123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 25.02.2021

سرپل کې یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

په سرپل ولایت کې د ۵۰ ملیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.  د سرپل والي قربانمراد وویل، دغه جمانزیوم په ۱۹۵۰ متره مربع ځمکه کې په عصري ډول جوړ شوی چې په یو وار د ۱،۵۰۰ نندارچیانو ځای لري. دغه جمنازیوم د جمهوري ریاست د ملي پراختیا برنامې له لوري جوړ شوی.

د اسیا ملتونو جام کې د افغانستان فوټبال ملي ټیم درېیو لوبو وختونه تغییر شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم درېیو لوبو وختونه د کرونا ویروس د ګواښونو له امله تغییر شول. د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې د اسیا فوټبال کنفدراسیون د پرېکړې له مخې د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبېدا انتخاب شاته ولوېد. د ښاغلي مشعوف په خبره دغه سیالۍ به د مارچ میاشت کې نه، بلکې د جون په میاشت کې د (اې) ډلې په یوه هېواد کې وشي. د (اې) ډلې اسیا ملتونو جام ۲۰۲۳ کال کې کېږي چې د قطر، عمان، افغانستان، هند او بنګله‌دېش لوبډلې شاملې دي.

ګلزمان ته د 'پښتو موسیقۍ بابا' او صفدر توکلي ته د 'سلطان دنبوره' لقبونه ورکړل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پښتو ژبې مشهور سندرغاړي استاد ګلزمان ته د "پښتو موسیقۍ د بابا" او د هزاره توکم سندرغاړي صفدر توکلي ته د "سلطان دنبوره" لقبونه ورکړل. دغه وزارت وايي چې له دغه کار یې موخه د هېواد له تجربه لرونکو او پخواني سندرغاړو ملاتړ دی. د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۷» د وزارت له لوري په دې مناسبت يوه ناسته هم جوړه شوې وه چې له سندرغاړو د ملاتړ په هدف اتو سندرغاړو او د موسیقۍ هنرمندانو ته د استادي لقبونه هم ورکړل شول. ګلزمان او صفدر توکلي د افغانستان د موسيقۍ نوم‌وتي... Читать дальше...



نامعلومو وسله‌والو د غزني ولایت مقام د جلساتو مدیر وواژه

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت یو چارواکی نن په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.  د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ولایت د جلساتو مدیر محمد موسی اخلاقي نن ماسپښین د غزني ښار اړوند د امیر محمد خان کلا سیمه کې ووژل شو. ویاند زیاتوي چې پر اخلاقي او زوی یې د بې‌غږه تومانچې ډزې شوي. ښاغلی جمعه‌زاده زیاتوي: "ناپېژانده وسله‌والو د غزني ولایت د مقام د غونډو تنظیموونکی مدیر ښاغلی محمد موسی خان اخلاقي د بې‌غږه تومانچې په ډزو شهید کړی دی او په پېښه کې د هغه زوی ټپي شوی دی."  له دې... Читать дальше...

د جانسن انډ جانس کمپنۍ کرونا ویروس ضد واکسین د تأیید په درشل کې دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د روغتیايي قوانینو اداره وايي، د کرونا ویروس پر ضد د جانسن انډ جانسن کمپنۍ له‌خوا جوړ شوی واکسین د تأیید په درشل کې دی.  د امریکا د خوړو او درملو د قوانینو اداره وايي، دا واکسین چې یوازې یو دوز ورکول کېږي د کرونا د مقاومو بڼو پر وړاندې وجود خوندي کوي.  تمه ده چې د روغتیا متخصصان به د جانسن انډ جانسن د واکسین د اغېزو د څرنګوالي په اړه د اوونۍ په پای کې خبرې وکړي.  امریکایي ساینسپوهانو پرون تأیید کړه چې د درمل جوړولو د دې شرکت واکسین خوندي دی او د کرونا د عادي او مقاومې بڼې پر وړاندې... Читать дальше...

فېس‌بوک د میانمار د پوځ ټول اړوند حسابونه بند کړل

Pa.azadiradio.com 

فېس‌بوک د میانمار د پوځ ټول اړوند حسابونه بند کړي او د دې کار علت‌یې د کودتا ضد معترضانو پر وړاندې د پوځ ځپونکي اقدامات یاد کړي.  په میانمار، پخوانۍ برما کې کړکېچ وروسته له هغه پیل شو چې پوځ د فبرورۍ په لومړۍ نېټه کودتا وکړه او د حکومت مشره انګ سان سوچي او د هغې د ګوند د مشرتابه ډېری غړي یې ونیول.  د فېس‌بوک د دې اقدام په اساس د میانمار د پوځ ټول اړوند حسابونه هم پر فېس‌بوک او هم پر انستاګرام له اوسه بند شوي. د فېس‌بوک ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې د میانمار د کودتا له پیله ټول جریانات چې مرګونی... Читать дальше...

د ارمنستان صدراعظم او پوځ تقابل؛ پاشینیان خلکو ته د کرارۍ سپارښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان صدراعظم وروسته له دې چې پوځ‌یې په کودتا تورن کړ، خلکو ته د کرارۍ سپارښتنه وکړه. نیکول پاشینیان نن وروسته له دې چې پوځ د ده د استعفا غوښتنه وکړه د خپلو پلویانو په ملګرتیا د پلازمېنې ایروان واټونو ته ووت. هغه له سرتېرو وغوښتل چې خپلو دندو ته دوام ورکړي او د هېواد ساتنه وکړي.  پاشینیان د ایروان په جمهوریت چوک کې شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته په وینا کې وویل چې ارمنان به پوځ ته اجازه ورنه‌کړي چې پر هېواد واک وچلوي.  د ارمنستان د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د معلوماتو څانګې نن په یوه بیان... Читать дальше...

تندر قول اردو: غزني کې ۳۲ وسله‌وال طالبان ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

ملي اردو په غزني ولایت کې پر طالبانو د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د دې ډلې د ۴۲ وسله‌والو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.  د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند نن رسنیو ته په یوه استولي بیان کې وویل: "د ګډو امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې ۳۲ تنه طالبان وژل شوي او ۱۰ نور یې ټپیان شوي. همدراز له چاودېدونکو موادو ډک یو موټر چې د برید لپاره چمتو شوی و او یوه اندازه وسلې او مهمات‌یې له‌منځه وړل شوي."  ښاغلی مومند زیاتوي چې په دې جګړه کې درې افغان سرتېري هم ټپيان شوي.  طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.



د پوځ ویاند څرګندونو ته د ورکو بلوڅانو کورنیو غبرګون

Mashaalradio.com 

د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴ مه په راولپنډۍ کې د بهرنۍ ميډيا له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د ورکو کسانو په اړه د حکومت تحقیقاتي کميشن د ۶۰۰۰ زره کسانو نومونه ترلاسه کړي ول چې پکې د ۴۰۰ زرو مقدمې حل شوې او د پاته نورو هغو به ډېر ژر حل شي.

د افغانستان روغتیا وزارت ۱۰ زره دوزه کرونا ضد واکسین دولتي چارواکو ته ورکوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د نړۍ کم شمېر هېوادونه د کرونا ویروس د له‌منځه وړلو لپاره د دې ویروس ضد واکسین په تطبیق بوخت دي، افغانستان هم له دې کاروان شاته نه‌دی پاتې. د افغانستان عامې روغتیا وزارت تازه وايي، د هندوستان د مرسته شویو ۵۰۰ زره دوزه کرونا ضد واکسین څخه ۱۰ زره دوزه‌یې دولتي چارواکو ته ځانګړي شوي.  دغه ۵۰۰ زره دوزه واکسین په دوو پراړونو کې ۲۵۰ زره کسانو ته ورکول کېږي. که څه هم د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې وه چې دا واکسین په لومړي پړاو کې روغتیا پالانو، امنیتي او دفاعي ځواکونو او... Читать дальше...

چین وايي شدیده بې‌وزلي یې بشپړه پای ته رسولې

Pa.azadiradio.com 

د چین ولسمشر شي جین پېنګ د شدیدې بې‌وزلۍ پر ختمولو د خپل هېواد د "بشپړ بري" ادعا کړې او اعلان‌یې کړی چې په دې برخه کې یې "بشري معجزه " کړې. خو د هغو معیارونو په اړه پوښتنې شته چې د چین کمونېست رژیم‌یې د دې ادعا لپاره لري. په بیجېنګ کې نن (پنجشنبه) په یو لړ مراسمو کې د چین ولسمشر شي پر دې اعلان سربېره د کلیوالي ټولنو چارواکو ته جایزې ورکړې او ژمنه‌یې وکړه چې د نورې مخ په پراختیا هېوادونو سره به د "چین دا بېلګه" شریکه کړي. شي جین پېنګ وویل "هېڅ بل هېواد په دومره کم وخت کې سلګونه ملیونه کسان له... Читать дальше...

د کونړ اسمار ولسوالۍ کې د اوغز باغ ښوونځی له ۵۶ کالو راهیسې سرپناه نه لري

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ اړوند د اوغز باغ لېسه ۵۶ کاله وړاندې جوړه شوې، خو لا هم سرپناه نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې په سپېرو خاورو کې زده کړې کوي. زده کوونکي يې وايي، په باد او باران کې يې ښوونځی رخصت وي. په دې ځای کې له ۱۰زیات، له لرګیو جوړ داسې چوپالونه ولاړ دي چې بارانونو او بادونو ترې خېمې، ترپالونه او نور شیان وړي دي. که څه هم دا ښوونځی رخصت دی، خو زده کوونکي يې وايي، د ښوونځي په ورځو کې همدې چوپالونو لاندې زده کړې کوي. اوغزباغ سیمه د اسمار ولسوالۍ څخه شااوخوا ۷... Читать дальше...

«د کوډو صندوق» بیوزلو ته ډوډۍ ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان په خجند ښار کې یوه متقاعده جوړه بیوزلو ته په یوه صندوق کې ډوډۍ ږدي. پر دې صندوق یې لیکلي دي:« څوک چې څه ترې اخلي هغه مړیږي او څوک چې څه پکې ږدي عمر یې اوږدیږي». نور په دې راپور کې وګورئ او له خپلو ملګرو سره دا راپور شریک کړئ

د طالب ویاند احسان الله احسان تښتېدلو پر پوځ پوښتنې راپورته کړې: ثمر بلور

Mashaalradio.com 

تېره اوونۍ د احسان الله احسان له خپله ټویټره د نوبېلوالې او د تعلیم مبارزې ملاله یوسفزۍ ته دړکې ورکړې وې. په دغه اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د پوځ ویاند وویل چې د هغه د مالوماتو تر مخه دغه اکاونټ جعلي دی.

حنیف اتمر مسکو ته رسیدلی، روسي چارواکو سره پر ۳ موضوعاتو غږېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر روسیې ته رسېدلی دی.د بهرنیو چارو وزارت وايي، روسیې ته د ښاغلي اتمر سفر د هغه د سیال سرګي لاوروف په رسمي بلنه کېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه ده ښاغلی اتمر نن پنجشنبه (د کب ۷مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف په ګډون له یو شمېر روسي چارواکو سره وګوري. د دې وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل، ښاغلی اتمر به په یو شمېر مهمو موضوعاتو له خپل روسي سیال سره خبرې وکړي: "د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، له ترهګرۍ، افراطیت... Читать дальше...

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو قانون توشیح کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هغه قانون توشیح کړ چې د بهرنیو عواملو له لانجمن قانونه د سرغړونکو د جریمې مسئله او هم لکه د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ په ملاتړ د غیر قانوني مظاهرو لپاره د مالي ملاتړ او د قانون د تنفیذ ځواکونو له اوامرو د سرغړونې اړوند قوانین، پیاوړي کوي.  د دغه قانون له مخې چې پوتین پرون لاسلیک کړ، د بهرنیو عواملو له لوري د هغو معلوماتو د خپرېدو پر وړاندې چې د برابرونکو نوم او هم دا چې هغه د چا له خوا خپريږي، نه وي اخېستل شوی، یو فرد ته تر دوه نیم زره روبلو چې ۳۴ ډالره کېږي او ادارې... Читать дальше...

د امریکا ولسمشر بایډن د ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لغوه کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه اجرائیوي فرمان لغوه کړ چې له مخې یې ډېرهغه کسان متحدو ایالاتونو ته له تلو منع شوي وو چې د ګرین کارټ یا په امریکا کې د اوسېدو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي وو. ټرمپ دغه بندیز تېر کال لګولی و او ویلي یې و چې دا کار د دې لپاره کوي چې د امریکایي کارګرو کارونه چې ډېری یې د کرونا د خپرې شوې وبا له امله بې کاره شوي دي، خوندي کړي. ټاکل شوې وه چې دغه بندیز د تېر کال په وروستیو کې پای ته ورسېږي خو ټرمپ هغه د خپلې ولسمشرۍ د دورې په وروستیو اونیو کې د مارچ د میاشتې ترپایه پورې تمدید کړی و. Читать дальше...

بُرنز: د امریکا پر وړاندې لویه جیوپولټیکي ازموینه به د چین له لوري وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا 'CIA' د ریاست لپاره نومول شوی ویلیام بُرنز وایي، د متحدو ایالتونو پر وړاندې تر ټولو لویه جیوپولټیکي ازموینه به د چین له لوري وي، خو روسیه هم یو ګواښ بلل کېږي.  بُرنز دغه څرګندونې پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) د امریکا د سنا جرګې د استخباراتو کمېټې یوې استماعیه غونډې ته چې د هغه د تاییدېدو پر مسئلې خبرو ته ځانګړې شوې وه، وکړې. هغه چین د امریکا ضد داسې یو ځواک وباله چې هڅه کوي د معنوي ملکیت د غلا کولو، پر خپلو خلکو د فشارونو او... Читать дальше...


Музыкальные новости
Олег Митяев

Олег Митяев отменил концерты в Тюмени и Тобольске





Персональные новости
Актёр

Актера Свиридова госпитализировали из-за инфицирования после операции в Москве





لغمان کې او ننګرهار کې دوو فابریکو په کار پیل وکړ

Pa.azadiradio.com 

په لغمان ولایت کې د ایوډین لرونکي مالګې او په ننګرهار کې د پلاستیکي توکو د تولید فابریکو په کار پیل وکړ. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په لغمان کې لومړنۍ د مالګې فابریکه ده چې په یو جریب ځمکه کې د ۶۰ زره ډالرو په پانګونې سره جوړه شوې او په یوه شپه او ورځ کې د یو ټن ایوډین لرونکې مالګې د تولید وړتیا لري. دغه فابریکه خپل خام مواد د بلخ ، فاریاب او تخار ولایتونو د مالګې کانونو څخه ترلاسه کوي. د اعلامیې له مخې په ننګرهار ولایت کې د پلاستیکي توکو یوه فابریکه... Читать дальше...

افغانستان ازبېکستان ته د وچې مېوې صادرات پيل کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې ازبېکستان ته یې د وچې مېوې صادرات پيل کړل. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د کب ۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ایرا فورټ په نامه د یو کورني شرکت په همکاري دا صادارت پيل شول. د ښاغلي رستمي په خبره تېره ورځ لومړۍ جوپه د ۶۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ ټنه سره ممیز ازبېکستان ته صادر شول. څو ورځې وړاندې هم افغان دولت ۱۴ ډوله وچه مېوه هم کاناډا ته صادر کړه، د افغانستان وچې مېوې نړۍ کې ښه بازار موندلای.  افغانستان په سیمه کې د وچې مېوې یو مهم... Читать дальше...

کونړ کې د 'فرصت وړیا مرکز' ۱۱۷ نجونو ته د زده کړو فرصت برابر کړی

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په مرکز اسعداباد کې ۱۱۷ نجونو ته د فرصت په نوم د وړیا زده کړو مرکز له خوا کانکور ته د چمتوالي فرصت برابر شوی دی. دا کورس د اسعداباد د فاطمې په لېسه کې جوړ او عصري مضامین په کې تدریس کېږي، دلته هره زده کوونکې هېله لري چې له زده کړو وروسته کانکور کې ښې نومرې واخلي او د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالۍ شي. مدینه د دې کورس یوه زده کونکې ده وايي: "زموږ یوازینی هدف د درس زده کړه او کانکور ته چمتووالی دی، موږ ته څلور (کیمیا، ریاضي، بیالوژي ، فزیک) مضامینه تدریس کېږي، ارمان لرم څو طب یا کمپیوټر ساینس... Читать дальше...

اروپايي ټولنې او افغان حکومت پر ۳ موضع ګانو بحث وکړ

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې او د افغانستان حکومت پر بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ د خپلو کاري ډلو درېیمه مجازي غونډه کې بحث وکړ. په دې غونډه کې چې پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) وشوه، په دغو درېیو برخو کې د پرمختګونو او ستونزو په اړه بحث وشو. د دې غونډې د ګډې اعلامیې له مخې، تر ډېره د رسنیو د کار کوونکو، مدني فعالانو او د قانون د تنفیذ پر چارواکو پر هدف وژنو تمرکز وشو. اروپايي ټولنې د افغانستان له حکومته غوښتنه کړې چې د دغو فعالانو امن خوندي کړي او هغه کسان محاکمه کړي چې په دغسې هدفي وژنو کې لاس لري.

کرکټ؛ د زیمبابوې پر وړاندې د افغان لوبډلې چمتووالی روان دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې پر وړاندې راروانو مسابقو ته په چمتووالي بوخته ده. په پام کې ده د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلې دوه ټېسټ لوبې او درې شل اووره مسابقې وکړي. د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېست لوبه راروانه سې شنبه (د مارچ دویمه) پیلېږي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون ازادي راډیو ته وویل:"د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان په کوربه توب دوې ټېسټ لوبې وشي. د ویلو ده چې د دغو لوبو لپاره د افغانستان... Читать дальше...

د پښتني بانک پخوانی مشر او ۳ کار کوونکي په بند محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پښتني بانک پخوانی مشر او درې کار کوونکي په تنفیذي بند او هر یو په ۹۰۰زره امریکايي ډالرو نقدي جریمې محکوم شول. د اداري فساد د لویو جرمونو پرضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز پرون چهارشنبه(د کب ۶مه) د محاکمې پر مهال د پښتني بانک پخوانی مشر حیات الله دیاني په شپږو کلونو او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړ. د دغه بانک درې نور کارکوونکي د تزویر، له قدرته د ناوړه استفادې او د ۹۰۰زره امریکايي ډالرو اختلاس په تور په څه باندې پنځو کلونو بند محکوم شول. دغه څلور واړه هر یو د۹۰۰زره امریکايي ډالرو معادل نغدي جریمې په ورکړه هم محکوم شول.

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России на ВДНХ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Дарья Касаткина

Теннисистка Касаткина отреагировала на высказывания Винер о россиянах


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Энергетические поля компенсируют растущие потребности в электроэнергии





Путин в России и мире
Москва

Мособлдума выступила за присвоение Красноармейску высокого звания


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Концерт

Концерт группы «Пикник» в Петербурге начался с минуты молчания о жертвах теракта



Москва

Картины в кассу: юбилейная ярмарка ART RUSSIA стартовала на Ильинке

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net