راپورونه وايي، چې د هرات په زندان کې یو شمېر بندیانو بلوا کړې ده.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدرفیق شېرزي آزادۍ راډیو ته وویل، حوزوي روغتون ته دوه ټپیان چې یو سرتېری او بل یې بندي دی راوړل شوي.
د زندان یوه امنیتي چارواکي ویلي، بندیانو نن سهار وروسته له هغه بلوا پیل کړه چې امنیتي ځواکونو غوښتل د زندان شل بندیان کابل ته ولېږدوي.
یاد شوي چارواکي دا خبره، د خپل هویت د نه ښودلو په شرط آزادۍ راډیو ته وکړه ځکه له رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه درلوده. دې چارواکي ویلي دي چې بندیانو د بلاکونه دروازې بندې کړي او خپلو کمپلو ته یې اور اچولی دی.
د افغانستان د ملي امنیت رییس وايي، د تروریستي حملو په تور ډېرى نیول شوي کسان طالبان دي.
احمدضیا سراج نن د امنیتي چارواکو په ګډه خبري غونډه کې د ملي امنیت د ځواکونو له خوا د وروستیو عملیاتو په اړه دجزییاتو له ورکولو وروسته وویل، چې ځینې نورې تروریستي ډلې هم په افغانستان کې فعالیت کوي خو د ده په وینا تر ټولو زیات نیول شوي تروریستان طالبان دي.
هغه زياتوي: "په دې ارقامو کې چې ما درکړل ډېری طالبان دي. طالبان ځکه پکې زیات دي چې تقریبآ په سلو کې په ۹۸- ۹۹ پېښو کې د طالبانو لاس دی."
په ګډه امنیتي... Читать дальше...
د امریکا په سنا کې د پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ دوهمه استیضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې او تمه ده، چې د تېرو ورځو د بحثونو په اړه وروستۍ نتیجه نن اعلان شي.
تمه ده چې په دې پسې احتمالاً د پخواني ولسمشر د محکومیت یا برائت لپاره رایې واخیستل شي.
د ټرمپ مدافع وکیلانو پرون خپله وروستۍ دفاعیه واوروله.
یوه مدافع وکیل بروس کاسټور وویل د ټرمپ د محکومولو لپاره کافي اسناد نه شته.
هغه زياتوي: "په هغو اسنادو کې چې د استازو جرګې د استیضاح د مادې لپاره وړاندې کړي دي، هېڅ شواهد نه شته. نو موږ دلته د څه لپاره راغلي یو؟ سیاست! Читать дальше...
د متحدوایالتونو په کانګرس کې د دواړو ګوندونو د استازو په ګډون یوې ډلې د ولسمشر جوبایډن له ادارې غوښتي دي، چې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت په ختیځه او مرکزي اروپا کې د انرژۍ په پروژو کې د پانګونو لپاره د مخکینۍ ادارې ژمنه عملي کړي.
د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې موافقه کړې وه، چې په دې برخه کې به تر یو میلیارد ډالرو پورې پانګونه کوي.
په تېره ډسمبر میاشت کې په دې برخه کې د لومړني اقدام په توګه د درې سوه میلیون ډالرو لګښت تصویب شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا کانګرس په دې سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ د مخنيوي هڅه کوي.
په میانمار کې د پوځي کودتا پرضد نن د اتمې پرله پسې ورځې لپاره یوځل بیا په څو ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې.
دا مظاهرې داسې مهال پراخېږي، چې د میانمار یا پخوانۍ برما د منتخبې مشرې آونګ سان سوچي نیولو د پوځي واکمنۍ ضد مخالفین ډېر په غوسه کړي دي.
د جنوب ختیځې آسیا په دې هېواد کې له پرونیو پراخو اعتراضونو وروسته نن بیاهم زرګونه کسانو په لوی تجارتي ښار ینګون کې لاریون وکړ.
د پلازمېنې نای پیتاو، دوهم لوی ښار مندالای او نورو ښارونو په واټونو کې هم معترضان د لاریون لپاره راوتلي وو.
له بلې خوا د ملګروملتونو... Читать дальше...
چارواکي وايي، د تېلو او ګازو لسګونه ټانکرې یو په بل پسې چاودلي.
د هرات والي سید وحید قتالي وايي، د اور د مهارولو لپاره یې له ایراني چارواکو مرسته غوښتې.
نور په ويډيو کې:
خو د اقتصادي چارو تجزیه کاران بیا وايي، د پاکستان اقتصاد د دې توان نه لري چې په لکونو ملازمینو په تنخاګانو کې زیاتوالې وکړي ځکه چې دا اربونو روپو ته رسي نو په داسې حالاتو کې به یا حکومت د سېټېټ بنک یا نورو بنکونو پور اخلي او د دې له دې وجه به ګراني هم سیوا کېږي.
د قبایلي سیمو سره تړاو لرونکي فعالان او سیاستوال وايي، ټولو ګوندونو له پکار دي چې د سېنېټ لپاره د ټکټونو د ورکولو پر مهال قبایلي ضلعې په پام کې ونیسي.
په سروې خپرونه کې له پېښوره ناهید جهانګیر مېلمنه ده. ناهید یوه خبریاله ده او نن سبا د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې اسسټنټ میډیا مینېجره ده. هغې په دې وروستیو کې د پاکستان پریس فاونډیشن په تحقیقاتی رپورټنګ کې په ټول ملک کې لومړی مقام حاصل کړی دی. له ناهید سره ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
د مېرمنو دغه ټولنه وايي، چې په ۲۰۲۰ز کال کې د هېواد په ۲۵ ضلعو کې پر ښځو د تشدد ۲۲۹۷ پیښې ثبت شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، طالبان مذاکرات نه بلکې مطلق واک غواړي.
په داسې حال کې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني خبرې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، طالبان مذاکرات نه غواړي.
حمد الله محب د شنبې په ورځ د امنیت شورا له اونیزې غونډې وروسته د امنیتي سکتور له مسئولینو سره په ګډه خبري ناست کې وویل، طالبان له چاسره مشارکت ته چمتو نه دي، بلکې مطلق واک غواړي.
محب وویل: "طالبان نه غواړي، چې مذاکرات وکړي، هغه اطلاعات او معلومات چې لرو یې، هغه دا... Читать дальше...
په چين کې د دې هېواد نوی کال د ۲۰۲۱ز کال د فېبرورۍ پر ۱۲مه پيل شو خو د نوي کال يا سپرلي مېلې لمانځغونډې د فېبرورۍ په ۱۱مه په ژوندۍ بڼه پر ټېليويژن او ټولنيزو رسنيو څه باندې يو ارب او ۲۷ کروړه خلکو وليدې. بلخوا د مېلې ژوندۍ خپرونه او ځينې ويډيويې ټوټې يې په ټولو رسنيو کې څه کم پينځه اربه ځله کتل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په چين کې رامنځته شوي کورونا وايرس په لکونه خلک وژلي او د وبا د مخنيوي په خاطر د ټولبند له کبله د ډېری خلکو کاروبارونه ولاړ دي.
شاعران او لیکوالان وایي، د ټپې د پېل وخت نه دی مالوم، خو پکې د ژوند د هر مسلې او هر دور عکس لیدل کېږي.
د ارزګان والي وايي، وسله والو طالبانو د بين الافغاني خبرو د پیل سره سم پلان درلود چې ارزګان ته سقوط ورکړي خو افغان ځواکونو يې دغه پلان په بشپړ ډول شنډ کړی دی.
والي دغه خبري نن د يوې ولسي غونډې پرمهال وکړې.
نور حال په راپور کې وګورئ:
د افغانستان لوړو زده کړو وزارت وایي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د لوړو زده کړو برخه کې د ښځو شمېر ۵۰ سلنې ته ورسېږي.
د افغانستان لوړو زده کړو وزارت وايي، د خپل نوي میکانیزم پر بنسټ به تر راتلونکو پنځو کلونو به د لوړو زده کړو په برخه کې د ښځو شمېر له دېرش سلنې پنځوس سلنې ته لوړ کړي.
د دې وزارت وزیر عباس بصیر د شنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل: "موږ په اوسنيو شرایطو کې په دولتي پوهنتونونو کې ۳۰ سلنه او خصوصي پوهنتونونو کې ۲۵ سلنه محصلینې لرو. په ټوله کې ۱۵ سلنه استادانې لرو... Читать дальше...
د هرات د اسلام قلعه په ګمرک کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له املهد شاوخوا ۱۷ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.
د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي، دا لومړني معلوماتو دي او ممکن دغه شمېر کې زیاتوالی راشي.
په ورته وخت کې ددې ولایت والي وحید احمد قتالي وايي چې د دې اورلګېدنې د کابو کېدو لپاره پياوړي اقدامات شوي او دغه هڅې به لا ګړندۍ شي.
د هرات والي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د اور د کابو کېدو لپاره شاخوا ۹ جدي اقدامات ترسره شوي او د دغه اقداماتو په ترسره کېدو سره به رامنځته شوی اور تر ډېره کابو شي. Читать дальше...
په دې غونډه کې د ننګرهار والي د مخکيني امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي د تر سره کړيو هڅو ستاينه وکړه او نوي امنیه قوماندان ته یې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو، د قانون حاکمیت، د فساد د مخنیوي او مسلکي چلند سپارښتنې وکړې.
د خارجه چارو وزارت ویاند ذاهد حفیظ د فبرورۍ پر ۱۲مه، په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډه ته وویل، د اېف اې ټي اېف لخوا پاکستان ته په ورکړل شوي پلان کې یې په ۲۷ کې ۲۱ کارونه سر ته رسولي دي او پر نورو شپږو خبرو هم کار روان دی.
د امریکا د متحدو ایالاتونو په کانګرس کې د دواړو ګوندونو د استازو په ګډون یوې ډلې د ولسمشر جوبایډن له ادارې غوښتي چې د درې سوه میلیونو ډالرو په ارزښت په ختیځه او مرکزي اروپا کې د انرژۍ په پروژو کې د پانګونو په برخه کې د مخکینۍ ادارې ژمنه عملي کړي.
د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې موافقه کړې وه چې دې برخه کې به تر یو میلیارد ډالرو پورې پانګونه کوي.
په تېره ډسمبر میاشت کې په دې برخه کې د لومړني اقدام په توګه د درې سوه میلیون ډالرو لګښت تصویب شو.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس دې سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ د مخنيوي هڅه کوي.
د امریکا په کانګرس کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوهمه استضاحیه محاکمه وروستیو پړاوونو ته نژدې شوې او تمه ده چې د وروستیو بحثونو په اړه وروستۍ نتیجه نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) اعلان شي.
په دې پسې به احتمالاً د پخواني ولسمشر د محکومولو یا برائت ورکولو لپاره رایې واخېستل شي.
د ټرمپ مدافع وکیلانو پرون- جمعه خپله وروستۍ دفاعیه واوروله او د دې لپاره یې له خپلو ټاکلو شپاړلس ساعتونو یوازې درې ساعتونه وکارول.
ټرمپ تورن دی چې په یوه وینا کې یې خپل پلویان د فبروري په شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ یرغل ته هڅولي دي. Читать дальше...
ټاکل شوې چې د پاکستان او افریقا کرکټ لوبډلې نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) دوهمه شل اوورېزه لوبه ترسره کړي.
د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ د نړيوالو شل اوورېزو لوبو لړۍ تېره پنجشنبه پيل شوې ده.
د دې لوبو لومړی یې پاکستان ګټلې ده.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوورېزه لوبه نن په لاهور کې ترسره شي.
په لومړۍ لوبه کې سويلي افريقا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
پاکستان په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١۶٩ منډې وکړې.
سویلي افریقا لوبډلې ټاکل شوی... Читать дальше...
د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د سولې په نوم د والیبال د پیل شوي ټورنمېنټ پیل شوې لوبې نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) د نرنګ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو د پای لوبې په مراسمو کې د والیبال سلګونو مینه والو ګډون کړی وو.
د کونړ ورزشي امریت د والیبال فدراسیون مشر محمد شعیب حماد وایي، له دې لوبو څخه یې موخه د ۱۹ کلنو او ولایتي منتخبې لوبډلو لپاره د پیاوړو لوبغاړو ټاکل وو.
حماد وایي، ولایتي منتخبې لوبډلې لپاره به له ټولو لوبډلو په شرایطو برابر لوبغاړي وټاکل شي.
دغه سیالۍ څو ورځې وړاندې... Читать дальше...
په کندهار ولایت کې د 'AFC' فوټسال روزنېز کورس پای ته ورسېده.
د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) ازادي راډيو ته وویل چې د فوټسال د روزنې ټولګی چې په کندهار کې د روزونکو د ظرفیتونو د لوړاوي په موخه پيل شوی و، نن پای ته ورسېد.
په دغه ټولګي کې د کندهار ولایت د فوټسال ۲۶ روزونکو ګډون کړی وو چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښوونکي او د فوټسال د ملي لوبډلې د مشر روزونکي عبدالرزاق ممرک نه یې د فوټسال په برخه کې نوي قوانین او تخنیکونه زده کړل.
دغه ټولګي شپږ ورځې دوام وکړ او... Читать дальше...
کابل راډیو په ۱۹۲۵، د پېښور راډیو په ۱۹۳۵ او د کوټې راډیو په ۱۹۵۶کلونو کې خپلې لومړنۍ خپرونې شروع کړې وې.
په کندهار او کونړ کې په بمي چاودنو کې پنځه پولیس وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې دولس تنه پولیس نن شنبه (د سلواغې ۲۵مه) سهار په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هاموې موټر کې د ځای پرځای شوېو چاودېدونکو موادو په چاودنه کې ټپیان شول.
وسله والو طالبانو یې پړه منلې ده.
بل خوا د کونړ د ولایتي شورا یوه غړي محمد ساپي ویلي چې تېره شپه په چپې درې ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې پنځه پولیس وژل شوي دي.
وړمه ورځ هم د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Арина Соболенко
Арина Соболенко призналась в том, что не любит женский теннис
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Валиева — о замужестве: подожду пока что, права хочу получить, сдать экзамены
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net