123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 03.02.2021

د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ښه نه دی. په یوه غونډه کې چې دغه سازمان پرون جوړه کړې وه په طالبانو غږ وشو چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. جزییات په دغه راپور کې وګورئ.

عدالت د علي وزیر ضمانت و نه مانه

Mashaalradio.com 

عدالت نن د علي وزير پرته د پي ټي اېم د کراچۍ د مشرانو او غړو نورالله ترين، محمد شېر مسيد، شېر ايوب، حسن الله او بصير الله ضمانت منظور کړی دی.



'د کورونا مخنيوي واکسين پرضد پروپاګند خپرول ولس له خطر سره مخامخوي'  

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فېبرورۍ پر دويمه ناوخته په اسلام اباد کې د واکسين ورکولو کمپاين پرانسته وکړه او زياته یې کړه چې دا واکسين به په لومړي پړاو کې روغتيالا پالانو ته ورکول کېږي ځکه هغوی د ناروغانو د درملنې له کبله له زيات خطر سره مخامخ وي.

په محکمه کې د برما د لرې کړاى شوې مشرې پر وړاندې دعوه ثبت شوه

Pa.azadiradio.com 

د برما پولیسو د دې هېواد د لیرې کړای شوې مشرې آنګ سان سوچي پر وړاندې دعوه پرانیستې ده. نوموړې به د فبرورۍ تر ۱۵ د تحقیق لپاره په توقیف کې وي.  د برما پوځ د فبرورۍ په لومړۍ نېټه کودتا وکړه او آنګ سان سوچي یې توقیف کړه. د پولیسو په یوه غوښتنلیک کې محکمې ته ویل شوي، چې  د دغې ۷۵ کلنې مشرې آنګ سان سوچې د کور د تلاشۍ پرمهال د مخابرې دستګاه موندل شوې چې په غیر قانوني ډول راوړل شوې او له اجازې پرته کار ترې اخیستل شوی دی.  سوچي په برما کې د ډیموکراسۍ د یوه حرکت د مشرۍ کولو له کبله له ۱۹۸۹ کال څخه تر ۲۰۱۰ کاله په کور کې نظربنده وه. Читать дальше...

افغان چارواکي: پاکستاني پوځ پر کونړ توغنديز بريدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تور پورې کړ، چې د پاکستان پوځ د کونړ پر شلتن سیمه او د ډیورنډ په امتداد د استوګنې پر ځایونو د توغندیو ډزې کړي دي. ​د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې دا بریدونه په سختو ټکو غندي او ژر تر ژره باید پاکستان له دې ډول تهاجمي بریدونو لاس واخلي او په راتلونکې کې یې تکرار نه کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دا ډول هڅي د دواړو هېوادونو پر اړیکو ډېر منفي اغېز کوي او که ادامه پیدا کړي د پایلو مسوولیت به د اسلام آباد پر غاړه وي. پاکستان... Читать дальше...

د پکتیکا د لسو ولسوالۍ اوسېدونکي: حکومت دې ارګون ولایت کړي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې د لسو ولسوالیو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولایت په توګه د ارګون د بدلېدو غوښتنه وکړه. د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د لسو ولسوالیو اوسېدونکي راټول شوي او له افغان حکومته غواړي چې د ارګون او ترڅنګ یې لسو ولسوالیو ته تر ولایت پورې ارتقا ورکړي. دوی وایي، ارګون او ورڅېرمه نهه ولسوالۍ یې د مساحت، نفوس، د خلکو ټولنیزو اړتیاو او غوښتنو ته په کتو باید دوه لسیزې وړاندې ولایت شوې وای، خو په خبره یې اوس هم ناوخته نه دی او چارواکي دې د دوی غږ واوري د غونډې یو ګډونوال اسحاق ارین وایي... Читать дальше...

د پکتیا ځينې اوسېدونکي: د برښنا ويش بهیر پڅ دى

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د برښنا د ویش په پڅ بهیر نیوکې کوي. د پکتیا په مرکز ګردېز کې د یو شمېر هغو کلیو اوسېدونکي چې د برښنا د ویش په لومړي پړاو کې ورسره د پوښښ ژمنه شوې وه، وایي، لا هم له برښنا بې برخي دي او د دوی کلیو ته د برښنا ویش د چارو بهیر ډېر پڅ دی. د پکتیا د مرکز ګردېز اوسېدونکی او مدني فعال جمیل الرحمن د برښنا ریاست ملامتوي، چې په خپلو چارو او ژمنو کې پاتې راغلی. هغه وویل: "د تېرې په سیمه کې نږدې شل کلي لا هم د برښنا څخه بې برخې دي، ځینو ته کارونه روان دي، خو ډېر... Читать дальше...



د حکومت حقیقت موندنې پلاوي د بهسود لانجې په اړه یوه کلي توافق خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

‎د افغان حکومت د حقیقت موندنې پلاوي یو غړی وايي، د میدان وردګ ولایت د مرکز بهسود ولسوالي لانجې ته د حل لپاره له مقابل لوري سره یوه کلي توافق ته رسېدلي دي. هغه راپورونه تایید شوي چې وايي، د میدان وردګو ولایت د بهسودو مرکز ولسوالي له دوهمې حصې څخه امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه وتلي دي. د افغان حکومت د حقیقت موندنې پلاوي یوه غړي احمد علي راشد ازادي راډيو ته وويل، چې په یوه بل تحول کې د مرکز بهسود ولسوالي دوهمه حصه اوس د خنجر په نوم د یوه کس د وسله والو کسانو په لاس کې ده. ‎د دوشنبې په ورځ افغان... Читать дальше...

په پاکستان کې د کورونا ضد واکسين کپمين پيل شو

Mashaalradio.com 

د سینوفارم په نامه پینځه لکه د کورونا ضد واکسینو خوراکونه (ډوزونه) د فېبرورۍ پر دویمه پاکستان ته له چینه وروړل شوي چې په لومړۍ مرحله کې به د روغتيا کارکوونکو او په دويمه مرحله کې به عام ولس ته لګول کېږي. نور حال د عظمت علي شاه او نياز علي په دې ويډيو يي راپور کې.

ملګري ملتونه: د افغانستان په زندانونو کې لا هم بندیان شکنجه کېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي، د افغانستان په زندانونو کې لا هم بندیان شکنجه کېږي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په یوه تازه راپور کې د افغانستان په زندانونو او بند خونو کې د بندیانو د شکنجې او له دوی سره د بد چلند په اړه ويلي دي. یوناما دا راپور نن د چهارشنبې په ورځ د شکنجې راپور تر نوم لاندې خپور کړ. په راپور کې د یو شمېر زندانیانو له قوله لیکل شوي، دوی په زندانانو او بند خونو کې شکنجه او حقونو ته یې پام نه کېږي. د افغانستان... Читать дальше...

میدان وردګ کې "یو غږ د سولې لپاره" په نوم مشاعره وشوه

Pa.azadiradio.com 

په میدان وردګو ولایت کې د یو غږ د سولې لپاره په نوم مشاعره ترسره شوه.  په دغه مشاعره کې چې لسګونه ځوانانو او لیکوالانو برخه اخیستې وه په دې اړه نور حال په دې راپور کې چې د لاندې لينک په کېکاږلو سره يې اورېدلى شئ:

عمر سعيد شېخ په اړه عدالتي فيصله او د پاکستان او امريکا اړيکې؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپريم کورټ له خوا د امريکايي خبريال ډېنيل پرل په وژنه کې مجرم ګرځول شوي د احمد عمر سعيد شېخ د خوشي کولو حکم باندې امريکا خفګان ښودلی وو. د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه تر عدالتي فيصلې وروسته د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره دا موضوع د ټيليفون له لارې راپورته کړه؟ پوښتنه دا ده چې د عمر سعيد شېخ خوشې کېدنې فيصلې د پاکستان او امريکا تعلقات له چېلنج سره مخامخ کړي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د چارو له پوهانو سره بحث شوې دي.

"امنيتي ځواکونه په بشپړ ډول د ميدان وردګو له بهسودو ولسوالۍ وتلي"

Pa.azadiradio.com 

‎په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی مهدي راسخ وایي، چې امنيتي ځواکونه له بهسودو ولسوالۍ په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول وتلي دي. ‎د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍکې د امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونکوو ترمنځ شخړه. اوس ويل کېږي، چې امنيتي ځواکونو دغه ولسوالۍ په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول پرېښوده. ‎په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی مهدي راسخ چې دا مهال په سیمه کې دی ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته (سه شنبه) د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ټولو امنیتي ځواکونو دغه ولسوالۍ پرېښوده... Читать дальше...

د میانمار په پلازمېنه کې ولس د لوښو په کړنګهار پوځي کودتا وغندله

Mashaalradio.com 

د ميانمار په کاروباري ښار ينګون کې ځايي ولس د لوښو په کړنګولو سره د پوځي کودتا پرضد مظاهره کړې. دا مظاهرې د هېواد په نورو برخو کې هم شوي دي.د نړۍ يوشمېر هېوادونو په ميانمار کې د پوځي کودتا غندنه کړې. په دې اړه د راډیو فري اسيا ویډیويي راپور اسرار عالم مومند وړاندې کوي.

ارګ د ۱۴۰۰ کال بودیجې دریمه مسوده د تصویب لپاره ولسي جرګې ته لېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د د ۱۴۰۰ کال بودیجې دریمه مسوده د کابینې له لوري پاس او ولسي جرګې ته د تصویب لپاره لېږل کېږي. د افغانستان ولسي جرګه وايي، چې د بودیجې مسودې له دويم ځلي رد دا دې دوه اونۍ اوړي، خو لا هم حکومت دوی ته دریمه مسوده نه ده سپارلې. د دغې جرګې یو شمېر غړي وايي، څومره چې ژر کېږي، باید دریم ځلي طرحه دوی ته وسپارل شي. دوي دا هم وايي، چې د بودیجې دریم ځلي طرحې په تصویب کې به له خپلو غوښتنو یو ګام هم شاته نه شي. د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي صدیق احمد عثماني د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي ناسته کې وویل... Читать дальше...

کرکټ؛ عرب اماراتو کې نن درې سیالۍ کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې په متحده عربي اماراتو کې د 'ټي ټېن' یا لس اوورېزه کرکټ لیګ سیالیو په دوام نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) درې سیالۍ ترسره شي. په لومړۍ لوبه کې بنګال ټاېګر او قلندر، په دوهمه لوبه کې مراټا عرب بینز او ابو دُبۍ او دغه شان په درېیمه لوبه کې نارترن ورس او پونا ډیولیز لوبډلې سره مخامخ کېږي. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبو کې بیا ډیلي بلو لوبډلې پونې او نارترن ورس ډیکن ګلیډیټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا لس اوریزه سیالۍ چې څو ورځې وړاندې پیل شوي، نږدې لس افغان لوبغاړي هم په کې د بېلابېلو لوبډلو له لوري پیرل شوي دي. Читать дальше...

کرکټ؛ کابل لوبډلې د پروان لوبډلې ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کابل کرکټ لوبډلې د پروان لوبډلې ته ماته ورکړه. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن چهارشنبه(د سلواغې ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د ولایتي درېیمه درجه لوبو په دوام نن دا لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. ښاغلی هوتک وایي، لومړی د کابل لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه او بالاخره په ۵۰ ټاکل شوېو اورونو کې یې د پروان کرکټ لوبډلې ته د ۳۱۱ هدف وټاکه. د نوموړي په خبره، د پروان لوبډلې تر ۳۰ اووره پورې ټول لوبغاړي وسوځېدل او د ۱۴۳ منډو په جوړولو د ۱۶۷ په توپیر لوبه وبایلله. د دې سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه ریاض حسن ته ورکړل شوه. Читать дальше...


Музыкальные новости
Елена Маркелова

Продолжается реализации проекта - победителя 1 конкурса 2024 года Фонда президентских грантов «Интеграция в общество детей и подростков с ментальными особенностями методами адаптивной гимнастики»





Персональные новости
Виктор Золотов

Генерал армии Виктор Золотов поздравил военнослужащих, сотрудников и ветеранов Сибирского округа Росгвардии с годовщиной создания объединения





کابل کې د ښځو لپاره د وشو ژمنی ټورنمنټ پیل شو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ښځو لپاره د وشو ژمنی ټورنمنټ پیل شو. د افغانستان د وشو د فدراسیون مشر سید رحمن یورش نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، په دې لوبو کې ۶ ورزشي کلپونه او ۵۰ ښځینه لوبغالې لوبېږي. ښاغلی یورش وایي، د دې لوبو موخه د غوره لوبغاړو ټاکل دي. دا سیالۍ د ځوانانو او لوړعمر لرونکو کسانو ترمنځ د ۴۷ څخه نیولی تر ۷۵ کیلو وزن درلودونکو ورزشي لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي. د نوموړي په خبره، د دې سیالیو په پای کې به د هېواد په کچه د وشو لوبو لپاره غوره لوبغاړي وټاکل شي.

تېره شپه روسیه کې د ناوالنۍ شااوخوا ۱۴۰۰ پلویان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

روسي پولیسو ددې هېواد په پلازمېنه مسکو کې د الکسي ناوالني شااوخوا ۱۴۰۰ پلویان تېره شپه نیولي دي. دوی د مسکو د یوې محکمې د حکم پر خلاف راوتلي وو او د پولیسو له زور زیاتي سره مخ شول. جزئیات په دې ویډیويي راپور کې کتلی شئ:

کندهار کې نامعلومو وسله والو یو ملا امام وژلی

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې نامعلومو وسله والو نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) یو ملا امام وژلی دی.   د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې پر مولوي عبدالباقي نن تر غرمې دمخه وسله والو موټر سایکل سپرو حمله کړې ده.   ښاغلی بارکزی زیاتوي: "نن سهار لس بجې د کندهار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ملا عبدالباقي د  ناپیژاندو وسله والو له خوا ویشتل شوی دی. د دې پېښه علت او انګېزه تراوسه معلومه نه ده."  مولوي عبدالباقي کندهار ته د ولسمشر غني د وروستي سفر پر مهال د دیني عالمانو په استازیتوب خبرې کړې وې. Читать дальше...

عادله راز: افغانستان له بشري اړخه له خورا ډېرو ستونزو او کړکېچونو سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

جګړې له یوې خوا او نورو ټولنیزو ستونزو له بلې خوا، په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه هم راپورته کړې ده. د دې سازمان د بشري مرستو د همغږۍ برخې پرون سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه بحث کړی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په دې غونډه کې ویلي، افغانستان له بشري اړخه له خورا ډېرو ستونزو او کړکېچونو سره مخ دی. نوموړې زیاته کړه: "د افغانستان بشري وضعیت خورا اندېښمنونکی دی. موږ دغه برخه کې له ګڼو ستونزو او کړکېچونو لکه جګړه، اقلیمي بدلون او کرونا ویروس سره مخ یو. Читать дальше...

کشمیر کې له واورو او کنګل جوړ رسټورانټ ګرځندویان پرځان ورمات کړي

Pa.azadiradio.com 

په کشمیر کې له واورو او کنګل جوړ شوی رسټورانټ ګرځندویانو د کشمیر دې سیمه کې د تفریح یو نوی ځای پيدا کړی.   ایګلو کافه کې تاوده خواړه او څښاک له واورو او کنګل جوړو میزونو باندې خلکو ته وړاندې کېږي. دا رسټورانټ په یوه وخت د شپاړلسو کسانو د ځاییدو وړتیا لري، بشپړ یې په دې ویډیو کې وګورئ.

Спорт в России и мире
Москва

Расплата за расточительство! ФК «Оренбург» на домашнем поле уступил ФК «Динамо» (Москва) – 1:2


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

«Был риск завершить борьбу еще в первом матче». В России оценили победу Рыбакиной в Штутгарте


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Сенсорный сад с экотропами появится в Бутырском районе Москвы





Путин в России и мире
Москва

Владимир Путин поздравил ветеранов с 50-летием начала строительства Байкало-Амурской магистрали


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Проводивший панихиду по Навальному* священник запрещен в служении



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Концерт

Концерт в честь Сергея Рахманинова прошел в Воскресенске



Москва

Продлить жизнь помогут движение, отсутствие стресса и добрые друзья

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net