په بلخ ولايت کې د احمد وفا په نوم يو ځوان د الکترونکي پيغام لېږدولو داسې سافټوير جوړ کړی چې د خبرو کولو او په ټولهيیزه ټوګه ترې د زدهکړو لپاره کار اخيستل کېداي شي.
دا سافټوير "اوا" نومول شوی دی.
احمد وفا د دې پيغام رسوونکي په جوړولو دوه کاله لګولي او اوس په انډرايډ ټيليفونونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
۲۷ کلن احمد وفا چې په بلخ کې له کمپيوټر ساينس پوهنځي څخه فارغ شوی، خپلو هېوادوالو غواړي چې دا سافټوير په خپلو ټيليفونو کې ډاونلوډ کړي.
دی وايي، د دې سافټوير په جوړولو کې ورسره هېڅچا مرسته... Читать дальше...
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، د دې ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ کې له ډیورند کرښې د اوښتو په بدل کې ترې کمېشنکاران زرګونه پاکستانۍ روپۍ اخلي او بیا اجازه ورکوي.
دوی له افغان حکومت غواړي چې د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره دې په دې لاره کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د دې ولایت سربېره د خوست، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکي راټولېږي، څو له کرښې هغې غاړې ته واوړي.
په دوی کې یې زیاتره ناروغان، کاروباریان او یا... Читать дальше...
د جرمني محکمې یو عراقی ملا چې ویل کېږي دغه هېواد کې د داعش ډلې عملیاتي مشر و، د ترهګریز سازمان د ملاتړ په جرم، په ۱۰ کاله او شپږ میاشتې حبس محکوم کړ.
محکوم شوی کس احمد عبدالعزیز عبدالله عبدالله نومېږي چې په ابووالا مشهور دی.
نوموړی د هغې جهادي شبکې په مشرۍ تورن دی چې اروپا کې ځوانان سخت دریځۍ ته هڅوي او عراق او سوریې ته د هغوی په سفرونو کې مرسته کوي.
محکمې دغه ۳۷ کلن سړی یوه ترهګریز بهرني سازمان کې د غړیتوب، د تاوتریخجنو طرحو له جوړولو سره د مرستې او د ترهګرۍ د تمویل په خاطر مجرم پېژندلی دی. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، هېواد بهیې بېرته د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته راوګرځي.
د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره درې کاله وړاندې، د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې له دې نړیوالې شورا وتلې وه.
همدې میلادي میاشت کې د جو بایډن اداره د دغې شورا د څارونکي په توګه بېرته دغه بنسټ کې شامله شوه.
د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د دغې شورا د درې کلني غړیتوب لپاره هر کال په اکټوبر میاشت کې ټاکنې ترسره کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ د ژر تر ژره او بېقید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
انتوني بلېنکن نن (چهارشنبه) په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا انلاین غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې وویل: "موږ یو ځل بیا د روسیې له دولته پر خپلې غوښتنې ټینګار کوو، دوی دې الکسي ناوالنۍ او دغهراز د روسیې سلګونه نور اوسېدونکي چې له خپلو حقونو نه د ګټې اخیستنې په خاطر په ناحقه نیول شوي، ژر او له قید او شرط پرته خوشې کړي."
الکسي ناوالنۍ چې تېره میاشت له جرمني مسکو ته د ستنېدو... Читать дальше...
له بهرنیو ترورېستانو سره اړیکه
د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د هغه دستور په اړه چې له بهرنیو جنګیالیو سره د اړیکو پرې کولو په اړهیې کړی، شک او تردید لري.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې لا هم د طالبانو او بهرنیو ترورېستي ډلو ترمنځ نږدې اړیکې موجودې دي او تر اوسه هم د افغانستان په کچه د بهرنیو جنګیالیو فعالیتونه د پام وړ دي.
ښاغلی امان زیاتوي: "طالبانو ترورېستي ډلو لپاره زمینه برابره کړې، ترڅو د افغانانو او د دې هېواد په وړاندې... Читать дальше...
د فبرورۍ پر ۲۲مه له هغه وروسته پر ټولنيزو رسنيو تود بحث پېل شوی کله چې د اردو ژبې ويبپاڼې انډيپنډېنټ نيوز او له عوامي نېشنل ګوند سره تړاو لرونکې ورځپاڼې شهباز دا خبر خپور کړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې ملاتړې يو سياسي ګوند جوړوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مخکښان ولې ګوند جوړوي.؟ ایا که جوړ شو نو دا به پي ټی اېم ته زيان ورسوي او که نه؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره څېړل شوي.
د خوست نړیوال هوايي ډګر د ټرمینل ودانیزې چارې په بشپړېدو دي او په راتلونکو څو میاشتو کې به يې پرانیسته وشي. چارواکي وايي، د خوست هوايي ډګر ټرمینل د افغانستان تر ټولو لوی او د نړۍ د اوسمهالي معیارونو برابر ټرمینل دی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۱۱۰ زره روغتیایي کارکوونکو تهیې د 'کووېډ-۱۹' واکسین لګول پيل کړی دی.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا چې د 'کووېډ-۱۹' واکسین له ۶۰۰ څخه زیاتو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوی او دغه روغتیایي کارکوونکي به د ۱۵ ورځو په موده کې واکسین شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد د ۶۰ سلنه نفوس واکسین کولو لپاره ۳۲۰ ملیونه ډالرو ته اړتیا ده.
مګر دا پیسې څنګه راټولېږي؟
ښاغلی نظري زیاتوي... Читать дальше...
په ارزګان کې د ورا یو موټر په سیند کې بند پاته شوی چې له کبلهیې پهکې سپاره ۱۰ تنه مړه شوي دي.
د ارزګان د والي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه موټر په ګېزاب ولسوالۍ کې تېره ورځ هغه مهال اوبو کې بند شو چې د هلمند له سينده تېرېده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د موټر ماشین بخار کړی و او تر هغو چې خلک د مرستو لپاره ور رسېدل، پهکې سپاره څلور ماشومان او ۶ ښځې مړه شوي ول.
تر اوسه معلومه نهده چې د موټر دننه کسانو د اکسیجن د کموالي او که موټر ته د اوبو د ورننوتو له کبله ساه ورکړې ده.
موټر چلوونکی له دې پېښې ژوندی وتلی دی.
چارواکي وايي، په غزني کې د موبایلونو یو انجنیر نامعلومو وسلهوالو په دې خاطر وژلی چې د سرتېرو موبایلونهیې جوړول.
د والي ویاند واحدالله جمعهزاده د چهارشنبې (د کب ۶مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، شکرالله نن سهار د خپل کور ترڅنګ وژل شوی دی.
ښاغلی جمعهزاده زیاتوي: "د غزني ولایت مرکز اړوند د خشکو په سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو یو انجنیر چې د غزني ښار په بزازي سیمه کې یې د موبایلونو دکان درلود، له دې امله په شهادت رسولی چې ګواکې ده د دولتي کسانو او امنیتي ځواکونو موبایلونه جوړول."
شکرالله په... Читать дальше...
د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ ډېری اوسيدنکي د سختو لارو، غربت، سړې هوا او روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د اقتصادي غربت، د ویټامینونو کمبود او د مغذي خوړو د کموالي له امله د پامیر شااوخوا په سلو کې ۴۰ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې کندهار کې ۴۲ طالبان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دولت دغه مخالفان تېره ورځ په میانشین، پنجوایي او ارغنداب ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عملیاتو پر مهال د ارغنداب او میوند ولسوالیو له شااوخوا سیمو څخه د طالبانو ۳۵ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په یوه جلا خبرپاڼه کې د بلخ په چهاربولک او شولګر ولسوالیو کې د ۱۸ افغان سرتېرو د وژنې ادعا کړې ده. Читать дальше...
ناټو یو ځل بیا وویل چې افغانستان کې باید تاوتریخوالی ودرېږي چې سولې ته لاره هواره شي.
ناټو پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو وروستی راپور څرګندوي چې د افغانستان د دولت ضد مخالفان د ډېرې ملکي مرګ ژوبلې عاملان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما خپل کلني راپور کې وویل چې ۲۰۲۰ کال کې د ملکي مرګ ژوبلې ۶۲ سلنه عاملان وسله وال مخالفان وو.
دوی دې کال کې د ۴۵ سلنې مرګ ژوبلې نسبت طالبانو، ۸ فیصده داعش او ۹ سلنې نسبت نورو دولت ضد کړیو ته کړی دی.
د افغانستان دولت... Читать дальше...
په اروپا کې د کرونا ویروس د پراختیا له امله د ځوانانو د فوټبال ټولې سیالۍ لغوه شوي دي.
د اروپا د فوټبال اتحادیې د رسمي وېب سایټ د راپور پر اساس چې د کرونا ویروس د پراختیا له امله تر ١٩ کالو ښکته ټولې سیالۍ لغوه اعلان شوي.
همدارنګه د اروپا د ځوانانو فوټبال سیالۍ چې ټاکل شوې وه، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د رومانیا او بلاروس په کوربتوب ترسره شي هغه هم لغوه شوې ده.
ویل کېږي چې د کرونا ویروس پراختیا له امله د اروپایي هېوادونو د فوټبال اتحادیو هم له دې پرېکړې ملاتړ اعلان کړی.
د کانفو نهم پړاو ټاکنیزې سیالۍ نن چهارشنبه (د کب ۶مه) په کابل کې ترسره شوې.
د افغانستان د کانګفو فدراسیون رئیس حبیب الله فایض نن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې۱۵۰ لوبغاړو له ٦٠ کانګفو کلپونو ګډون کړی چې په ٩کټه ګوریو کې ترسره کېږي.
ښاغلی فایض وایي، د دې لوبو له جوړېدو د کابل منتخبې لوبډلې غړیتوب دی چې د درېیو ورځو لپاره دوام کوي.
د نوموړي په وینا،د دې سیالیو په پای کې ١٨ لوبغاړي د کابل منتخبې لوبډلې ته غوره کېږي.
په کابل کې د وزلوبې سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه .
د افغانستان د وزلوبې فدراسیون رئیس سیف الدین تندغان نن چهارشنبه (د کب ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې د پچې اچونې په دغو مراسمو کې ۳۰۰چاپ اچوونکي او له بېلابېلو ولایتونو ١٦ لوبډلې ټاکل شوي دي.
ښاغلی تندغان وایي، د وزلوبې دوهم پړاو سیالۍ د حوت په ١٥ پیلېږي او څه باندې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
نوموړي وویل چې د لوبې له جوړولو هدف دا دی څو غوره چاپ اچوونکي په درېیو کټه ګوریو کې ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
د پښتو ژبې نومیالي شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغاني له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۱ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
عبدالرحیم روغاني د پښتو په اوسنیو شاعرانو کې یو له هغو وو چې زیاتې قطعې یې لیکلې دي.
روغاني لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه سوات کې کړې وې او وروسته یې په پښتو ژبه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې مخته یوړې.
د روغاني په شاعري کې ولسي رنګ زیات دی ځکه خو یې ډېر شعرونه مشهورو سندرغاړو هارون باچا، سردار علي ټکر او نورو له موسیقۍ سره ویلي دي.
له نوموړي ګڼ شعري او نثري اثار پاتې دي چې ( نوې... Читать дальше...
ټاکل شوې چې په ازبېکستان کې ډېر ژر د سیمهییز اتصال په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن چهارشنبه (د کب ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ډېر ژر به د سیمهییز اتصال پر ستونزو او فرصتونو په ازبېکستان کې د سیمې د هېوادونو د ولسمشرانو او وزیرانو په کچه کنفرانس جوړ شي.
نوموړي وویل، دې کنفرانس کې ټاکل شوې چې د ازبېکستان، پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو تر څنګ د روسیې،... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د غالیو د بازار موندنې لپاره له هېواده د باندې نندارتونونه جوړوي.
د دې وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه(د کب ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، دا نندارتونونه به د سیمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغاني غالیو د بازار موندنې په موخه جوړ شي.
دی زیاتوي، په سیمه او نړۍ کې د افغانستان غالۍ د مهم سوداګریز برانډ څخه شمېرل کېږي او دا وزارت هڅه کوي چې راتلونکې لمریز کال کې د غالیو په تولیداتو او صادراتو کې زیاتوالی راشي.
نوموړي همدا راز وویل چې د ملي احصايې او معلوماتو... Читать дальше...
سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي، د هېواد په سياست کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې او د سېنېټ په انتخاباتو کې د پيسو د عمل دخل اندېښنې پر ځای دي ځکه یې ګوند غواړي چې د سېنېټ غړي هم بايد نېغ په نېغه د ولس په رايو وټاکل شي.
د امریکا د ټکنالوژي شرکتونو مشران وایي، دغه هېواد کې د حکومت پر کمپیوټري شبکو وروستی سایبري برید دومره پرمختللی و چې باید یو هېواد یې تر شا وي.
د شرکتونو مشرانو پرون د فبرورۍ په ۲۳مه د کانګرس په استماعیه غونډه کې دا خبرې وکړې.
دا وروسته تر دې چې تېر دسمبر میاشت کې دا سایبري برید څرګند شو، په اړه یې لومړنۍ لویه غونډه ده.
استخباراتي چارواکو او نورو سرچینو له دې مخکې روسیه دغو سایبري بریدونو کې په لاس لرلو تورنه کړې ده.
روسیې بیا دې موضوع کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
د امریکا د تکنالوژۍ... Читать дальше...
د امریکا د کپېټول یا کانګرس امنیتي چارواکي استماعیه غونډې ته وربلل شوي وو او د جنورۍ شپږمې یرغل په اړه یې د کانګرس غړو ته معلومات ورکړل.
تر ټولو مهمه تېروتنه چې په دې استماعیه غونډه کې پرې بحث وشو دا وه چې د کانګرس پولیسو ته د 'اېف.بي.ای' هغه راپور نه و رسیدلی چې ګواښ یې کړی و "جنګ ته اماده یوه ډله" د واشنګټن پر لور خوځېدلې ده.
پولیسو او نورو امنیتي چارواکو د دې تر څنګ چې د ګواښ د اندازې په اړه ځینو استخباراتي کمزوریو ته اشاره وکړه ومنله چې دوی له استخباراتي پلوه کافي معلومات نه درلودل او سمه همغږي نه وه شوې. Читать дальше...
که څه هم په دوحه کې له یو میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، افغان ولسمشر وروستیو پرمختګونو په دې اړه له یو شمېر افغان مطرحو سیاستوالو او ولسي جرګې له یو شمېر غړیو سره جلا-جلا ناستې کړې.
ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام سې شنبه (د کب ۵مه) په ارګ کې د ولسي جرګې له یو شمېر غړیو سره په خبرو کې وویل چې افغانستان له بل هر وخت زیات تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره په ښه دریځ کې دی.
ښاغلي غني زیاته کړه: "راتلونکو میاشتو کې به په دې برخه کې له ملي شورا سره په دوامدار مشوره کېږي،... Читать дальше...
په خوست کې د ځمکو، غرونو او نورو موضوعاتو پر سر د کورنیو ترمنځ هغه حقوقي ستونزې چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته کېږي، زیاتې شوي دي.
۶۲ کلن محمد ایاز د خوست د مرکز اړوند د کاروان سرای سیمې اوسیدونکی دی وایي، کلونه کېږي چې کلي کې يې له خپل ګاونډي سره د یوه کوچني لښتي پر سر جنجال درلود، خو پنځه میاشتې وړاندې هغه مهال چې دی په ښار کې وو، د ده په وینا مقابل لوري یې له لفظي شخړې وروسته د کورنۍ پر غړو ډزې وکړې، د کورنۍ دوه تنه يې ور ووژل او څلور نور يې ټپیان کړل.
محمد ایاز وایي، له دې پېښې وروسته... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Команда АО "Желдорреммаш" стала призером СпортЛиги ТМХ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Кудерметова и Хао-Чин вышли в финал турнира WTA в Штутгарте в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Подмосковный «ЭкоЛайн» и «Сбер» начали сотрудничество
Путин в России и мире
Москва
Президент Азербайджана Ильхам Алиев прибыл в Москву по приглашению Путина
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Сегодня президент Беларуси Александр Лукашенко встретился в Минске с губернатором Поморья Александром Цыбульским
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский взял Залужного в заложники? В Киеве начинается новый скандал
Навальный в России и мире
Москва
Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Фрэнк Синатра
Леонардо Ди Каприо сыграет Фрэнка Синатру в новом байопике Мартина Скорсезе
Москва
Мэрия Владимира ищет нового арендатора для дома поэта Безыменского
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net