ارزګان کې د روانې جګړې زیانونه
په ارزګان ولایت کې روانې جګړې یو شمېر کورونه ویجاړ کړي او ګڼ شمېر خلکو ته یې زیانونه اړولي دي. په اړه یې دا انځوریز راپور وګورئ:
په ارزګان ولایت کې روانې جګړې یو شمېر کورونه ویجاړ کړي او ګڼ شمېر خلکو ته یې زیانونه اړولي دي. په اړه یې دا انځوریز راپور وګورئ:
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال وايي، د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د هوکړې ګټه دا وه چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ یې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړه. عزیز الله دین محمد ازادي راډیو سره د دوحې هوکړې د یو کلنۍ په ورځ ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دا هم وویل چې د ملي مصالحې د عالي شورا د مرستیال په توګه دی هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له ټولو جزئیاتو نه دی خبر. ښاغلي دین محمد دا هم وايي چې د امریکا د نوي حکومت له خوا به د دغه هوکړې په بیا کتنه کې هم ډېر بدلون رانه شي. Читать дальше...
د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د التحریر ګوند له عدلیې وزارت سره ثبت او راجستر نه دی او دولت یې په رسمیت نه پیژني، خو دغه ګوند بیا د افغانستان په قوانینو نیوکې کړي دي. ښاغلي صالح د یکشنبې په سهار په خپل فېسبوک پاڼې کې ولیکل، تر کومه چې دغه ګوند ثبت نه شي د تبلیغ او غونډېدو او فعالیت حق نه لري . نوموړي وویل چې د دغه ګوند یو شمېر فعالان له ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې لري. ښاغلي صالح لیکلي چې په نږدې راتلونکي کې د دغې لړۍ له فعالينو سره د حقوقي او قانوني چلند د څرنګوالي... Читать дальше...
سوداګر او کاروباریان د کندهار د صنعتي پارک د وچې میوې په یوه لوی سرای کې د انځرو پیر او پلور کوي. انځر د کندهار مشهوره وچه مېوه ده چې د خوند او کيفيت له اړخه یې د افغانستان په نورو ولایتونو کې ساری نشته. شاوليکوټ د کندهار هغه ولسوالي ده چې د نورو ولسواليو پرتله د انځرو ډېر باغونه لري. د دې ولسوالۍ د چنارتو د سيمې د اوسیدونکي خدای رحیم په بڼ کې د انځرو سلګونه ونې دي چې سږ یې هرې ونې د پخوا پرتله دوه برابره انځر کړي. خدای رحیم وايي، د انځرو د حاصلاتو د ښه والي عمده لامل موسمي بارانونه او د زراعتي افتونو نشتوالى یادوي... Читать дальше...
په غزني کې ځیني پولیس سرتیري شکایت کوي چې له تېرو اووه میاشتو څخه یې معاشونه نه دي ورکول شوي. د دوی په خبره، ان د څو میاشتو معاشونه یې سوځېدلي هم دي. دغه پولیس وايي، په وار- وار یې له چارواکو سره تماسونه هم نیولي دي. غزني هغه ولایت دی چې دلته پولیس په سختو جګړو بوخت دي. دغه پولیس وايي، له خپلو مخالفینو سره په لوړ مورال جنګېږي، خو له بده مرغه چې چارواکي یې دغه مورال کمزوری کوي. دوی وايي، له دومره جګړو او سختیو ګاللو پرته یې هم معاشونه پر وخت نه ورکول کېږي چې دا هم د دوی او د دوی د کورنیو یوه لویه اړتیا ده. Читать дальше...
د بلوچستان په چمن کې د عوامي نیشنل ګوند د یوه سیاستوال اسد خان اڅکزي مړی خاورو ته وسپارل شو. د فبرورۍ پر ۲۸مه د نوموړي جنازې ته د نورو ګوندونو سیاستوالان هم ورغلي ول. اڅکزی د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې تښتول شوی وو او د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر ۲۷مه یې له کوټې سره نېږدې مړی وموندل شو. د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د نوموړي د تښتونې او وژنې په تور یې دوه کسان نیولي. د صوبې اعلا وزیر جام کمال ویلي، د اڅکزي د تښتونې او وژنې پوره پلټنې کوي او ککړو کسانو ته به هرو مرو سزا ورکوي. ویډیويي رپورټ.
اسرائیل وايي، ډېر احتمال لري چې ایران به د هغې چاودنې تر شا وي چې دې اوونۍ کې د عمان په خلیج کې د اسرائیلو په یوې بار وړونکې بېړۍ وشوه. دا خبره د اسرائیلو د دفاع وزیر بیني کانټز کړې ده. د 'اېم.وي. هیلیوس رای' په نوم دا بیړۍ د سعودي له دمام بندره سینګاپور ته روانه وه چې د فبروۍ په ۲۵مه پرې چاودنه وشوه. د اسرائیلو دفاع وزیر بیني ګانټز د کان په نوم د دې هېواد یوې ټلوېزیوني شبکې ته مرکه کې ویلي، ایران ته نژدې د دې بیړۍ موقعیت دا باور پیاوړی کوي چې ایران د دې چاودنې تر شا لاس لري، خو په وینا یې تر اوسه د دې موضوع تایید ته اړتیا ده. Читать дальше...
د خوست ولایت چارواکي او اوسېدونکي وايي، ولس د سوکاله ژوند لپاره د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې ستايي او ملاتړ یې کوي. د فبرورۍ پر ۲۷مه چې د افغانستان د کب میاشتې له نهمې سره سمون خوري، د افغان ملي ځواکونو د ورځې په توګه ولمانځل شوه. د لمانځغونډې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
ترکیې او ایران د یو بل سفیران ور احضار کړي دي. د ترکیې دولتي اژانس راپور ورکړی چې د بهرنیو چارو وزیر محمود چاوش اغلو د ایران سفیر محمد فرازمند ور غوښتی او له هغه یې غوښتي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ترکيې تر څنګ ودریږي. هاخوا ایران هم د ترکیې سفیر ور غوښتی او خپل اعتراض یې د ترکي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون ور اورولی چې ویلي یې و زرګونه د 'پي.کې.کې' د کردانو کارګر ګوند غړي په ایران کې حضور لري. دا ګوند د ترکیې له خوا یو ترهګر ګوند بلل شوی چې وخت پر وخت یې په عراق او سیمه کې پر سنګرونو عملیات هم ورته کوي. Читать дальше...
د خیبرپښتونخوا د عامې روغتيا څانګې يو افسر ډاکتر اکرام الله د فبرورۍ پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې دوی تر اوسه د دې صوبې يو اوسېدونکي ته د کووېډ ۱۹ د نوې برېتانوۍ بڼې لګېدو رپورټ نه دی ترلاسه کړی.
د برما پولیسو نن یکشنبه(د کب ۱۰مه) پر مظاهره چیانو ډزې کړي، اووه کسان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي. رویټرز اژانس راپور ورکړی پولیسو وروسته له هغه په مظاهره چیانو مخامخ ډزې کړي چې صوتي بمونو، اوښکو بهوونکو ګازونو او هوايي ډزو د هغوی د خورولو لپاره کار ورنه کړ. په مرکزي ښار یانګون او ځینو نورو ښارونو کې د پولیسو له خوا دا زور زیاتی او په نتیجه کې یې د خلکو مرګ ژوبله تر ټولو خونړۍ او بې سارې بلل شوې ده. خلک له څو اوونیو راهیسې د پوځي کودتا په غبرګون مظاهرې کوي او هر وار د امنیتي ځواکونو له تُند عکس العمل سره مخ کېږي. Читать дальше...
د غزني چارواکي وايي، یوې چاودنې نن یکشنبه (د کب ۱۰مه) یو کس وژلی او ۷ نور یې ټپیان کړي دي. د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، چادونه نن تر غرمې وروسته د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په کلا سبز سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړه چې د سړک غاړې دې ماین چاودنه کې وژل شوی کس ملکي وګړی دی او د ۷ ټپيانو په منځ کې دوه پوځیان او پاتې نور ملکیان دي. جمعه زاده وویل، ښايي د مرګ ژوبلو شمېر ځکه لوړ لاړ شي چې شااوخوا د کورونو او ودانیو ښېښې ماتې شوي دي. د پېښې پړه لا تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
د افغانستان د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د زرغونتیا اوونۍ تر سرلیک لاندې د زنینتي بوټو او نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو.
د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان ویاند اسد خان اڅکزي د وژنې پر ضد نن یکشنبه (د کب ۱۰) د کوټې په ګډون په زیاتره پښتون مېشتو ښارونو کې کاربندیز اعلان شوی دی. عوامي نېشنل ګوند د خپل دې مخکښ د وژل کېدو پر ضد د ننني کاربندیز تر څنګ د درې ورځني ویر اعلان هم کړی دی. د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان وياند اسد خان اڅکزي مړی د فبرورۍ پر ۲۷مه وموندل شو. نوموړی د ۲۰۲۰میلادي کال په سېپټمبر کې له کچلاک سره نېږدې تښتول شوی و. د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان مشرانو د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د کوټې... Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په یو کتابي نندارتون کې د پښتو دومره کتابونه پلورل شوي چې کتاب پلورونکي او عام خلک یې پر ټولنیزو رسنیو په اړه خوښي څرګندوي.
طالبانو له امریکا سره د کب يا حوت د لسمې د فبرورۍ د ۲۹ مې هوکړې د لومړۍ کلیزې په مناسبت اعلامیه کې ویلي چې د ځیني عملي نیمګړتیاوو سره-سره هوکړه مثبت لوري ته روانه ده، هغه هوکړه چې د افغانستان شورا ډېر مؤثره نه ګڼي. د طالبانو له لوري د یکشنبې(د کب ۱۰مه) په ورځ په خپره شوې، اعلامیه کې راغلي چې د توافقنامې د عملي کېدو په وسیله باید د وضعیت د ښه والي لپاره کار وشي. د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر اخند هم د هوکړې د لومړۍ کلیزې په مناسبت رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي: "د... Читать дальше...
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پر مرستو د څار ادارې په خپل نوي راپور کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د مرسته شوېو پیسو په لګښت نیوکه کړې. سیګار د دې مرستو شمېر ۷٫۸ میلیارډ ډالر ښودلی چې د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۹ میلادي کلونو د امريکا د ۱۰۹.۲۴ ميلياردو ډالرو مرستو له ډلې دي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره شوي دي. دا پیسې د امریکا د دفاع وزارت، د امریکا پراختیايي ادارې، د امريکا بهرنۍ خصوصي پانګونې شرکت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا تمویل شوي. سیګار په دې راپور کې چې د امریکا... Читать дальше...
ټاکل شوې افغان او زیمبابوې کرکټ ملې لوبډلې راتلونکې مارچ میاشت کې د دوو ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړي. لومړۍ ټېسټ لوبه د مارچ په دوهمه او دوهمه ټېسټ لوبه بیا د مارچ په لسمه نېټه پيلیږي. د تېرې شپې په لوبه کې لومړی زیمبابوې توپ وهنه وکړه چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۵۰۵ منډې وکړې او له هغه وروسته یې افغان ملې لوبډلې ته د توپ وهنې وار ورکړ. د زیمبابوې لپاره کاسوزا ۱۲۹، ویلمس ۸۶، رضا ۷۴ او بورل بیا ۶۵ منډې جوړې کړې. کله چې افغان لوبډلې توپ وهنه پيل کړه، نو د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۷۱... Читать дальше...
د امریکا نوې ادارې ویلي چې له طالبانو سره د ۲۰۲۰م کال د فبروري ۲۹ تړون ارزوي او ګوري چې طالبان څومره په خپلو ژمنو ولاړ دي.
په لوګر ولایت کې دفوټبال د 'ډي' درجې روزنیز کورس پیل شو. د فوټبال فدراسیون روزونکي وحیدالله واحدي نن یکشنبه (د کب ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه صنف نوېو روزونکو ته د زده کړې او پوهاوي لوړولو په هدف جوړ شوی. نوموړي وویل چې دغه پروګرام چې نن پیل شوی شپږ ورځې به دوام وکړي. د ښاغلي واحدي په وینا په یاد روزنیز پروګرام کې به ٢٤ روزونکي کې عملي او نظري زده کړې وويني. ټاکل شوې چې د دغه پروګرام په پای کې غوره روزونکي د اسیا 'سي' کټګورۍ ته هم ور وپېژندل شي.
ټاکل شوې چې افغان سوک وهونکی قیس خادمي نن (یکشنبه-د کب ۱۰مه) شپه له خپل بریتانوي سیال سره په لندن کې د سیالۍ ډګر ته ولاړ شي. د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون رئیس شکیب ستاري نن ازادي راډیو ته وویل چې خادمي د نړۍ د سوک وهنې سازمان یو له اتلو لوبغاړو شمېرل کېږي چې تر اوسه يې اته لوبې ګټلې دي. ښاغلی ستاري وایې، دغه افغان لوبغاړی خپل بریتانوي سيال اعجاز احمد سره چې د 'ای،اېف.بي' کمربند لري او د ٧ لوبو ګټونکی دی، مخ کېږي. د نوموړي په وینا یاده لوبه افغان لوبغاړي خادمي ته برخلیک ټاکونکی ده او که... Читать дальше...
په جوزجان کې د ۲۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ پرمختیایې پروژو کار بشپړ شو. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن یکشنبه (د کب ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغو پراختیایي پروژو په پلي کېدو سره سلګونو تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده. نوموړي وویل چې دې پروژو کې د ۶.۴۵ کیلومتره ښاري برېښنا د شبکې غځول، ۴.۱ کیلومتره د اوبو رسولو یوه شبکه، ۲۶ د اوبو ویشونکي، د څښاک د اوبو ۷ څاه ګانو کیندل شامل دي. دغه وزارت وایې، له دغو پروژو ۴۳۲۸ کورنۍ برخمنې شوي. نوموړي همدارنګه وویل... Читать дальше...
دا پرمختګ به د هېواد د واکسین کمپاین ګړندي کولو کې مرسته کوي او هيله ښودل کېږي چې په ټوله نړۍ کې به دا واکسين اضافي خوراک منظوري هم ترلاسه کړي.
د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ګلفوډ نندارتون د څه باندې ۱۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د تړونونو په ترلاسه کولو پای ته ورسېد. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د کب ۱۰مه) ازادي راډیو ته وويل چې د تړونونو ډېره برخه له هندوستان سره دي چې ټولیزارزښت یې ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي. په دغو تړونونو کې د څه باندې ۱۰۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د وچې مېوې، د څه باندې ۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت مغزيات، د څه باندې ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي او دغه شان د تازه مېوو او... Читать дальше...
یما سعیدي د جرمني د سوک وهنې د اتلولۍ کمربند ترلاسه کړ. دغه افغاني الاصله سوک وهونکي بېګا په لسو رونډونو کې خپل سیال تومي زیلنتون مات کړ. سعیدي تر بریا وروسته په خپله فیسبوک پاڼه دا پیغام خپور کړ: "شکر خپله لوبه مې وګټله. د جرمني نړیواله اتلولي مې د بې ډې بې په سازمان کې ترلاسه کړه. ډېره هیجاني لوبه وه. لس رونډه لوبه مې وکړه. ډېر ښه سیال مې درلود. یوه نړۍ مننه ستاسو له دعاوو او له دې چې تل زما ملاتړ کوئ. بیا مو وکولای شوای چې د افغانستان بیرغ اوچت کړو او بریالي شو." دا د سعیدي شلمه مسلکي لوبه وه. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.