د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په خوست کې هم د فبرورۍ له شپږمې راهیسې صرافانو کاربندیز اعلان کړی دی. خوستیو صرافانو د فبرورۍ پر ۲۰مه په احتجاجي غونډه کې له افغان حکومته وغوښتل چې ورته دې د جوازونو په انتخاب کې حق ورکړي. د افغانستان بانک وايي، د جوازونو ورکولو په طریقه کې یې بدلون نړیوالو معیارونو ته په کتو او د ترهګرۍ او ناقانونه پیسو سپینولو مخنیوي لپاره کړی. صرافانو تر هغې وروسته کاربندیز پیل کړ چې د افغانستان بانک د صرافۍ انفرادي جواز، شرکتي لایسنس ته د اړولو اعلان وکړ. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د چارو اداره وايي، افغان حکومت به ډېر ژر ولسي جرګې ته د رد شویو نوماند وزیرانو پر ځای نوې څېرې وروپېژني.
که څه هم د ولسي جرګې لهخوا د پوهنې، ښځو چارو، کلیو پراختیا، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د مرکزي بانک مشر ته د باور رایې نهورکولو نږدې پنځه میاشتې پوره کېږي، خو د چارو اداره تازه ولسي جرګې ته د نوي نوماند وزیرانو د ورپېژندلو خبره کوي.
د دې ادارې مشر فضل محمود فضلي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د ۰۳» ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې ولسي جرګې ته د نويو نوماند وزیرانو د ورپېژندو ټاکلې... Читать дальше...
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د فبرورۍ پر ۲۱مه رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې چاودنه د اتوار (یکشنبې) پر مازیګر د څلورمې ناحیې اړوند برکي څلور لارې ته نېږدې
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له طالبانو غوښتي چې د ښوونځیو او علمي مرکزونو له ورانولو لاس واخلي څو د ده په خبره افغان ماشومان په مورنۍ ژبه زدهکړو ته لاسرسی ولري.
حمدالله محب دا خبرې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل فېسبوک کې په یوه پیغام کې کړې دي.
ښاغلي محب زیاته کړې: "د ښوونځیو سوځول او په بمونو ورانولیې په مورنۍ ژبه له تحصیل کولو او د افغان ماشومانو له راتلونکې سره دښمني ده."
طالبانو د ښاغلي محب د دغو څرګندونو او تورونو په ځواب کې څه نهدي ویلي.
د فبروري ۲۱مه د ملګرو... Читать дальше...
په کابل ښار کې نن مازیګر یوې چاودنې دوه کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې چاودنه د څلورمې ناحیې اړوند برکي څلور لارې ته نږدې په یوه رنجر موټر باندې شوې ده.
د فرامرز په خبره د رنجر چلوونکی او یو بل ماشوم وژل شوي او په ټپیانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان دي.
کابل کې تېره ورځ هم لږ تر لږه د څلورو ماین چاودنو راپور ورکړل شو چې پهکې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.
که څه هم څوک د دې ماین چاودنو مسؤلیت په غاړه نهاخلي،... Читать дальше...
د ورکو کسانو شاوخوا ۲۰ خپلوان له کوټې څخه اسلام اباد ته تللې ول چې دوی اول د فبرورۍ پر ۱۱مه نېټه د اسلام اباد پرېس کلب مخې د احتجاج په توګه ناست وو.
د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافايل ګروسي په تهران کې د ايران د اټمي انرژۍ له مشر علي اکبر صالحي سره لیدلي دي.
ګروسي داسې وخت ایران ته تللی چې تهران خبرداری ورکړی و که ورباندې د امریکا بندیزونه لیرې نهشول، نو د فبرورۍ تر ۲۳مې وروسته اټمي بټیو ته د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې لهخوا څارنه محدودوي.
ایران ويلي چې د نړیوالو قدرتونو سره په ۲۰۱۵م کال کې د شوي تړون په اساس به د شفافيت هغه رضاکارانه اقدامات هم ودروي چې له مخې يې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې څارونکي اټمي تأسیساتو ته ورتلی شي.
... Читать дальше...
د جاپان سفارت د افغانستان په ختیځ کې د نږدې پنځه لکه او ۱۰ زره ډالرو په لګښت د ماین پاکۍ یوه پروژه پلې کوي.
په کابل کې د جاپان سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د ماین پاکۍ د دې پروژې تړون نن له یوې مؤسسې سره لاسلیک شو.
د جاپان سفیر اوکاډا تاکاشي په افغانستان کې د ماین پاکۍ د هڅو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې کله د ماین پاکۍ پروژه بشپړه شي، ځایي خلک به خوندي ژوند وکړي او د سیمې اوسني او راتلونکي نسل ته به امنیت او شتمني ور په برخه کړي.
د سفارت د اعلامیې له مخې د ماین پاکۍ دا پروژه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو څېړونکي وايي د امریکا یوه خصوصي امنیتي قراردادي اېرېک پرنس چې د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ متحد دی، په لیبیا باندې د وسلو نړیوال بندیز تر پښو لاندې کړی.
دا خبره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه محرم راپور کې شوې ده. د دغه راپور کاپیانې نیویارک ټایمز او واشنګټن پُسټ ورځپاڼو ته هم رسېدلې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې پرنس ۲۰۱۹ کال کې د خلیفه حفتر په ملاتړ چې د لیبیا د رسمي حکومت پر ضد جنګېده، د یو لړ عملیاتو وړاندیز کړی و.
نیویارک ټایمز لیکلي د اېرېک پرنس یو وړاندیز دا و... Читать дальше...
د خان محمد نورزي په نوم د پنجوایي ولسوالۍ قومي مشر نن سهار د کندهار ښار په اوومه حوزه کې د وسلهوالو موټرسایکل سپرو په برید کې وژل شوی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی پېښه تأییدوي، خو نور جزئیات نهورکوي.
بلخوا د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي محمد نادر ازادي رادیو ته ویلي چې وژل شوی خان محمد د پنجوایي د سپیروان کلي اوسېدونکی او قومي مشر وو.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح ویلي له کوټې د طالبانو د شورا د ایستلو او په یوه خاصه محکمه کې د هغوی محاکمې ته اړتیا ده.
صالح دا خبره نن ټويټ کړې ده.
افغان مرستیال ولسمشر دا ټویټ په اصل کې له امریکا د نازي رژيم د یوه ۹۵ کلن عسکر د ایستلو د خبر په اړه په تبصره کې کړی.
تېره ورځ د امریکا عدلیې وزارت اعلان کړه چې له تینیسي ایالتیې د فریدریک کارل بېرګر په نوم یو ۹۵ کلن سړی په دې خاطر جرمني ته ډيپورټ کړ چې هغه د نازي رژيم د یوه کمپ ګارډ و او د دغه رژیم په کړنو کې ښکېل و.
افغان مرستیال... Читать дальше...
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې په خاطر د طالبانو وروستۍ اعلامیه مثبته بللې ده.
زلمي خلیلزاد د ازادي راډیو یوه همکار ته په لنډکي پیغام کې لیکلي چې "دا مثبته خبره" ده.
د طالبانو ډلې تېره ورځ په یوه مفصله اعلامیه کې له خپلو جنګیالیو او ټولو غړو غوښتي چې په افغانستان کې په تاریخي او فرهنګي اثارو پام وکړي.
دې اعلامیه کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټر خپره کړې راغلي چې هېڅوک د ځمکې لاندې اثارو د را ایستلو، بهر ته د انتقال او پلور اجازه نهلري. Читать дальше...
د سولې نوبېل انعام ګټونکې او د نجونو د تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ وايي، په خپله مورنۍ ژبه پښتو ویاړي او نور خلک هم باید په خپلو مورنیو ژبو وویاړي او پکې زده کړه وکړي. دا خبره مشال راډیو ته د فبرورۍ پر ۲۱مه مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت په استولي ویډیويي پیغام کې کړې.
په امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ د نوي حکومت له راتګ وروسته، د افغانستان او متحده ایالاتو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ ټیلیفوني خبرې زیاتې شوي. د دې خبرو د سر موضوع د افغانستان سوله وي.
د دې اړیکو په دوام تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره غږېدلی.
له دې خبرو وروسته، ښاغلي بلېنکن په خپله ټویټرپاڼه ولېکل، له ښاغلي عبدالله سرهیې د افغانستان د سولې پر موضوع ښې خبرې کړي.
هغه زیاته کړې، "متحده ايالات په افغانستان کې د عادلانه... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي د داعش او حقاني شبکې یوه ګډه پنځه کسیزه ډلهیې نیولې ده.
دغه ریاست نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د داعش او حقاني دغو ترهګرو په ښاري سیمو باندې د راکټي بریدونو د ترسراوي اسانچاري کوله.
په اعلامیه کې د دغې ډلې د څو بریدونو یادونه شوې له هغې ډلې د مزاري د یادښت په مراسمو، د بګرام په هوايي ډګر او د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر راکټي بریدونه.
دا کسان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د کابل ښار له ۱۷مې ناحیې نیول شوي دي.
په اسرائیلو کې د فایزر-بایو اېن تیک واکسین د 'کووېډ-۱۹' څخه د شدیدې ناروغۍ او مړینو په مخنیوي کې ۹۹ فیصده مؤثر وو.
دا خبره د دې هېواد د روغتیا وزیر د هغو کسانو چې دا واکسین ورته شوي د معلوماتو پر بنسټ کړې ده. اسرائیل غواړي د مارچ تر پای د دې هیواد ټول لویان واکسین کړي.
دغه هېواد هغه سیالۍ کې چې هېوادونه غواړي خپل وګړي د کرونا په وړاندې واکسین کړي، د نړۍ مخکښ دی. د ۹ ملیونه وګړو لرونکي دې هېواد کې نږدې نیمايي کسانو ته د فایزر-بایو اېن تیک واکسین یو دوز ورکړل شوی دی. نږدې درې ملیونه اسرائیلیانو... Читать дальше...
یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼو کې د کابل پر هغو چاودنو مطالب خپاره کړي چې د شنبې په سهار په دې ښار کې وشوې.
ایکانومیک ټایمز
د ایکانومیک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د شنبې په سهار د ۱۵ دقیقو په واټن، کابل ښار کې دوه چاودنې وشوې او له دې دوه ساعته نهوو تېره شوي چې درېیمه چاودنه وشوه چې وارخطايي او مرګژوبله یې رامنځته کړه.
د ورځپاڼې په وینا په قطر کې د سولې د خبرو له پیل راوروسته افغانستان د تاوتریخوالي د زیاتېدو شاهد دی او هدفي وژنې هم زیاتې شوې دي.
د دې بریدونو د یو شمېر... Читать дальше...
افغانستان
افغانستان ورځپاڼې د ناټو غړو هېوادونو وروستۍ ناستې ته په اشارې لیکلي چې د دې سازمان د پرېکړې پر بنسټ په افغانستان کې د ناټو حضور په شرایطو پورې تړلی وي.
ورځپاڼې د ناټو له دې پرېکړې هرکلی کړی لیکلي، دا هغه څه دي چې افغانانو له نړېوالې ټولنې تمه لرله.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، اوس یو ښه فرصت دی چې له طالبانو سره د افغانستان د واقعیتونو پر بنسټ خبرې وشي او طالبان هم له خپل کاذب غرور څخه تېر او د خلکو غوښتنو ته غاړه کېږدي.
د لیکوال په وینا طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ډېر امتیازات... Читать дальше...
ایران ته د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د عمومي رئيس له سفر سره هممهاله خبرې سرچینې وايي چې دې ادارې د ایران په دوو مشکوکو سایټونو کې د یورانیمو د ذراتو نښې موندلې دي.
روېټرز خبري اژانس وايي، د اټمي انرژۍ نړیواله اداره غواړي چې ایراني چارواکي په دې اړه وضاحت ورکړي.
دې خبري اژانس د ډیپلوماتیکو سرچینو په قول ویلي چې د اټمي انرژۍ پلټونکي د یورانیمو د ذرو نښې په هغو ځایونو کې موندلي چې ښايي له کابو ۲۰ کلونو راهیسې غیر فعاله وو.
سعودي عربستان وايي چې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې په پوځي برخه کې د کورنیو تولیداتو د پراختیا او څېړنې د پیاوړتیا لپاره ۲۰ میلیارد ډالره پانګونه کوي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي د پوځي صنعتونو د ادارې رئيس احمد بن عبدالعزیز العوهلي وايي، حکومتیې غواړي چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې د خپلې کلنۍ پوځي بودجې په سلو کې ۵۰ پر کورنیو پوځي تولیداتو ولګوي.
سعودي چارواکو په وروستیو کلونو کې له نورو هېوادونو په تېره بیا متحده ایالاتو سره د وسلو د رانیولو لوی قراردادونه لاسلیک کړي دي.
په دغو قراردادونو... Читать дальше...
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې له ایران سره په پوله کې یې ۴۰ سلنه ازغن سیم او کټاره بشپړه کړې ده.
شېخ رشید احمد پرون (شنبه) وویل، د راتلونکي کال تر ژمي پورې به له ایران سره د پاکستان په ټوله پوله کې ازغن سیم تېر شي.
پاکستان د روان لمریز کال په پسرلي کې د ایران په پوله کې د ازغن سیم د نصبولو کار پیل کړ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل چې له ایرانه پرته له افغانستانه سرهیې هم پر ډیورند کرښه تر ډېره ازغن سیم لګولی دی.
په روسیه کې یو سیاسي څېړونکی دیموری ورونین «Demuri Voronin» د خیانت په تور نیول شوی دی.
په مسکو کې د لیفورتوو «Lefortovo» د سیمې محکمې پرون د فبرورۍ په ۲۰مه دا خبر تأیید کړ او ویېویل، ورونین به لږ تر لږه د همدې کال د اپرېل تر ۱۳مې پورې په لنډمهاله توقیف کې پاته شي.
په راپورونو کې په دې تړاو څېړنو ته د نږدې سرچینو په حواله ویل شوي چې ورونین یوې لویدیځې استخباراتي ادارې ته د محرمو اطلاعاتو په ورکړه تورن دی.
که چېرته پر نوموړي دا تور ثابت شي، تر ۲۰ کلونو پورې به په بند او نقدي جریمې محکوم شي. Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي وایي، د دغې ټلوالې غړي هېوادونه د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر بریالی کړي.
ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال وکړې.
د جمهور رئیس غني مرستیال ویاند دوا خان مينهپال ازادي راډیو ته وویل چې سټولټنبرګ ښاغلي غني ته د ناټو د دفاع وزیرانو د وروستۍ غونډې معلومات ورکړل.
ښاغلی مینهپال زیاتوي: "په دې ټیليفوني مکالمه کې، دواړو لورو د سولې پروسې، د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو کنفرانس او... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نېډ پرایس ویلي، په دغو پرونیو ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د تګلارې د بیا کتنې په اړه بحث وشو.
د پرایس په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې له یوه پیاوړي سیاسي جوړجاړي او دایمي هر اړخیز اوربند نه ملاتړ څرګند کړ.
د دغو خبرو نور جزئیات تر اوسه نهدي خپاره شوي او دا هم نهدي ویل شوي چې دواړو لورو، د امریکا او طالبانو د هوکړې په اړه څه ویلي دي. Читать дальше...
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د کابل د دروازو او لویو لارو نږدې ۲۵۰ مؤظفین له دندو لیرې او عدلي او قضایي ادارو تهیې معرفي کړل.
د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع وایي، دوی ته د موټر چلوونکو د مرکو او خپلو سرچینو له لارې معلومه شوې وه چې دغه کسان له خلکو پیسې اخلي.
ښاغلی قانع وايي: "د کابل د دروازو په اړه شکایتونه و، موږ دغلته د ۵۱ ټرافیکو دندې وځنډولې، د دوی ډېر وخت تېر شوی و او موږ یې په اړه ځیني معلومات درلودل، موږ ۱۹۱ نور کسان هم چې موټر چلوونکو یې د اخاذیو په اړه ویلي و او موږ... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
На окружном полуфинале конкурса «Это у нас семейное» Калмыкию представляют четыре семьи
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Арина Соболенко
Бадоса из-за травмы снялась с матча против Соболенко и заплакала у сетки
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
"Самое опасное" начнётся в пятницу: Синоптик предупредил об аномальной погоде в России
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о догазификации СНТ
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Столичные колледжи усиливают сотрудничество с работодателями города
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net