په پاکستان کې د کورونا روسي سپوتنیک پنځه واکسینو قانوني درامد کونکي علي ګوهر فارماسيوټيکل وايي چې دوی یوازینۍ شخصي اداره ده چې له سرکاري اجازې وروسته دا واکسين هېواد ته راوړي. د دوی په وینا له بلې هېڅ کاروباري ادارې یا ليبارټرۍ سره په دې اړه هېڅ تړون نه دی لاسليک شوی.
د فرورې په ۱۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې په کراچۍ کې د علي ګوهر پاکستان لمېټډ کمپنۍ دوو چارواکو د نو م نه څرګندولو په شرط زیاته کړه چې په ځينو رسنیو کې د لاهور ميشته چغتايي ليبارټرۍ دا دعوه چې ګنې دوي په پاکستان کې په کولاو بازار... Читать дальше...
د جلال اباد ښار ځينې اوسېدونکي په دغه ښار کې د نا امنیو له زیاتېدو شکایت کوي.
سید عمر د ننګرهار اوسېدونکی دی. دی وایي، په جلال اباد ښار کې خراب امنیتي وضعیت د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي او ځان خوندي نه احساسوي.
هغه وویل: "دلته هره ورځ هدفي وژنې او چاودنې کېږي، هره ورځ یو کس وژل کېږي، قومي مشران مو وژل کېږي، حتی خپله پولیس د چېک پواینټ کې وژل کېږي او وسلې ترې تښتول کېږي، امنیت ډېر خراب شوی، د ولسوالیو ناامني اوس ښار ته راغلې او د دې باید مخه ونیول شي، په دې باره کې هېڅ جدي اقدام نه دی شوی."... Читать дальше...
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د دوی وروستیو څېړنو ښودلې چې د مخکیني اټکل خلاف د هرات په اسلام قلعه بندر کې د تېلو په ټانکرونو کې په لګېدلي اور کې شاوخوا زر موټرسوځېدلي دي.
مخکې د شاوخوا پنځه سوو موټرو د سوځېدو خبره شوې وه.
د دې خونۍ مشریونس قاضي زاده ازادي راډیو ته وویل، چې تراوسه دقیق نه شي ویلی، چې دغه اور به سوداګرو ته څومره مالي زیان اړولی وي خو د هغه په وینا خبره د څو سوو میلیونه ډالرو ده.
ښاغلي قاضي زاده په دې پېښه کې د اوښتي احتمالي ځاني تلفاتو په اړه وویل، چې په خواشینۍ سره شاوخوا څلویښت کسان لادرکه دي. Читать дальше...
د میدان وردګو ولایت لسګونو اوسېدونکو د امنیې قوماندان "الله داد فدايي" په ملاتړ راووتل.
د کورنیو چارو وزارت وروسته له هغې د فدايي دنده وځنډوله چې د روانې سلواغې میاشتې په لسمه د جمعې په ورځ د میدان وردګ په بهسود کې د لاریون پر مهال ۱۱ کسان ووژل شول.
بشپړ راپور د لاندې لينک په کېکاږلو سره اورېدلى شئ:
روسیې نن د قزاقستان د بایکانور له فضایي اډې یوه باروړونکې بېړۍ د نړیوالې فضایي اډې پر لور وتوغوله.
د روسیې د فضایي چارو چارواکو وویل، پراګرس MS-16 بېړۍ به چې په خوراکي موادو، اوبو، تجهیزاتو او نورو وسایلو بار ده، دوه ورځې وروسته د فبرورۍ په اولسمه له دغې فضایي اډې سره ونښلي.
په اوس وخت کې په دغه فضایي اډه کې د روسیې، د امریکا د متحدو ایالتونو او جاپان اوه فضانوردان اوسي.
د روسیې پراګرس بېړیو له اوږدې مودې راهیسې په تېره بیا له ۲۰۱۱ کال وروسته چې د امریکا د شټل فضایي بېړۍ له کاره ولوېده، دغې... Читать дальше...
په افغانستان کې دملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په خپل یو تازه راپور کې په دغه هېواد کې په تیرو دریو کلونو کې د رسنیو د کارکاوونکو او د بشري حقونو د لسګونو مدافعینو د وژل کېدو خبر ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې په دغه هېواد کې، د ٢٠١٨ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر د ٢٠٢١ جنورۍ ٣١مې پورې ۶۵ د رسنیو د کارکوونکي او د بشري حقوتو مدافعینو وژل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، یوازې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل او د ٢٠٢٠ کال د سپټمبر له ١٢مې د ٢٠٢١ د... Читать дальше...
د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستيال امرالله صالح د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هغه خبرو ته په غبرګون کې چې ويلي وو ارګ محاصره کوي وايي، کله چې حکمتيار بيرغ، اساسي قانون او نظام ته غاړه کېښوده بيا په ارګ کې مېلمه کړل شو.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وروستیو څرګندونو ته د سیاسي ټوکو نوم ورکړی دی.
امرالله صالح د دوشنبې په ورځ پرخپله فیسبوکپاڼه د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار خبرو ته په غبرګون کې لیکلي، څلوېښت کاله وژنو، ترور، بغاوتونو... Читать дальше...
د مایکروسافټ د کمپنۍ مشر براډ سمیټ وایي، سایبري حملې چې روسیه یې مسئوله بلل کېږي، هغه پېچلې او لویې حملې دي چې نړۍ یې نن ورځ شاهده ده.
سمیټ له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه کې چې پرون یکشنبې خپره شوې ویلي، چې د دغو حملو پېچلتيا او پراختیا ته په پام ښایي له زرو زیاتو انجینیرانو پرې کار کړی وي.
د امریکا د استخباراتي خدمتونو د ادارو په وینا ښایي روسیه په دغو حملو کې لاس ولري.
روسیې په دغو حملو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
مايکروسافټ د تېرکال په ډسمبر کې اعلان وکړ چې د نورو په زرګونو کمپنیو په... Читать дальше...
د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، راتلونکي لمریز کال به په ټول افغانستان کې ٢۵ میلیونه نیالګي وکرل شي.
ملت ته د حکومتي ادارو او بنسټونو د حساب ورکونې په لړ کې، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او د کابل ښاروالۍ چارواکو د دوشنبې په ورځ خپلې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له خبریالانو سره شریک کړل.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ریس شاه زمان میوندي په دې ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې دې ادارې په روان لمریز کال کې ۹۶ سلنه خپله عادي بودیجه او ۹۷ سلنه پراختیايي بودیجه مصرف کړې.
ښاغلي میوندي... Читать дальше...
د هرات چارواکي وایي، په اسلام قلعه بندر کې د تېلو په ټانکرونو کې د اورد لګېدو په پېښه کې لږترلږه شل تنه ټپیان شوي دي.
چارواکو ویلي، چې اوس په سیمه کې بل شوی اور کنټرول شوی دی.
د هرات والي وحید قتالي ویلي، په دغه بندر کې چې د تېلو او ګازو د شاوخوا اوه سوه ټانکرونو د درېدو ظرفیت لري، د تېرې شنبې په ورځ د اورلګېدو په مهال په کې څه باندې دونیم زره لارۍ درېدلې وې.
نوموړي ویلي، چې څه باندې دوه زره موټر له اوره بچ کړاى شوي دي.
د هرات والي وویل، په څو کمو ځایونو کې تراوسه اوربل دی چې د نن ورځې ترپایه به هغه مړشي. Читать дальше...
د فبرورۍ پر۱۴ مه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته شېخ رشيد احمد ويلي وو چې د روانې میاشتې د فبرورۍ پر ۱۱ مه یې پر سرکاري ملازمینو اوښکه بهونکی ګېس د ازموینې په توګه کارولی دی ځکه چې دا له ډېرې مودې راهیسې بېکاره پراته وو.
د هرات والي عبدالوحید قتالي وايي، د اسلام قلعه په ګمرک کې له اورلګېدنې یو شمېر کړیو ناوړه ګټه پورته کړې ده.
د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې له اورلګېدنې دوه ورځې وروسته، د دې ولایت والي د پېښې ځینې نور اړخونه روښانوي.
عبدالوحید قتالي وايي، یو شمېر مافیايي کړیو د ځینو موټر چلوونکو په ګډون له دې پېښې ناوړه ګټه اخیستې.
د هرات د والي په خبره، د ځینو سوداګرو سوداګریز توکي او موټر یې، موټر چلوونکو د غلا په نیت یا سوځولي یا هم پټ کړي او ځینو مافیايي کړیو بیا له مالیاتو څخه د تېښتې هڅه کړې.
قتالي زياته کړه... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د ۲۰۲۱م، کال د هند غوره لیګ ای پي ایل څوارلسم پړاو سیالیو بولي د پنجشنبې په ورځ د هند په چینای ښار کې ترسره شي.
ای پي ایل د نړۍ یو مشهوره لیګ دی، چې د هند او د نړۍ ډېر شمېر لوبغاړي په دغه لیګ کې د لوبېدو لپاره لیوالتیا لري.
په یاد تجارتي لیګ کې تر ټولو ځوان افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال دي، چې د لومړي ځل لپاره به د اي پي ایل سیالیو کې بولۍ ته وړاندې شي.
په دغه لیګ کې د نورې نړۍ د لوبغاړو ترڅنګ د افغان لوبډلمشر اصغر افغان په ګډون دېرشو افغان لوبغاړو هم دغې بولۍ ته نوم لیکنه کړې وه،... Читать дальше...
په پکتیکا کې د وزلوبې سیالۍ د شالګر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، په دغو سیاليو کې تر ٨ ډېرو لوبډلو برخه اخیستې وه چې ښې وځلېدې.
نوموړي د سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل او د لوبغاړو د مهارتونو لوړول وباله.
دغه سیالۍ په پکتیکا کې د سولې او یووالي تر عنوان لاندې نن ترسره شوې.
وزلوبه د افغانستان یوه پخوانۍ دوديزه لوبه ده چې ګڼ مینه وال لري.
افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی راشد خان د پاکستان په سوپر لیګ کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته ولاړ.
دا لومړی ځل دی چې راشد خان د پاکستان په سوپر لیګ کې لوبېږي.
نوموړی د پي ایس ایل ډرافټ کې لاهور قلندرز لوبډلې اخیستی او په لوړ قیمت هم پېرل شوی دی.
راشدخان په خپل ټويټر کې لیکلي، کراچۍ ته روان دی او په لومړي ځل به د پاکستان سوپر لیګ کې ولوبېږي.
تر راشد خان مخکې نور احمدلکڼوال او مجیب الرحمن هم پاکستان ته تللي دي.
نور احمد د کراچۍ کنګز او مجیب الرحمن د پېښور زلمي لوبډلې لپاره لوبېږي. Читать дальше...
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته له کابله سندرغاړی او د موسيقۍ استاد سيدا ګل مينا مېلمه کړی وو. دی د ننګرهار د يوې هنري کورنۍ دی چې له خپلو مشرانو سره يوځای يې په پېښور کې د کډوالۍ ژوند هم کړی دی. مينا وايي، په کابل او هم پېښور کې لسګونه شاګردان لري چې سندره ويل او د موسيقۍ د بېلا بېلو الاتو غږول ورزده کوي. د ده په خبره، په شاګردانو کې يې قاريان او نعت خوانان هم شته. د استاد مينا دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د عوامي ورکرز ګوند یوه مشره عصمت شاه جهان وايي چې په پاکستان کې زیاتره ګوندونه د ښځو په برخه کې محافظه کار سوچ لري او هغوی نه غواړي چې د قامي او صوبايي اسمبلیو او د سېنېټ په جنرل سیټونو ښځې منتخب شي.
یوناما وايي، د تېر کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې چې د سولې خبرې پیل شوي، په افغانستان کې د بشري حقونو او د رسنیو لږترلږه ۱۱ مدافعان او کارکوونکي په هدفي حملو کې وژل شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما نن په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، دا چې د دې حملو مسؤلیت نهاخیستل کېږي او مخ په زیاتېدو دي، دې وضعیت په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.
د دغه راپور له مخې هدفي وژنې د دې سبب شوي چې یو زیات شمېر مسلکي کسان په خپله ځان سانسور کړي، د کارځایونه بدل کړي یا هم له هېواده بهر ولاړ شي. Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر جو بایډن به د راتلونکې جمعې په ورځ د «جي-۷» هېوادونو له مشرانو سره د کرونا وبا او د نړۍ د اقتصاد په رغولو خبرې وکړي.
سپینې ماڼۍ پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلی بایډن به دغې غونډه کې کرونا وبا ته د نړۍ په کچه د ځواب ورکولو په لارو چارو او د دغې ناروغۍ په وړاندې د واکسین پر وېش خبرې وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کرونا واکسین د وېش په برخه کې د شتمنو هېوادونو (لومړی زه) تګلاره بېوزله هېوادونه له خطر سره مخامخوي او دغو هېوادونو کې د ویروس پراختیا دوام مومي. Читать дальше...
د هرات په کرخ کې د پاشدان بند د ۱۱ برمته شویو کارکوونکو له ډلې ۴ هغه خوشې شوي دي.
د پاشدان بند د پروژې مسؤل محمد عارف اڅکزي ازادي راډیو ته وویل، ۱۱ کارکوونکي یې پرون نامعلومه وسلهوالو له ځان سره بیولي چې تر اوسه د ۷ تنو هغو د برخلیک په اړه معلومات نهلري.
د هرات امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
پاشدان بند د هرات ښار ختیځ ته په ۲۰ کیلو متري واټن کې پروت دی.
ټاکل شوې تر درې میاشتو پورې دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو چارې هم پيل شي.
دغه بند د ۱۳ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو او دوه مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
مسیر
مسیر ورځپاڼې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې را اخیستي چې ویلي، که حکومت له دوی سره شوې هوکړې عملي نهکړي، نو ارګ به محاصره کړي.
وړاندې لیکوال پر حکومت هم نیوکه کړې چې تر اوسهیې باید دغه ژمنې عملي کړې وای.
لیکوال ټینګار کړی، که حکومت له اسلامي حزب سره هوکړه نهعملي کوي، نو طالبان به هم پرې باور ونهکړي او زړه به ښه نهکړي چې له حکومت سره هوکړه وکړي.
د سرمقاله لیکونکي په وینا، له اسلامي حزب سره د هوکړې مکلفیت د حکومت دنده ده او باید عملي یې کړي.
د بندیانو خوشې کول،... Читать дальше...
د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د چارواکو په وینا د داعش ۷ ځانمرګي او کلیدي کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان تېره شپه د ښار د اوومې حوزې په غوچکو سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ملي امنیت ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.
اعلامیه کې ادعا شوې چې امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته له همدې سیمې د ځانمرګو بریدونو ۴ واسکټونه، یو راکټ او درې کلاشنیکوفونه ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار چارواکي وایي، دغو وسلهوالو هڅه کوله چې له ملکي کسانو د سپر په توګه کار واخلي، خو... Читать дальше...
یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د هرات د اسلامکلا په لویې اور لګېدنې مقالې خپرې کړې دي.
مېل انلاین
مېل انلاین لیکلي دي د اور لګېدنې په دې پېښه کې دوه چاودنې دومره شدیدې وې چې ان د امریکا د ملي هوايي او فضايي ادارې ناسا سټلايټونو ثبت کړې.
شنبه د اسلامکلا په بندر کې د تېلو او ګازو ټانکرونه یو په بل پسې وچاودل او اور یې واخیست. خپرونې د هرات د والي سید وحید قتالي له قوله لیکلي چې په لومړیو ساعتونو کې د اور سیمې ته نږدې ورتګ خطرناکه و ځکه د ګازو د هرې ډبې په چاودنې سره تر ۱۰۰ مترو وسپنې الوتلې. Читать дальше...
په روسیه کې د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ پلویانو پرون په یوې نوې بڼه خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.
پلویانو یې پرون له خپلو کورونو د اسمان یا د اپارتمانونو د انګړ پر لوري د خپلو موبایلونو څراغونه د څو دقیقو لپاره بل کړي وو، یا یې هم شمعې بلې کړې وې.
د ناوالنۍ ټیم په روسیه کې د هغه له ټولو ملاتړو غوښتي و چې پرون یکشنبه په سیمهییز وخت د ماښام له اتو بجو د خپلو موبایلونو څراغونه د ۱۵ دقیقو لپاره بل کړي او مخهیې هم اسمان یا هم په خپلو اپارتمانونو کې انګړ ته ونیسي.
دغهراز له دوی غوښتل شوي و... Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په حصارک او شېرزادو ولسوالیو کې د ۱۴ وسلهوالو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر پرون ازادي راډیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې په حصارک ولسوالۍ کې پرون غرمه مهال د هوايي بريد په پايله کې ۱۰ وسلهوال طالبان وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي.
دغهراز ویل شوي چې په یوه بل هوایي برید کې چې پرون ماښام په شېرزادو ولسوالۍ کې پر یوه موټر چې طالبان پهکې سپاره و، وشو، ۴ وسلهوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
وسلهوالو طالبانو بیا د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
«Фонкод» отметили в народном голосовании Всероссийского конкурса спортивных проектов
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Синоптик Шувалов предсказал 30-градусную жару в Москве в мае
Путин в России и мире
Москва
Путин всё знал, но никого не предупредил: Немцы обвинили Москву в прорыве израильского Купола
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
У помощника Лукашенко по общим вопросам нашли три квартиры в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
В Киеве обвинили Зеленского в неспособности добиться нового пакета помощи от США
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Григорий Лепс
В Ярославле две женщины подрались на концерте Григория Лепса
Москва
Немецкого миллиардера подозревают в инсценировке смерти для бегства в Москву
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net