اعلان کړی چې یو شمېر په فساد تورنو وزیرانو محکمې ته له ورتګه او ځواب ورکولو ډډه کړې ده. د دې قوې اداري امر جاوېد رشیدي د سې شنبې (د سلواغې ۱۴مه) په ورځ ملت ته د حساب ورکولو په ناسته کې خبرداری ورکړ، که دغه تورن وزیران محکمې ته حاضر نه شول، په غیاب کې به یې په اړه قانوني پرېکړه وشي. جاوېد رشیدي ملت ته د حساب د ورکولو په ناسته کې که څه هم د کوم ځانګړي کس نوم وانه خېست، خو ويې ویل، تر اوسه په اتو قضیو کې د تورنو وزیرانو له ډلې شپږ تورن محکمې ته نه دي حاضر شوي. ښاغلي رشیدي زیاته کړه... Читать дальше...

اتریش ۹۶ بهرني سکي کوونکي د کرونا بندیزونو له امله قرنطین کړل

Pa.azadiradio.com 

اتریش په یو تازه اقدام کې بهرني سکي لوبغاړي اجباري قرنطین کړل. د نړیوالو ورزشي رسنیو په حواله د اتریش پولیسو ۹۶ بهرني سکي کوونکي د کرونا بندیزونو او مقراراتو له امله قرنطین کړي. دغه کسان به ممکن ۲۱۸۰ ډالره جریمه هم شي. د اتریش دولت دا کار د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف ترسره کړی. اتريش کې د سکي لوبې اترشي وګړو ته اجازه شته خو بهرنیان د سکي حق نه لري.

عمران حیدري د افغانستان لپاره د کال فوټبالر ونومول شو

Pa.azadiradio.com 

عمران حیدري د افغانستان لپاره د کال فوټبالر ونومول شو. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل، د ټرانسفر مارکټ وېب پاڼه چې د لوبغاړو ارزښت او قیمت د دوی د فعالیت پر بنسټ ټاکي، نن د بېلابېلو هېیوادنو لپاره د فوټبال خورا ارزښت لرونکي لوبغاړي وپېژندل. د ښاغلي مشعوف په خبره، د دغو لوبغاړو په منځ کې عمران حیدري د۵۰۰ زره یورو په ارزښت یو له غوره فوټبالرانو وټاکل شو. عمران حیدري د پولنډ د لیخاګدانسک غوره لیګ غړیتوب لري او د ګوتو په شمار لوبغاړو څخه دی چې د اروپا د فوټبال په لوړه کچه لوبېږي.

د تکواندو افغان لوبغاړو ٧ مډالونه ګټلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو افغان لوبغاړو ٧ مډالونه ګټلي دي. د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون د نشراتو مسوول ذبیح الله شهزاد نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د تکواندو د پومسه لوبډلې په نړیوالو لوبو کې تر ګډون وروسته افغانستان ته دغه ویاړ وربښلې. نوموړي وویل چې دغه سیالۍ د نیپال په کوربه توب د ٣٠ هېوادونو د لوبډلو ترمنځ په انلاین ډول ترسره شوې. ښاغلی شېرزاد وایي: "په یادو سیالیو کې مجید قاري زاده د سرو زرو مډال، سید رستم اکبري د سپینو زرو او سید ظریف هاشمي د بُرونزو... Читать дальше...

خوست کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت ۶۸ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت ۶۸ پروژې نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې. د خوست د کرنې او مالدارۍ رئیس حفیظ الله شاه نوري ازادي راډیو ته وویل چې دغو ۶۸ پروژو کې ۱۹ د پیازو او ۴۹ د کچالو زېرمتونونه شامل دي. نوموړي وویل چې له دې لارې به کروندګر وکولای شي خپل راټول کړي حاصلات په کور دننه خوندي او د اړتیا په صورت کې بازار ته وړاندې کړي. د دغو پروژو ټولیز لګښت ۳۷ میلیونه او ۳۸۰ زره او ۱۳۷ افغانۍ ده چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او لس سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ورکوي. ... Читать дальше...



د صنعت او سوداګرۍ وزارت: افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د پانګونې له زیاتېدو خبر ورکوي. دغه وزارت وایې، د سولې دوهم پړاو خبرو سره په هېواد کې پانګونې ته د خصوصي سکټور لېوالتیا زیاته شوې ده. د ياد وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه لړ کې د صنعتي فابرېکو جوړول هم زیات شوي او یوازې په تېر دسمبر میاشت کې د خصوصي سکټور ۱٫۹ میلیارد افغانيو پانګونې سره پنځه فابرېکې جوړې شوي. نوموړي وویل، دغه فابریکې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې جوړې شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت... Читать дальше...

تخار کې د اوبو لوی کانال جوړېږي چې د ۲۱ کلیو د اوبو ستونزې به هواري کړي

Pa.azadiradio.com 

تخار ولایت کې د اوبو پر یو لوی کانال د جوړېدو کار پیل شوی چې تمه ده بشپړېدل به یې د شااوخوا ۲۱ کلیو د اوبو ستونزې هوارې کړي. سیمه ییز خلک هم هغو اوبو ته هیلې لري چې دا کانال به یې د دوی تر کښتونو ورسوي او هم د کانال ایستلو چاره کې ورته د کار فرصت برابر شوي چې سیمه کې شته بې روزګاري کمولی شي. د جوی دراز په نوم دا کانال نژدې ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د ایستلو چارې یې پیل شوي. چارواکي وايي، د کانال ایستلو دې چاره کې څه باندې درې زره کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابرې شوې ده. د تخار د چارواکو... Читать дальше...

روسي پولیسو د الکسي ناوالني ۲۰ پلویان نیولي دي

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې یو شمېر کسان نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) مخکې تردې توقیف شول چې د روسیې د اپوزسیون د مشر الکسي ناوالني په اړه محکمه پریکړه وکړي چې تعلیقي بند یې په تنفیذي بدل کړي او که نه؟  د مسکو ښار په محکمه کې د محاکمې تر پیلیدو مخکې پولیس ځای پرځای شوي، شااوخوا سړکونه یې بند کړي او د محکمې ګردچاپیره له اکثرو پولیسو سره د شورش ضد وسایل دي.  رویټرز اژانس د لږ تر لږه شل کسانو د نیولو خبر ورکوي.  تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په واشنګټن کې (اېن بي.سي) ټلوېزیون ته په... Читать дальше...

پاکستان کې د احمد عمر سعید شیخ د خوشې کېدو امر وشو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې د احمد عمر سعید شیخ د خوشې کېدو امر وکړ. دا کس د امریکایي خبریال دانیال پېرل د سر پرې کېدو په تور تورن و.  سترې محکمې نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) وروسته تر دې پریکړه وکړه چې درې قاضیانو تېره اوونۍ د قضیې تر څېړلو وروسته د سعید شیخ د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. سعید شیخ د ترورېزم ضد محکمې د دانیال پېرل د اختطاف او د سر پرې کولو په تور په اعدام محکوم کړی و.  د پاکستان د محکمې د تېرې اوونۍ د پریکړې په اړه د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي و چې دا د پاکستان... Читать дальше...

پاکستان د کرونا واکسین پیلوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وايي د کرونا د واکسین تطبیق ته پوره چمتو دي. دغه هېواد ته د چین مرسته شوي واکسینونه رسیدلي. نور جزییات په دې راپور کې وګورئ

۲۰۵م اتل قول اردو: کندهار کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان ځواکونو په کندهار کې د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي.  د دوه سوه پنځم اتل قول اردو ویاند خواجه یحیا علوي وایي چې طالبانو په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې پر افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود، نو مخکې تر دې چې دوی حمله وکړي، افغان ځواکونو د دوشنبې په ورځ پر دوی برید وکړ. نوموړی وايي: "دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ دغه ترهګره ډله په نښه کړه چې په پایله کې یې ۲۵ طالبان ووژل شول او درې طالبان ټپیان شول."  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

آنتونی بلېنکن: امریکا به د اوکراین ملاتړ ته ادامه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ژمنه وکړه چې د ولسمشر جوبایډن نوې اداره به په اقتصادي او پوځي برخو کې د اوکراین ملاتړ ته ادامه ورکړي.  بلېنکن پرون دوشنبه(د سلواغې ۱۳مه) د اوکراین له بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا سره په ټیلیفون خبرې وکړې او دا ژمنه یې هم ورکړه چې له روسیې سره به د اوکراین د ختیځ او د کریمیا ټاپو وزمه د اشغال په اړه له ډیپلوماټیکو لارو خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې له اوکراینه وغوښتل چې له اداري فساد سره پیل کړې... Читать дальше...

الکسي ناوالنۍ د مسکو په یوه محکمه کې راڅرګند شو

Pa.azadiradio.com 

د کرملین منتقد الکسي ناوالنۍ نن تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د محکمې په قضايي جلسه کې راڅرګند شو. دا جلسه د تړلو دروازو تر شا وه او رسنیو ته په کې د حضور اجازه نه وه ورکړل شوې. د قضاييه جلسې په درشل کې په مسکو کې امنیتي تدابیر شدید شوي وو، د بلوا ضد پولیس د محکمې د ودانۍ مخې ته پر سړکونو ځای پر ځای شوي وو او چا ته اجازه نه ورکول کېدله چې د محکمې ودانۍ ته نږدې شي. بیا هم د ناوالني ملاتړي پر ځايي وخت د سهار له لسو بجو د محکمې مخې ته راټول شول. د جنورۍ میاشتې له وروستیو په مسکو او د روسیې په نورو ښارونو کې پراخې مظاهرې کېږي. Читать дальше...

"د کونړ پر شلتن پاکستان د توپونو ۵۰ ګولۍ ویشتلي او خلک یې کورونو کې راګېر کړي"

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د کونړ پر شلتن ولسوالۍ د توپونو ۵۰ ګولۍ ویشتلي دي. د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "د تېرې شپې له یوې نېمې بجې راهیسې د ماښام پنځو بجو پورې د پاکستان پوځ د کونړ پر شلتن ولسوالۍ د توپونو ۵۰ ګولۍ راویشتلي چې چاته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی، اوس هم یو یو ډز کوي." والي وايي، د یادو تازه بریدونو په اړه يې مرکزي حکومت ته راپور ورکړی دی. د شلتن اوسیدونکي هم وايي، له تېرې شپې يې بیا پر سيمه د پاکستاني نظامیانو له خوا... Читать дальше...

د افغانستان بانک: د دې بانک یو شمېر پخوانيو مسوولینو خپل پورونه نه دي پرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک د دې بانک یو شمېر پخواني مسوولين تورن کړي چې د کار په لومړیو شپږو میاشتو کې يې د خپلو شخصي استفادو په هدف د پور اندازه دوه برابره کړې او اخېستي پورونه يې لا نه دي خلاص کړي. د دې بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان بانک پخوانی سرپرست واحد نوشېر، د دې بانک پخوانی دوهم مرستیال محمد قسیم رحیمي او د تدارکاتو پخوانی امر اباسین مل هغه کسان دي چې له دې بانکه يې د ځانونو لپاره د جایداد د اخېستو په هدف لسګونه میلیونه افغانۍ پورونه اخېستې دي. خو ښاغلي رحیمي ویلي چې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Стас Пьеха

«В чем угодно, только не в красных стрингах!» Стас Пьеха рассказал о фотосессии на «Фабрике звезд» в шоу «УТРО. ТНТ»





Персональные новости
Владимир Путин

«NetEase»: Владимир Путин не стал жалеть Финляндию за приграничные провокации





عبدالله عبدالله: وروستۍ هدفي وژنې د طالبانو کار دی، خو طالبانو رد کړې

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د سولې د دوهم پړاو خبرو له پیلېدو او په کابل او ولایتونو کې د هدفي وژنو له زیاتېدو وروسته، پر طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې نیوکې مخ په زیاتېدو دي. تازه د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي، د معلوماتو پر بنسټ، د هدفي وژنو تر شا د طالبانو لاس دی هغه خبره چې طالبانو تل رد کړې. ښاغلي عبدالله نن د سې‌شنبې (د سلواغې ۱۴مه) په ورځ د دې شورا د ښځو چارو کمېسیون د پرانېستې په غونډه کې په دې ډول وژنو اندېښنه وښوده. نوموړي وویل: "له بده مرغه معلومات ښيي چې دا کارونه د طالبانو له‌خوا کېږي. Читать дальше...

د واورو لوبه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په ویرجینیا او پلازمینه واشنګتن ډي سي کې خلک تر لومړنۍ درنې واورې وروسته لوبو ته ووتل. یوه لویه د واورو لوبه یا برف جنګي یې وکړه چې لنډکۍ ویډیو یې دلته کتلی شئ.

کابل کې ۴ چاودنو ۲ تنه ووژل؛ د جمعیت اصلاح د رئیس وژنې غبرګونونه وپارول

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د سې شنبې (د سلواغې ۱۴مه) د ورځې څلور چاودنو دوه کسه ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل.  په وژل شوېو کې د افغانستان د جمعیت اصلاح مرکزي شورا رئیس ډاکټر محمد عاطف هم شامل دی.    د نوموړي وژنې د هېواد دننه ګڼ غبرګونونه راوپارول.  د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جمعیت اصلاح شورا پر رئیس برید د افغانستان په عزت او او روښاته راتلونکي برید بللی.  په دې اعلامیه کې د جمهور رئیس له قوله ویل شوي چې طالبان نه شي کولی په دا شان کړنو سره ديني علماء له ترهکرۍ ضد اسلامي او ملي دريځ څخه واړوي. Читать дальше...

غزني کې ناامنیو او هدفي وژنو فعالان او مخور تېښتې ته اړ کړي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې ډېری مدني فعالان، قومي مشران او مخور پر دغه ښار د امنیتي کړۍ د راتنګېدو او ناامنیو له امله د غزني پرېښودو ته اړ شوي.  دوی وايي، له دغه ځایه د ناامنیو او هدفي وژنو له امله د مرکز کابل په ګډون د هېواد نورو سیمو ته کوچېدلي.  د غزني یو تن مدني فعال امین الله بهار  چې اوس کابل کې دی ازادي راډیو ته وویل، اړ شوی چې خپل ښار پرېږدي او کابل ته لاړ شي، ځکه چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وو. بهار وویل: "د ټول غزني ولسونه یې تر یو ډول ذهني فشار لاندې راوستي، په همدې خاطر ډېری مدني فعالان او قومي... Читать дальше...

پاکستان کې د عربۍ ژبې زده کړو لازمي وګرځولو ته کتنه

Mashaalradio.com 

د پاکستان سېنېټ په اکثریت سره یوه قانوني مسوده منظور کړې ده چې له مخه یې په پلازمینه اسلام اباد او ورسره تړلو وفاقي تعليمي ادارو کې د عربۍ ژبې زده کړه لازمي ګرځول شوې ده. خو د تعلیم چارو ځینې پوهان او د حقونو مبارزین وايي چې باید زده کړې په مورنیو ژبو کې ورکړل شي او په پاکستان کې د ابادو قامونو قامي شناخت او تاریخي ژبې له پامه ونه غورځول شي. پر دې موضوع د کرښې پر غاړه کې بحث کوو خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

Спорт в России и мире
Москва

Cуперфинал Кубка России планируют провести в «Лужниках», сообщил источник


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Россиянка Хромачёва вышла в финал турнира WTA в Руане в парном разряде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Подмосковный «ЭкоЛайн» и «Сбер» начали сотрудничество





Путин в России и мире
Москва

Путин: Нынешний разворот России на восток стал возможен благодаря БАМу


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Губернатор Поморья встретился с президентом Беларуси Александром Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

В МИД РФ рассказали, как США отвлекли внимание от нового транша Киеву


Навальный в России и мире
Москва

Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

Баста высказался о музыке Miyagi & Andy Panda



Москва

На пятачке за кинотеатром «Родина» решили возвести многоквартирный дом

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net