د بریتانیا سترې محکمې سوریه کې له داعش سره د یوځای شوې مېرمنې غوښتنه رد کړه
د بریتانیا سترې محکمې د هغې مېرمنې غوښتنه رد کړه چې په تانده ځوانۍ کې له داعش ډلې سره یوځای شوه او سوریې ته ولاړه.
په بریتانیا کې زېږېدلې شمیمه بېګم چې اوس ۲۱ کلنه ده په ۲۰۱۵ کال کې له دوو ټولګیوالو سره سوریې ته وتښتېده او هلته د داعش له یوه جنګیالي سره واده شوه.
محکمې د دې غوښتنه ځکه رد کړې ده چې وايي، نوموړې د بریتانیا لپاره امنیتي ګواښ پېښوي.
د بریتانیا دولت په ۲۰۱۹ کال کې د شمیمې تابعیت سلب کړ، خو نوموړې چې اوسمهال په سوریه کې په یوه توقیف ځای کې اوسېږي، بریتانیا ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده څو د قضا دا پرېکړه وننګوي.
استېناف محکمې د شمیمې دا غوښتنه ومنله مګر سترې محکمې په یوه حکم کې چې نن اعلان شو دا پرېکړه رد کړه، خو په عین حال کې یې وویل چې دا کولای شي له هېواده بهر دا پروسه پر مخ بوځي.