د میانمار کورنیو رسنیو راپور ورکړی، چې د پوځي کودتا ضد معترضانو څخه دوه کسان نن د پولیسو په ډزو لګېدلي او مړه شوي دي.
د میانمار- پخوانۍ برما د دوهم لوی ښار مندلای، د رضاکارو بېړنیو خدمتونو د مرکز مشر ویلي، چې پر اعتراض کوونکو د پولیسو له ډزو وروسته دوه کسان مړه شوي او شاوخوا دېرش نور ټپیان دي.
سرچینې ویلي دي، چې اکثر ټپیان په مرمیو لګېدلي.
د راپورونو له مخې د یوشمېر ټپیانو حالت نازک دی.
د دې مرکز مشر زیاتوي چې په مړو کسانو کې یو ځوان هلک هم و، چې پر سر په مرمۍ لګېدلی و.
د برما پوځ د فبروري... Читать дальше...
د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې یا ناسا مریخ ته د استول شوې وسیلې د کېناستو د شېبې په زړه پورې تصویرونه خپاره کړې دي.
په دې رنګه تصویرونو کې چې د ناسا ساینسپوهانو پرون د فبروري په نولسمه خپاره کړل هغه سیلفي هم شامله ده، چې د شپږو ارابو لرونکې دې واسطې، د دې سرې سیارې پر غولي له کېناستو مخکې له ځانه اخیستې ده.
دا عکسونه چې د فضايي الوتنو د تاریخ له مهمو یادګاري تصویرونو څخه به وي، د هغې کمرې په وسیله اخیستل شوي چې د آسماني جرثقیل په نوم د دې فضايي وسیلې په پاسنۍ برخه کې نصب شوې ده.
آسماني جرثقیل... Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وايي، چې متحدایالات د ایران اټومي موافقې ته له ستنېدو مخکې د تهران د فشارونو پر وړاندې د هېڅ راز اضافي اقداماتو پلان نه لري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پرون وویل، چې له ایران سره د ډیپلوماتیکو خبرو په درشل کې د دې هېواد پر وړاندې د اضافي اقداماتو پلان نه شته.
مېرمن ساکي یادونه وکړه، چې له شپږو لویو قدرتونو- امریکا، برتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره د ایران د خبرو نظریه اروپايي ټولنې مطرح کړې.
د اروپايي ټولنې یوه جګپوړي چارواکي پرون وویل، اروپايي ټولنه د دې معاملې د ټولو... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هرات د دیني عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري د څرګندونو په غبرګون کې وايي هغه کسان چې خلک د ده په وینا د نظام پرضد پاروي باغیان دي.
ښاغلي محب دا څرګندونې نن په کابل کې خبریالانو ته وکړې.
هغه زياتوي: "که څوک خلک د نظام پرضد پاروي او هلته د پوځ او پولیسو یادونه کوي نو موږ یې د باغي په توګه پېژنو او باید پر وړاندې یې اجراآت وشي."
په عین حال کې د هرات والي عبدالوحید قتالي ویلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د ده په وینا د پردیو په دستور په هرات کې افراطي افکار رامنځته کړي. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، د ښار جوړونې وزارت دوه چارواکي او لس کارکوونکي د اختلاس او ناوړه استفادې په تور نیول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ویاند طارق آرین پرون پر ټویټر ولیکل، چې د درنو جرمونو پرضد د مبارزې پولیسو د ښار جوړونې وزارت مالي او اداري رییس او همداراز د تدارکاتو رییس نن ونیول.
ښاغلی آرین زیاتوي، چې د کشفي تحقیقاتو په اساس دې کسانو د حکومت میلیونونه افغانۍ ضایع کړې دي.
اداري فساد لاهم د افغانستان د حکومت لپاره یو له لویو ننګونو څخه دی.
د افغانستان لومړی درجه امنیتي چارواکي وايي، طالبان لا هم له نورو ترهګرو ډلو سره قوي اړیکې لري.
د افغانستان لومړۍ درجه امنيتي چارواکو نن شنبه په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د تېرې یوې اونۍ امنیتي پرمختګونه او ستونزې له رسنیو سره شریکي کړې.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وويل، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کې ویلي و چې نور ترهګریز ډلو سره اړیکې پرې کوي خو په خبره يې دوی لاهم د دې ډلو لپاره د فعالیت قوي بستر برابر کړی دی هغه خبره چې طالبانو تل رد کړې او ويلي، چې امريکا سره شوې... Читать дальше...
په راپور کې د پاکستان په حواله ويل شوي چې په ۲۰۲۰ز کال کې بهر ميشتې پاکستانيانو خپل هېواد ته د پيسې ليږلو شرح زياته وه، که څه هم کورونا وايرس له وجې کاروبارونه په ټپه ولاړ وو خو د دې باوجود د پیسو ليږل کم شوی نه دي.
دوی زیاتوله، ټولې صرافۍ په یوه کتګورۍ نه دي، څوک ډېرې سرمايې لري او ځینې بیا یوازې له دې لارې د کورنیو نفقې پیدا کوي، چې له دې کبله ټول صرافان په یو ډول د شرکتونو د جوازونو د اخیستلو توان نه لري.
په نندارتون کې په لسګونو کتابخپرندویه ټولنو خپل خپاره کړي کتابونه نندارې ته ايښې ول چې د کتاب د مینه والو د پام وړ وګرځېدل.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د تېرکال په پرتله روان کال د کابل ښار د هوا ککړتیا يوازې دوه سلنه را کمه شوې ده.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، له دې سره سره چې دغې ادارې د هوا د ککړتیا د راکمولو لپاره بې درېغه هڅې کړې، خو ښکاري چې اغېز يې کم و.
د دغې ادارې ویاند قاسم رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د تېرکال په پرتله روان کال د کابل ښار د هوا ککړتیا دوه يوازې دوه سلنه راکمه شوې ده.
هغه زياتوي: "روان کال د تېرکال د ورته وخت په تناست د کابل په هوا کې کم یعنې په... Читать дальше...
په نرګس ګل کلنۍ مشاعره کې، يو شمېر چارواکو او ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره په کې د یو شمېر نورو ولایتونو او له خيبر پښتونخوا څخه ځینو شاعرانو ګډون کړی و.
د امریکا متحدو ایالتونو پر هغې روسي بېړۍ او د بېړيو پر خاوند اضافي بندیزونه ولګول چې له روسیې څخه جرمني ته د طبیعي ګازو د نللیکې نارد ستریم ۲ پر جوړولو کار کوي.
خو د حکومت دا اقدام د کانګرس د جمهوریپالو استازو له فوري انتقاد سره مخامخ شو او هغه یې ناکافي وباله.
بندیزونه د بهرنیو چارو وزارت له لوري پرون کانګرس ته په یوه راپور کې وړاندې شول.
دوو جمهوریپالو استازو سمدلاسه اعلان وکړ، چې حکومت پر نورو هدفونو د بندیزونو په لګولو کې پاتې راغلی دی.
دوی له حکومته وغوښتل، چې په دې اړه توضیح ورکړي چې... Читать дальше...
په کابل کې د اسیا'بي' درجې فوټبال روزنېز کورس نن شنبه (د کب ۲مه) پای ته ورسېده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه روزیز کورس درې اوونۍ مخکې په کابل کې پیل شوی و چې نن د سندونو او جایزو په ورکړې سره پای ته ورسېد.
ښاغلی مشعوف وایي، په دغه شل ورځني پروګرام کې له کابل او ولایتونو څخه ۲۴ روزونکو برخه اخېستې وه.
یاد پروګرام د افغانستان د فوټبال فدراسون د فني مدیر طاهر رؤفي له خوا پرمخ یوړل شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د ګرېډ ټو (دوهمه درجه) ولایتي سیالۍ پيل شوي چې د همدغو سیالیو په لړ کې نن شنبه (د کب ۲مه) زابل فراه ته او هلمند بیا بغلان ته ماتې ورکړه.
د زابل او فراه لوبډلو ترمنځ لوبه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه چې په کې زابل د ۱۳۷ منډو په توپير فراه ته ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې زابل لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۶ منډو ستر هدف فراه لوبډلې ته ورکړ.
فراه لوبډله د هدف په پوره کولو... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ویلي، ټول متعهده دي چې ډاډمنه کړي له افغانستانه بیا ترهګریز بریدونه ونه شي.
ولسمشر بایډن بېګا د مونیخ امنیتي کنفرانس ته وینا کوله او دا خبره یې وکړه.
په دې اړه دا ویډیوي راپور وګورئ.
هغه مشال راډیو ته وویل، دا سفر ځکه مهم دی چې قطر کې د سولې خبرې څه نا څه پڅې شوي او تاوتريخوالی زيات شوی دی، نو که طالبان دایمي اوربند ته غاړه نه ږدي باید د پاکستان د فشار په ترڅ کې لنډ مهاله اوربند ته دې غاړه کېږدي.
د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی له پاکستان څخه غواړي چې طالبان اوربند او د سولې د خبرو بیا پیل ته وهڅوي.
محمدعمر داوودزي نن شنبه (د کب ۲مه) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا غوښتنه به د راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته د سفر پر مهال له چارواکو سره هم شریکه کړي.
ښاغلی داوودزی د را روانې چهارشنبې په ورځ د پاکستان د حکومت په بلنه د درې ورځني سفر په مخه اسلام اباد ته ځي.
د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي. Читать дальше...
په روسیه کې د استېناف یوې محکمې نن شنبه (د کب ۲مه) د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ د حبس موده راکمه کړه.
ناوالنۍ د لومړنۍ محکمې د هغه حکم پر وړاندې چې دی یې د اختلاس په یوه قضیه کې په درې نیم کاله حبس محکوم کړی و، د استېناف غوښتنه کړې وه.
د مسکو د بابوشکینسکي ولسوالۍ استېناف محکمې د نوموړي د حبس موده دې ته په پام سره چې یو څه وخت یې په زندان کې هم تېر کړی دی، دوو کلونو او اتو میاشتو ته راکمه کړه.
پر ناوالنۍ دا تور هم و چې جرمني کې د درملنې پر مهال له زندانه د مشروطې ازادۍ شرایط یې تر پښو لاندې... Читать дальше...
د بلوڅو کورنۍ له حکومته غوښتنه کوي چې د هغوی پورته کړل شوي خپلوان دې یا خوشې کړل شي او یا دې هم عدالت ته وړاندې کړل شي چې راتلونکی او برخلیک یې معلوم شي.
د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی وايي، د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ مه نېټه پاکستان ته سفر کوي.
هغه ازادي راډیو ته وویل، دا سفر ځکه مهم دی چې قطر کې د سولې خبرې څه نا څه پڅې شوي او تاوتريخوالی زيات شوی دی، نو که طالبان دایمي اوربند ته غاړه نه ږدي باید د پاکستان د فشار په ترڅ کې لنډ مهاله اوربند ته دې غاړه کېږدي.
ښاغلی داوودزی وايي، پاکستان باید دې برخه کې له خپل نفوذه ګټه واخلي:" د سولې په اړه موضوعات ډېر دي، خو اوربند او د طالبانو راتلل د مذاکرې میز ته، دا د سفر... Читать дальше...
که څه هم افغان حکومت لا له وړاندې د ډیجیټلي حکومتوالۍ لپاره کار پیل کړی و، خو سږ یې د جنیوا کنفرانس کې له نړيواله سره له کړېو ژمنو یوه دا وه چې دا برخه به لا پیاوړې کوي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د ډیجیټلي سیسټم پر سټراتیژۍ یې کار پیل کړی چې په خبره یې په راتلونکي کې د ټولو دولتي ادارو چارې ډیجیټلي کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند نصرت الله نصرت ناصري ازادي راډیو ته وویل: "د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دې برخه کې پلان لري او اوس د ډیجیټلي... Читать дальше...
مسلم ليګ نواز ګوند د نوښار په صوبايي څوکۍ پي کې ۶۳ او د پنجاب د وزیر اباد پر پي بي یو پنځوس ۵۱ حلقې کامیابي تر لاسه کړې ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغه هوډ یادونه وکړه چې افغان جګړه باید پای ته ورسول شي.
په ١٣٩٩ مالي کال کې د بدخشان مستوفيت مالياتي عوايد د ماليې وزارت د ورکړل شوي پروګرام پرتله ٦سلنه زياتوالى ښيي.
د بدخشان مستوفي محمد مقصود اصفيا نن شنبه (د کب ۲مه) ازادي راډیو ته وويل چې د بدخشان مستوفيت ته په ١٣٩٩ مالي کال کې د ماليې وزارت له خوا د عوايدو د راټولولو له پلوه څه د پاسه ٢٣٣ ميليونه افغانۍ هدف ټاکل شوى و چې دغه اداره بریالۍ شوه ٢٤٨ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د ماليې وزارت د ورکړل شوي هدف په نسبت څه د پاسه ٦سلنه زياتوالى ښيي.
نوموړي وویل، د موسسو ، مخابراتو ، ټرانسپورټ... Читать дальше...
د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنې د افغانستان بانک له لوري د دوی غوښتنو ته د نه پاملرنې له امله نن شنبه (د کب ۲مه) بيا يوه اعتراضیه ناسته وکړه.
دغو صرافانو له تېرو ١٤ ورځو راهیسې کار بندیز اعلان کړی.
د دغې شورا ویاند هاشم روضه یي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، تر کومه چې د افغانستان بانک د دوی غوښتنې ونه مني کار بندیز ته به دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا چې په یاده اعتراضیه ناسته کې نږدې دوه زره کسانو برخه اخېستې او په ولایتونو کې هم کاري اعتصاب دوام لري.
دوی وایي، پخوا تردې به د پیسو خدماتونه... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
МФК «Динамо Пушкино» вошел в топ-8 команд Всероссийского футбольного турнира «Кубок Казани»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Дарья Касаткина
Теннисистка Касаткина выразила сожаление, что у нее нет коннекта с Шараповой
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Регоператор провел экологический телемост между школьниками Подольска и Москвы
Путин в России и мире
Москва
Путин сказал Алиеву: "Пора!". Новый БАМ пройдет через Кавказ. Транспортным коридором "Север — Юг" Россия и Азербайджан перешли дорогу Западу
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский допустил, что Москва и Киев начнут мирные переговоры
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Сергей Шнуров
Кормухина объяснила, почему не считает Шнурова музыкантом
Москва
Производство косметики в Москве выросло более чем на 60 процентов
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net