مارشال عبدالرشید دوستم به د شنبې ورځې له غرمې مخکې له جوزجان څخه کابل ته راشي.
مارشال دوستم ته نږدې کس فریدون الهام ازادي راډیو ته وايي چې ښاغلی دوستم به په دغه سفر کې له جمهور رئیس محمد اشرف غني او یو شمېر سیاسي څېرو سره وګوري.
تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نهدي ویلي.
عبدالرشید دوستم د ۲۰۱۹ کال له ولسمشریزو انتخاباتو وروسته کابل ته نهدی راغلی، ان وروسته له هغې چې د روان کال په چنګاښ/ سرطان میاشت کې د جمهور رئیس اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د هوکړې په پایله کې یې مارشالي ترلاسه کړه هم کابل ته نهدی راغلی. Читать дальше...
د نایجریا په شمال کې پر یوه ښوونځي له وسلهوال برید وروسته سلګونه نجونې ترۍ تمې دي. د زامفارا ایالت اوسېدونکي وايي چې دا برید نن د جانګېبې سیمې پر منځني ښوونځي وشو.
نصیرو عبدالهي چې وايي دوه لوڼې یې یوه ۱۰ کلنه او بله ۱۳ کلنه لادرکه دي اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، د ښوونځي حاضري ښيي چې ۳۰۰ نجونې لادرکه دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي اژانس ته ویلي چې وسلهوالو ښوونځي ته نږدې د پوځ پر یوه اډه او پوسته هم برید وکړ، هغوی تهیې خبرداری ورکړ چې دخالت دې نهکوي او بیا یې څو ساعته په ښوونځي کې تېر کړل. Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر خپل روس سیال سرګي لاوروف ته هغه پیغام سپارلی چې افغان ولسمشر د روسیې ولسمشر ته استولی دی.
محمد حنیف اتمر نن په مسکو کې له خپل روس سیال سرګي لاوروف سره تر خبرو وروسته په ګډه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې.
ښاغلي اتمر وویل، د ولسمشر اشرف غني په پیغام کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوستانه اړیکو او ملګرتیا لپاره هیله څرګنده شوې.
لاوروف په دې خبري غونډه کې، په افغانستان کې د ناامنیو په تېره د داعش ډلې د فعالیت او د مخدره موادو د قاچاق له کبله اندېښنه وښوده.
د بریتانیا سترې محکمې د هغې مېرمنې غوښتنه رد کړه چې په تانده ځوانۍ کې له داعش ډلې سره یوځای شوه او سوریې ته ولاړه.
په بریتانیا کې زېږېدلې شمیمه بېګم چې اوس ۲۱ کلنه ده په ۲۰۱۵ کال کې له دوو ټولګیوالو سره سوریې ته وتښتېده او هلته د داعش له یوه جنګیالي سره واده شوه.
محکمې د دې غوښتنه ځکه رد کړې ده چې وايي، نوموړې د بریتانیا لپاره امنیتي ګواښ پېښوي.
د بریتانیا دولت په ۲۰۱۹ کال کې د شمیمې تابعیت سلب کړ، خو نوموړې چې اوسمهال په سوریه کې په یوه توقیف ځای کې اوسېږي، بریتانیا ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده څو د قضا دا پرېکړه وننګوي. Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، تر راروانې یکشنبې به معلومه شي چې د هېواد د کرکټ ستوری راشد خان د افغانستان او زېمبابوې د ټېسټ لوبو په لړۍ کې ګډون کوي که نه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې به ډاکتران خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي چې ایا راشد خان کولای شي که نه چې په دې لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړي او که نه د ټپونو له کبله نهشي کولای په لومړۍ لوبه کې ګډون وکړي."
د راشد خان د ټپي کېدو علت تر اوسه معلوم نهدی.
افغانستان به راتلونکې اوونۍ... Читать дальше...
د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر داودزي اسلام اباد ته خپل درې ورځنی سفر نن پای ته ورساوه. نوموړي له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د افغانستان سولې خبرو په باب یې له پاکستانیو چارواکو سره مثبتې خبرې شوې دي.
په سوریه کې پر ایران پلوو ملېشو د امریکا د پوځ له هوايي حملو وروسته تهران پر لوېدیځو هېوادونو غږ کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیکونو ته درناوی وکړي.
د امریکا دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې په عراق کې د امریکا او نړیوال ائتلاف پر پوځي اډې د روانې میاشتې د راکټي برید په ځواب کې یې په سوریه کې د ایران پلوو ملېشو پر سنګرونو بمباري کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن جمعه له دې حملو یوازې څو ساعته وروسته خپل سوریايي سیال سره په دې اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران حکومت... Читать дальше...
په بلخ ولایت کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرؤف پلار وايي، ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکړی چې زوی بهیې ډېر ژر خوشې شي.
د عبدالرؤف پلار محمد نبي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني پرون، له ده سره په کتنه کې دا ژمنه وکړه.
ښاغلی نبي زیاتوي: "ما پرون پنجشنبه له ولسمشر سره ولیدل. ښه لیدنه وه. هغه ژمنې چې له موږ سرهیې وکړې هیله بخښونکې وې. راته ویېویل چې د دې ماشوم د ژغورنې لپاره عملیات روان دي او په نږدې راتلونکي کې به عبدالرؤف جان خوشې شي."
نهه کلن عبدالرؤف نږدې څلور میاشتې مخکې په مزار شریف کې وتښتول... Читать дальше...
د 'ازادي راډیويي مجلې' په دې خپرونه کې به د څېړونکو په وینا د پښتو ژبې له ریښې خبر شئ.
د افغان ښځینه شاعرانو شعرونه څرنګه دي؟
له یوه لیکوال سره پر دې غږېدلي یوو چې د انټرنټ اغېزې پر لیکوالي مثبتې دي که منفي؟!
د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
د فبرورۍ پر ۲۵مه د خوست ښار د ځوانانو په سیلځي/ تفريحي غونډۍ کې د زرغون خوست په نامه د نيالګيو لکولو درې ورځنی اشر او هنري میله، د خلکو او ځوانانو په پراخ ګډون سره پیل شوه. چې ورته د سوونو په شمېر کې ځوانان ورځي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې
د جرمني دفاع وزیره وايي هېواد یې د افغانستان د سولې بهیر ته ژمن دی.
د جرمني د پوځ سرچینو په یوه بیان کې ویلي دي چې اناګیریت کرامپ کارېن باور «Annegret Kramp-Karrenbauer» نن افغانستان ته د ناڅاپي سفر پر مهال په مراز شریف کې جرمني سرتېرو ته په وینا کې وویل افغانستان سمدستي د سیالو ډلو ترمنځ سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.
په بیان کې د مېرمن کارېن باور له قوله ویل شوي دي چې برلین له افغانستانه په تدریجي ډول د خپلو ځواکونو د ایستلو پر ژمنه ولاړ دی.
د جرمني کابینې وړمه ورځ په افغانستان کې د بل کال... Читать дальше...
په غور کې د وژل شوي خبریال بسمالله عادل کورنۍ د خپلې کورنۍ د هغو درېیو غړو مړي د ولایت دروازې ته راوړي چې تېره شپه په یوه برید کې ووژل شول.
د عادل کورنۍ وايي تر هغه چې د دې وژنې مسؤل کسان د قانون پنجو ته ونهسپارل شي خپل مړي به له هغه ځایه لیرې نهکړي.
بسمالله عادل د غور غږ راډیو مسؤل مدیر او خبریال و چې څو اوونۍ مخکې په مرکز فېروزکوه کې د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو ووژل شو او تېره شپه یوې وسلهوالې ډلې د هغه پر کور برید وکړ.
د کورنۍ پلار ګل محمد عادل ولسي پاڅونوال په دې برید ګرم بولي،... Читать дальше...
دغه غړی وايي، هغه بېړه چې د مذاکرو لپارهیې د دولت هیئت لري، د دوی په مقابل لوري کې هغه لېوالتیا نه تر سترګو کېږي.
د پوليسو په وينا وژل شوو کارمندانو په شمالي وزيرستان کې ښځو ته د دستکارۍ هنر ښوده.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، د افغان حکومت د سولې تګلاره یوازې له طالبانو سره خبرې نه، بلکې له نړۍ د دې تضمین اخیستل دي چې د افغانستان په خاوره کې به څوک لاسوهنه نهکوي.
جمهور ریس غني دا خبرې د سولې عمار، دولت جوړوني او بازار جوړونې تر عنوان لاندې د ځوانانو ملي بحث کې کړي.
جمهور رئیس غني زیاته کړې، سوله یو هدف دی او افغان حکومتیې د راتلو لپاره نقشه لري، خو د هغه په خبره، د افغانانو دا حق له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې غصب شوی دی.
خو د افغانستان حکومت له چا د سولې لپاره نړیوال تضمین غواړي؟
د... Читать дальше...
د آزادې اروپا راډیو/ آزادۍ راډیو په یوه تحقیقي راپور کې د ازبکستان د ختیځ په یوه لیرې پرته سیمه کې د ولسمشر شوکت میرضایف له یوه ډېر پرتمین خو پټ استوګنځي څخه پرده پورته کړې. ویل کېږي چې د دې ودانۍ ارزښت سلګونه میلیون ډالرو ته رسېږي. د دې ودانۍ د رغونې چارې تر دې حده له خلکو پټې ساتل شوي دي چې حتی پر فضا یې الوتکې لا الوت نه شي کولای.
په ۲۰۱۸ م کال کې پاکستان په خړ لسټ کې ځکه واچول شو چې دې هېواد په دغه ۴۰ سپارښتنو کې يوازې په ديارلسو عمل کولو او په پاتې ۲۷ د عملدرامد کولو لپاره پاکستان ته يو کال وخت ورکړل شو.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د سوریې په ختیځ کې د عراق پولې ته نږدې یې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
پنټاګون پرون (د فبرورۍ په ۲۵مه) یوه خبرپاڼه کې وویل، دا هوایي ګزارونه د هغو راکټي بریدونو په ځواب کې شوي چې روانه میاشت په عراق کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پر یوې اډې وشول.
په خبرپاڼه کې راغلي "دا عملیات یو ښکاره پیغام لېږدوي چې ولسمشر جو بایډن به داسې هڅه کوي چې امریکایي او ائتلافي پرسونل خوندي کړي".
د امریکا دفاع وزارت وایي، د هوایي بریدونو پر مهال د سوریې او عراق... Читать дальше...
د بحرین او اسرائیل صدراعظمانو د ایران د اټمي پروګرام په اړه په خپلو کې بحث وکړ.
اسوشیټډ پرس خبري اژانس د بحرین د دولتي اژانس په حواله دا راپور ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالاتو حکومت هڅه کوي چې په ۲۰۱۵م کال کې د تهران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې موافقه بېرته برحاله کړي.
د بحرین ولیعهد او صدراعظم سلمان بن حمد الخلیفه د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په پروني ټیلیفوني تماس کې د سیمې د امن او ثبات لپاره د ایران پر اټمي پروګرام په بحثونو کې د سیمې د هېوادونو ګډون مهم وباله. Читать дальше...
په ختيځ افريقايي هېواد کينيا کې ملخانو فصلونه زيانمن کړي او د کرونده ګرو روزګار يې اغېزمن کړی دی، خو اوس ځايي ولس د ملخانو په نيولو پیل کړی چې وروسته يې د څارويو د خواړو او د فصلونو د سرې لپاره کاروي.
احمد شاه اعظمي د رويټرز ويډيو پښتو کړې ده.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د سوریې په ختیځ کې د عراق پولې ته نږدې یې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
پنټاګون پرون (د فبرورۍ په ۲۵مه) یوه خبرپاڼه کې وویل، دا هوایي ګزارونه د هغو راکټي بریدونو په ځواب کې شوي چې روانه میاشت په عراق کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پر یوې اډې وشول.
په خبرپاڼه کې راغلي "دا عملیات یو ښکاره پیغام لېږدوي، ولسمشر جو بایډن به داسې کار کوي چې امریکایي او ائتلافي پرسونل خوندي کړي".
د امریکا دفاع وزارت وایي، د هوایي بریدونو پر مهال د سوریې او عراق پر... Читать дальше...
پر پیسو مینځلو د څار یوه نړیوال بنسټ پاکستان ته مهلت ورکړی چې تر جون میاشتې پورې د ترهګرو د مالي ملاتړو هېوادونو له نوملړ نه ووځي.
د مالي اقدام ځانګړې ډلې (FATF) پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې پاکستان د دوی د ۲۷ سپارښتنو له ډلې په ۲۴ هغو کې پرمختګ کړی دی.
په پاریس کې مېشت دغې ډلې د یوې درې ورځنۍ انلاین غونډې په پای کې ویلي، پاکستان باید د ترهګرو د تمویل په برخه کې درې پاته کمۍ هم لهمنځه یوسي.
د مالي اقدام ځانګړې ډلې په ۲۰۱۸ کال کې د پیسو مینځلو د بشپړ نهکنټرول او د ترهګرو د تمویل له کبله پاکستان په خپل خړ لېست کې شامل کړ. Читать дальше...
د دولت د مذاکراتي هیئت یو غړی وايي، په قطر کې د سولې په خبرو کې ځنډ شکونه ولاړوي چې ایا مقابل لوری یعنې طالبان د جګړې، که سولې اراده لري.
نادر نادري په هغه مرکه کې چې تېره شپه له ملي ټلوېزیون نه خپره شوه، وویل: "اوس چې دومره وخت تېرېږي او پر اصلي مسایلو په مذاکرو کې پرمختګ نهشته، نو واقعاً دا شک ولاړوي چې هاخوا د جګړې اراده لري، که د سولې؟"
ښاغلي نادري وویل چې د دولت هیئت به هڅه وکړي چې په راروانو مذاکرو کې تر ډېره په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت بحث وکړي، ځکه اوربند او په افغانستان کې د جګړې بندېدل د اکثرو افغانانو غوښتنه ده. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، یو وار بیا په هېواد کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار وکړ.
د جمهوري ریاست د پرونۍ اعلامیې له مخې، ولسمشر غني پرون مازیګر په ارګ کې د «سولې اعمار، دولت جوړونې او بازار جوړونې» په نوم ملي بحث کې ویلي چې اساسي غوښتنه په افغانستان کې د ۴۰ کلن تاوتریخوالي ختمېدل دي.
ولسمشر غني ویلي چې سوله یوه هیله نه، بلکې یو هدف دی چې د تحقق لپارهیې د لارې نقشه موجوده ده.
په دغه بحث کې د ځوانانو ځینو استازو هم د سولې، د اوربند د ټینګښت، ځوانانو ته د نورو فرصتونو د ایجاد په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تاجکستان ته، د غلام خان بندر له لارې د پاکستان د صادراتي مالونو د لومړۍ بستې د لېږد خبر ورکړ.
دغه وزارت پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، په دغو مالونو کې ۳۰ ټُنه سبزیجات، د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته راوړل شوي، بیا د کندز ولایت له شېرخان بندره تاجکستان ته لېږدول شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، د خوست غلام خان بندر په وروستیو کې د تجارتي او ټرانزیني مالونو پر مخ پرانیستل شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه بندر د پرانیستل کېدو هرکلی کړی او ویلي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Футболисты «Локомотива» – в расширенном составе сборной России на июньский сбор
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Арина Соболенко
Соболенко — Коллинз: белоруска выиграла первый сет в полуфинале Рима
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Цифровая Эпоха и ПМСОФТ: стратегическое партнерство для создания экосистемы управления промышленными проектами
Путин в России и мире
Москва
Путин: Россия и Китай работают над формированием справедливого мироустройства
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск поддерживает Баку: планы по строительству агрогородка в Карабахе – ОБНОВЛЕНО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
ABC: Зеленский недоволен результатами визита Блинкена в Киев
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Клава Кока, Баста и Инстасамка показали первые посты в соцсети "ВКонтакте"
Москва
Меркачева назвала ситуацию с бежавшей от родственников чеченкой испытанием
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net