Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 17.02.2021

ملي امنیت د لوګر د والي پر مرستیالې د بريد طراح نیولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي امنیت وايي، د لوګر د والي په مرستیالې د بريد طراح یې نیولی دی. د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دي چې نيول شوى کس مصباح الله نومېږي او په لوګر کې یې په بېلابېلو هدفي وژونو او د ماینونو په جوړولو کې لاس درلود. په اعلامیه کې ویل، چې دغه شان یاد کس پلان درلود چې په یو وسله واله حمله کې د لوګر د والي مرستیاله رابعه ستانکزۍ له منځه یوسي. ملي امنیت ریاست د اعلامیې ترڅنګ یوه ویډیو هم خپره کړې، چې یو تن په کې ځان مصباح الله بولي او په بېلابېلو جـرمونو اعتراف کوي. Читать дальше...

سکاټ مېلر: د تاوتریخوالي نه کمښت د افغان سولې بهیر سختوي

Pa.azadiradio.com 

شاوخوا یو کال وروسته له هغه چې واشنګټن له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو په شرط له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه موافقه لاسلیک کړه، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې طالبانو خپلې حملې زیاتې کړي دي. په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د پخوا په پرتله د طالبانو تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د ده په خبره، دا وضعیت پرمختګ ته چې هیله ده د افغانستان لپاره به یو تاریخي پړاو وي، لاره نه هواروي. سکاټ مېلر دا خبرې رویټرز خبري اژانس ته کړي، چې د چارشنبې په ورځ خپرې شوې.



ار ايس ايف سازمان: "اى سي سي" دې د افغان خبریالانو د وژنې قضیې وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل تازه ټویټ کې له نړیوالې جزايي محکمې غوښتي، چې د افغانستان وضعیت په اړه په خپلو څېړنو کې د خبریالانو پر وړاندې جنایت ته هم ځای ورکړي. د بې پولې خبریالاانو سازمان له خبریالانو د یوناما د وروستي ملاتړه د هرکلي ترڅنګ له نړیوالې جزايي محکمې غوښتي، چې په افغانستان کې د خبریلانو د وژنې قضیې وڅېړي. د جنګي جرمونو نړیوالې جزايي محکمې مرکز د هالند په هاګ ښار کې دی، دغه بنسټ د لویو حقوقي مسایلو ترڅنګ په هغو هېوادونو تمرکز کوي، چې جنګي جرمونه په کې ترسره شوي وي. په دغه... Читать дальше...

د ولسمشر غني له لوري لېږل شوى څادر د خواجه معین الدین چشتي پر قبر خورېږي

Pa.azadiradio.com 

په نوې دهلي کې د افغانستان سفارت وايي،  چې د افغان جمهور رییس یو لیک او (څادر) دغه سفارت ته استولي چې د چشتیه طریقې صوفي معین الدین چشتي پر قبر یې خور کړي. ‎په هند کې د افغانستان سفارت په راجستان کې د اجمیر شریف پر حرم د یو څادر د خورولو خبره کوي. ‎د دغه سفارت سرپرست طاهر قادري د چهارشنبې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې دا څادر له یو لیک سره د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني له خوا دوی ته استول شوی او ټاکل شوې چې په هند کې د دغه هېواد استازي یې د جمعې په ورځ د اجمیر شریف زیارت ته یوسي. Читать дальше...

په پښین کې ضمني ټاکنې جمعیت علما اسلام ګټلي

Mashaalradio.com 

د فېبرورۍ پر ۱۶مه د بلوچستان پښين ضلعې انتخابي حلقه پي بي ۲۰ په ګډون د سیند صوبې پر دوو حلقو ضمني ټاکنې شوې دي. د غېر حتمي نتایجو له مخې د سیند حلقې پیپلز ګوند او د پښين حلقه د جمعیت علما اسلام غړي ګټلې ده. د خېبر پښتونخوا ضلع نوښار او ضلع کورمه باندې د فېبرورۍ پر ۱۹مه ضمني ټاکنې کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

د دایکنډي چارواکي: ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د دایکنډي ولایت چارواکي وايي چې په دې ولایت کې ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.  د دایکنډي والي محمدرضا همدرد نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار هغه مهال د کجران ولسوالۍ په صوف تنګي کې وشوه چې د امنیتي ځواکونو د هاموې موټر په لاره کې ماین وچاودېده. ښاغلي همدرد زیاته کړه: "له بده مرغه څلور تنه شهیدان شوي او ۲ ټپیان دي، هلته درې ماینونه کشف شوي وو، یو یې خنثی کړ، خو دوهم ماین د ملي اردو پر هاموې وچاودېده."  تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخېستی.

نیوزیلانډ افغانستان کې خپل ۲۰ کلن پوځي ماموریت پای ته رسوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د وضعیت د ارزونې او دلته د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو او یا هم ایستلو په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې له پیلېدو او پرېکړې تر اعلان وړاندې، نیوزیلانډ په دې هېواد کې د خپل شل کلن پوځي ماموریت د پای ته رسولو اعلان کړی. دا هېواد اوس‌مهال په افغانستان کې یوازې شپږ تنه عسکر لري. د نیوزیلانډ صدراعظمې جاسیندرا اردر رسنيو ته ویلي، په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د دوام اړتیا نه ویني. اغلې اردر زیاته کړې، په افغانستان کې د سولې روان بهیر د سیاسي حل لپاره غوره لار ده او نور په یاد... Читать дальше...



ولسي جرګه: حکومت دې اسلام قلعه کې سوداګرو ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې د چهارشنبې (د سلواغې ۲۹مه) د ورځې عمومي ناستې ازاد بحث تر ډېره د دغه هېواد په اقتصادي مسایلو په ځانګړي ډول د هرات د اسلام قلعه پر پېښې ور ټول وو. وکیلانو ټینګار کاوه، که ياد ګمرک کې له فساده مخنیوی شوی وای، د ګمرکي اسنادو د طی مراحل کېدو پړاو چټک او لومړي خدمتونه سم وای، دا شان غمېزه به نه پېښېده. د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د چهارشنبې (د سلواغې ۲۹مه)د ورځې په عمومي ناسته وویل چې حکومت باید سوداګرو ته د اوښتو زیانونه تاوان ورکړي. ښاغلي رحماني زیاته کړه: "په اسلام... Читать дальше...

چارواکي: د هرات – اسلام قلعه پر لویه لار چاودنې ۲ امنیتي ځواکونه ووژل

Pa.azadiradio.com 

د هرات – اسلام قلعه په لویه لار کې د ماین په چاودنه کې دوه امنیتي ځواکونه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.  د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي ازادي راډیو ته وویل، پېښه نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) سهار نهه نیمې بجې په روزنک سیمه کې هغه مهال وشوه چې د امنیتي ځواکونو موټر پر ماین وخوت.  د دې پېښې مسوولیت تر دې دمه کومې دلې په غاړه نه دی اخېستی.

د ای.پي.ایل کرکټ لیګ بولي سبا پنجشنبه چنای کې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د هند ای پي اېل کرکټ سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم سبا پنجشنبه ماسپښین درې بجې په چنای ښار کې ترسره شي. ددې لیګ بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوم لېکنه کړې وه چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي دي. خو د ای پي اېل ادارې له ۱۰۹۷ لوبغاړو له ډلې یوازې ۲۹۲ غوره کړل او اوس به دا ۲۹۲ لوبغاړي بولي ته وړاندې کېږي. د آی پي ایل لیګ ته ۳۰ افغان لوبغاړو نوم لېکنه کړې وه چې۷ لوبغاړي مجیب الرحمن، رحمن الله ګُربز، قیس احمد، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، کریم جنت او فضل حق فاروقي شارټ لېست شوي دي. Читать дальше...

کرکټ؛ زیمبابوې افغانستان پر وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د زیمبابوې کرکټ لوبډلې د افغان لوبډلې پر وړاندې سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه. ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملې لوبډله د راتلونکې مارچ میاشتې په دوهمه او لسمه نېټه د زیمبابوې پر وړاندې دوه ازمایښتي (ټیسټ) سیالۍ ترسره کړي. د زیمبابوې کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې یادو لوبو ته د سین ویلمسن په مشرۍ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه. افغانستان به تر ټېسټ سیالیو وروسته د زیمبابوې سره درې شل اووریزه لوبې هم وکړي. لومړۍ شل اوورېزه لوبه د مارچ په ۱۷مه، دوهمه د مارچ په ۱۹مه او درېیمه هم د یادې میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره کېږي. Читать дальше...

کابل کې د موی تای سیالۍ د ٤٠ ورزشي کلپونو ترمنځ ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې په کابل کې د موی تای سیالۍ پیل شي. د افغانستان د موی تای فدراسیون رئیس امیرحسین حسیني نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دې سیالیو له جوړولو هدف د لوبغاړو د مهارتونو لوړول او د ورزشکارانو د سولې غږ اوچتول دي. ښاغلی حسیني وویل چې دغه سیالۍ د یوې ورځې لپاره د جمعې په ورځ د ٤٠ ورزشي کلپونو او د ٨٠ لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي. د افغانستان د موی تای فدراسیون تېره اوونۍ هم د موی تای نړېوالې ورځې په مناسبت سیالۍ ترسره کړي.

کابل، پېښور او کوټې راډیو خپرونې څه وخت پیل شوې؟

Mashaalradio.com 

په پښتنو سیمو کې د راډیو د اهمیت او فعالیت په اړه مو د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې له بېلابېلو کسانو سره خبرې کړې دي. د راډیو او د انسان ملګرتیا زړه ده، د نولسمې پېړۍ تر نیمايي وروسته د راډیو د جوړولو لپاره هلې ځلې پیل شوې وې. د شلمې پېړۍ په درشل کې « مارکوني » او ځېنې نور ملګري یې په لومړي ځل په دې توانېدلي ول چې غږ تر لرې واټنه ورسوي. کابل راډیو په ۱۹۲۵، د پېښور راډیو په ۱۹۳۵ او د کوټې راډیو په ۱۹۵۶کلونو کې خپلې لومړنۍ خپرونې شروع کړې وې. د کابل، پېښور او کوټې ترڅنګ نن د نړۍ له ډېرو ښارونو د پښتنو لپاره راډیويي نشریات کېږي. Читать дальше...

نړۍکې په کرونا ویروس د اخته وو شمېر ۱۱۰ میلیونو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو، په تېره بیا د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د کرونا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي.  د جان هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، تر پرون سې شنبې(د سلواغې ۲۸مه) پورې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته شوېو کسانو شمېر نژدې یو سلو لس میلیونو ته ورسېد.  تر پرون پورې له دې ویروسه څه کم ۲ میلیونه ۴ لکه ۱۲ زره تنه مړه شوي وو.  جان هاپکېنز پوهنتون د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نژدې ۲۸ میلیونه ښودلی، خو وايي چې د جنورۍ له وروستیو څخه په متحدو ایالاتونو... Читать дальше...

د یمن د مارب ښار د نیولو لپاره د ملګرو ملتونو خبرداری!

Pa.azadiradio.com 

ملګروملتو خبرداری ورکړ چې د مارب ښار د نیولو لپاره د حوثي یاغیانو یرغلیز عملیات کېدای شي د سلګونو زرو تنو د بې ځایه کېدو سبب شي.  مارب د یمن د رسمي دولت یوه وروستۍ پاتې اډه ګڼل کېږي.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، لکونو تنو  چې د یمن د شپږ کلنې جګړې په لړ کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، مارب سیمې ته پناه وړې او د دې ښار مرکز خورا پراخ شوی دی.  د یمن د حکومت د یوه چارواکي په وینا د جګړې جبهه اوس د دې ښار د لوېدیځ ۳۰ کیلومترۍ ته رسېدلې او مارب ته د ورغلیو پناه غوښتونکو د ژوند په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

بریتانیا د کووېډ-۱۹ واکسین لپاره جګړه ځپلو سیمو کې اوربند غواړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د نړۍ په هغو سیمو کې چې جګړې روانې دي، د کووېډ – ۱۹ واکسین د تطبیق لپاره د لارو چارو په لټولو بحث کوي.  د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب به دا غونډه رهبري کړي.  دی به د جګړو په سیمو کې د اوربند غوښتنه وکړي، څو له لارې یې د واکسین د رسېدو زمینه برابره شي. د راپورونو پر اساس د نړۍ په څو سیمو له هغې ډلې یمن، جَنوبي سوډان او ایتوپیا کې څه باندې ۱۶۰ میلیونه کسانو ته د نا امنیو او ناسمو شرایطو په سبب د واکسین د رسولو تطبیق ممکن نه دي بلل شوي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Бато Багдаев

В рубрике «Я - артист цирка Бурятии» Саян Дондоков - Театр и дети, Культура и Россия, национальный проект





Персональные новости
Концерт

Владимир Брилёв: «Концерт, посвященный Великой Победе, стал доброй традицией для творческого объединения «Хрустальное соZVездие».





په ژمي کې د بند امير ښکلا

Pa.azadiradio.com 

د بند امیر سیاحت ځایونه نه یوازې په اوړي کې بلکې په ژمي کې هم د سیلانیانو لپاره په زړه پورې دي. د بامیان بند امیر په افغانستان کې لومړی ملي پارک دی چې هر کال د زرګونو سیلانیانو له خوا لیدنه ترې کېږي. نور په دې راپور کې وګورئ.

د اسلام قلعه پېښه؛ مالیې وزارت: زیانمو سوداګرو ته به رسېدنه وشي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مالیې وزارت سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د اور لګېدنې پېښې له ارزولو وروسته به زیانمنو شوېو ته جدي رسېدنه وشي. د ماليې وزارت مطبوعاتي مسوول فرید نوښت نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هرات د اسلام قلعه په ګمرک کې د اور لګېدنې پېښه د مالیې وزارت او بېلابېلو ګمارل شوېو کمېټو او کمېسيونونو له لوري تر نظارت لاندې ده. نوموړي وویل، که څه هم پېښه کې سوداګرو ته زیات مالي زیان اوښتی، لسګونه نقلیه وسایط او سوداګریز مالونه سوځېدلي، خو په وینا یې د... Читать дальше...

'پي.ای. اې': غواړو افغانستان ته سوداګریز پروازونه لا زیات کړو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د 'پي.ای. اې' یا د نړېوال هوایي شرکت مشر اېرمارشل ارشد ملک په یوه ورځنۍ سفر کابل ته راغلی او د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس محمد قاسم وفایي زاده او يو شمېر افغان سوداګرو سره يې لیدلي دي. د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت دفتر نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) په خپل خپاره کړي بیان کې ویلي، دوی غواړي افغانستان ته خپل سوداګریز پروازونه لا زیات کړي او کندهار، هرات او مزار شریف ته هم پروازونه ولري. د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې مشر له پاکستانه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې... Читать дальше...

د پېښور چارلي پېژنئ؟

Mashaalradio.com 

د پېښور يو ځوان د نامتو ټوکمار چارلي چپلن په جامه او کردار کې لارو کوڅو کې خلک خندوي. عثمان د چارلي چپلن په ډول وړې ويډيوګانې هم په ټولنيزو رسنيو خپروي. نوموړي وايي چې د کورونا وبا له کبله د ټولبند په ورځو کې یې د چارلي چپلن کردار خپلولو ته پام شو، چې د وبا په پرېشانیو کې د لس پرمخ خندا راولي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

Спорт в России и мире
Москва

Монсон заявил, что его спортивная карьера практически завершена


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Хачанов победил Шевченко во втором круге турнира ATP в Риме


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

10 РЕДКИХ животных из Красной книги, которых можно встретить в Москве





Путин в России и мире
Москва

Си отказал Макрону в просьбе, связанной с Путиным. В Москву прибыл лидер Кубы


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко вернулся с парада Победы в Минск: "Ядерный апокалипсис неминуем"




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Nirvana

Умер бывший продюсер группы Nirvana Стив Альбини



Москва

11 мая: какой сегодня праздник, что было в этот день

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net