په غزني کې د وژل شوېو سرتيرو د کورنۍ ښځينه خپلوانې له دولته د اکرامیې غوښتنه کوي.
دوی وایي، دغه اکرامیي یا خو بیخي نه ورکول کېږي او یا که ورکول کېږي هم، په ډېر ځنډ او ډېره لږه برخه یې ورکول کېږي.
امینه
د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ ۳۵ کلنه امینه وايي، دولت دې دده د وژل شوي خاوند اکرامیه ورکړي وايي: "نه یې دي راکړي، خسر مې وکیل دی، خسر مې ورځي، نه یې ورکوي دا ډېر وخت وايي بندې دي نه یې ورکوي."
نوموړې زیاتوي، ۴ کاله وړاندې یې خاوند په خپله ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې ووژل شو.
امینه... Читать дальше...
په دې وروستیو کې په کندز ولایت کې یو شمېر نجونو د "تیراژه" په نوم یوه هنري ډله جوړه کړې او د ښار بېلابېلو برخو کې پر دیوالونو رسامي او لیکنې کوي.
دغه هنري ډله وايي چې دوی د سولې د ټېنګښت په هدف پر دیوالانو بېلابېل شعارونه لیکي او رسامي کوي یې چې د جګړې د ښکېلو لورو پام د سولې ټېنګښت ته واړوي.
د دغې هنري ډلې مشره ۱۹ کلنه صدف دانش وايي: "زموږ هنري ډله 'تیراژه' لس غړي لري چې ۶ یې نجونې دي او ۴ نور یې هلکان. یو نقاش هڅه کوي چې د خپل د ولس دردونه د تصویر په ژبه بیان کړي، څو د جګړې ښکېلي خواوې له... Читать дальше...
په دې احتجاج کې د حسیبه قمبراني کورنۍ هم ده. په ۲۰۱۶ز کال کې د هغې د يو ورور او د تره زوی مړي د هغوی تر غېبيدلو وروسته وموندل شول.
هغه غرختونکي کې لاهم ورک دي چې څو ورځې له مخه يې هڅه کوله چې په پاکستان کې د کې۲ غره څوکې ته وخېږي. د پاکستان پوځ ژغورندویه ډلې د فېبرورۍ تر ۱۰مې هغوی لټول خو هېڅ څرک یې نه لګېږي. په دې اړه د اسوشېېټډ پريس او فرانس پرېس د ويډیوګانو پر اساس عبدالحي کاکړ رپورټ جوړ کړی دی.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب د دې هېواد په جنوب لویدیځ کې د عراق پولو ته نژدې د ځمکني قواوو تمرینات پیل کړل.
د ایران 'پرېس ټي وي' راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد پاکپور نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۳مه) ویلي چې دې پوځي تمریناتو کې چې پیامبر بزرګ نومول شوي او د ستر پیغام ورکوونکي مانا ورکوي، بې پیلوټه الوتکې، هلیکوپټرې او توپخانه کارول کېږي.
دا نه دي ویل شوي چې دغه پوځي تطبیقات به ترڅه وخته دوام کوي؟
د ایران او امریکا ترمنځ د لانجو تر ډیرېدو وروسته د... Читать дальше...
په برما (میانمار) کې زرګونو مظاهره کوونکو نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۳مه) شپږمه ورځ هم د رژیم پر وړاندې د پوځ د کودتا له کبله خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.
مظاهره کوونکي په پلازمېنه نایپېداو او یوه لوی ښار یانګون کې راټول شوي او د دې هېواد د توقیف شوي مشرې انګ سان سوچي او نورو ګوندي غړو خوشې کېدل غواړي.
د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د انګ سان سوچي پر حکومت پوځي کودتا وشوه، ملکي حکومت لغو او واک پوځ واخېست.
له هغه راهیسې لسګونه زرو کسانو اعتراضونه پیل کړل او د ملکي حکومت بېرته راتګ غواړي.
د امریکا... Читать дальше...
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې سلګونو ماشومان له زده کړو بې برخې او په درنو کارونو بوخت دي.
دا ماشومان له سهاره تر ماښامه درانه او اوږد مهاله کارونه کوي او د کورني لګښتونو د پوره کولو په پار پیسې ګټي.
دغه ولایت کې سلګونو هغه ماشومان چې جګړو يې پر مخ ښوونځی تړلی او یا هم د کورنۍ سرپرست یې ترې اخیستی اړ دي چې درانه کارونو ته اوږه ورکړي.
دوی ټوله ورځ په لاس ګاډو کې بارونه وړي یا هم په دوکانونو او مستري خانو کې په کارونو بوخت وي.
لښکرګاه ښار کې په درنو کارونو بوخت درېیو ماشومانو سمیع الله، نصیب الله او وحیدالله ازادي راډيو وویل... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د انسان تښتونکو د یوې ډلې د نیولو خبر ورکوي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اته نفري ډلې د مریم په نوم یوه درې کلنه ماشومه تښتولې وه چې د عملیاتو په پایله کې یاده ماشومه هم راخوشې شوه.
په اعلامیه کې راغلي دي چې تښتونکو د مریم د خوشې کېدو په بدل کې د هغې له کورنۍ ۴۰ زره ډالره غوښتل .
په خبر خبرپاڼه کې راغلي دي چې د انسان تښتونکو د نیولو دغه عملیات تېره شپه د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې په اړوند سیمه کې ترسره شول.
د افغان حکومت شپږ کاله پرله پسې غوښتنې او د هراتیانو له ګڼو اعتراضونو وروسته، په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ د دیوال نړول پیل شول.
د هرات د مرکزي سړک شاته کوله پروژه چې شپږکاله وړاندې پیل شوې وه، اوس د ایران قونسلګری د دیوال له تخریب سره بشپړیږي.
په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د هرات د هغه وخت ښاروال فرهاد نیایش، د هرات د مرکزي سړک د پراخولو او د دې سړک شااوخوا ودانیو د شاته کولو پریکړه وکړه، خو د دې پروژې پر وړاندې لوی خنډ د ایران د قونسلګرۍ دیوال و چې سړک په منځ کې تېر شوی و.
په دې شپږو کلونو کې د چارواکو... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزارت سرپرست وايي، وروسته له هغې چې له افغانستان سره د هند له لوري د کرونا ضد مرسته شوي واکسینونو کیفیت د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تائید شي، له ځنډ پرته به یې د تطبیق چارې پیل شي.
ډاکټر وحیدالله مجروح د پنجشنبې (د سلواغې ۲۳مه) په ورځ د دغه واکسین د تطبیق د څرنګوالي په اړه کال کې خبریالانو ته وویل: "د موجوده واکسین د تطبیق لپاره تر هغې په تمه یو، څو چې د نړیوال روغتیايي سازمان له لوري دغه واکسین تائید شي، کله چې دغه واکسین جوازه ترلاسه کړ، موږ به یې تطبیق پيل... Читать дальше...
د ننګرهار کانال شرکت د ملي پراختیا پروګرام په چوکاټ کې یو شمېر بې وزله مېرمنې چې ډېرو ته یې د خپلو کورنیو سرپرستي ورله غاړې ده، هره یوه یې د کانال په درېیم فارم کې د ورځې په یو من غنمو د کرنې بېلابېلې چارې ترسره کوي.
دلته په کار بوختې ښځې وایي، له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي او غواړي چې د دوی لپاره د کار دغه پروسه دوامداره وساتل شي.
کونډه زربي بي خپل د ۵ کسیزې کورنۍ لپاره هم دلته په دنده بوخته ده
زر بي بي له خپلې یوازنۍ انږور سره چې دواړې کونډې هم دي، د خپلې بې وسۍ کیسه کوي وایي،... Читать дальше...
د اسټراليا کرکټ ملي لوبډله بنګلدېش ته ځي.د کرکټ مشهورې وېب پاڼې 'کرېکانفو' د خبر له مخې د روان کال تر وروستيو پورې اسټراليا ازمایښتي (ټېسټ)لوبه نه لري او نه هم بنګلدېش ته د ازمایښتي لوبو لپاره ځي، بلکې غواړي د شل اووریز نړيوال جام لپاره د بنګلدېش سره شل اوورېزې او تمريناتي لوبې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۱۷ میلادي کال را وروسته دا لومړی ځل دی چې د بنګلدېش کرکټ لوبډله د اسټراليا کوربتوب کوي.
تر شل اوورېز نړيوال جام مخکې بنګلدېش د انګلستان سره هم څلور شل اوورېزه لوبې لري چې بنګلدېش به يې کوربه وي.
په کندهار کې د' AFF ' د فوټسال روزنې ټولګی پیل شو. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ټولګي کې ۲۶ روزونکو ګډون کړی او د افغانستان فوټبال فدراسیون د ښوونکي او د فوټسال ملي لوبډلې روزونکی استاد عبدالرزاق ممرک له خوا به د فوټبال روزنې نوي قوانین زده کوي.
د ښاغلي مشعوف په خبره، په کندهار ولایت کې یې د فوټسال روزنې ټولګی د ظرفیت لوړاوي په موخه جوړ کړی دي.
نوموړی زیاتوي، دغه ټولګی شپږ ورځې دوام کوي او موخه یې د اسیا فوټسال لومړۍ درجې ټولګي ته د غوره روزونکو پېژندل دي.
د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۳مه)ماښام په کابل کې د خپل برازیلي سیال لیونارډ بابوسا په وړاندې لوبه کوي.
احمد ولي هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، ده او سیال يې لیونارډو تېره شپه یوځای خپل وزنونه معلوم کړل او نن شپه ۷ بجۍ به د دواړو ترمنځ سیالۍ پیل شي.
دا لومړی ځل دی چې د ازادو مبارزو یو بهرنۍ لوبغاړی په کابل کې لوبېږي.
د ښاغلي هوتک په خبره کابل کې دا سیالۍ ځکه ترسره کوي چې نړیوالو ته وښایي، کابل یوازې د جګړې میدان نه دی.
نوموړی ډاډ ورکوي چې د دغه سیالۍ د ګټلو... Читать дальше...
د افغانستان د ماليې وزارت وايي د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې يې د ولسي جرګې ډېری غوښتنو ته پام کړی او دغه جرګه بايد ژر تر ژره بودجه تصويب کړي.
دردې وزارت د چارواکو په خبره، د بودجې د نهتصويب يوه مهمه مسئله چې د دولتي مأمورينو او ښوونکو د معاشونو د لوړوالي خبره وه، د هغې لپاره ۱,۷ ميليارده افغانۍ په احتياطي کوډ کې ايښودل شوې دي.
خو د ولسي جرګې مالي کمېسيون بيا د بودجې په درېيمه مسوده هم انتقادونه لري.
ولسي جرګې پرون چهارشنبه پر یادې بودجې په عمومي غونډه کې بحث وکړ او د دې جرګې دایمي کمېسیونونو... Читать дальше...
په ننګرهار کې چاودنو بیا هم ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته ویلي چې نن سهار د بهسودو ولسوالۍ په رېنګ روډ سیمه کې په یوه لاسي کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې چې یو کس پهکې وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم په یوه شخصي موټر کې مقناطیسي ماین چاودلی دی.
د ننګرهار د والي دفتر د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د دواړو پېښو مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.
د پنجشنبې (د سلواغې ۲۳مه) په ورځ خوست کې د سوېل ختیځو څلورو ولایتونو ممتازو زده کوونکو لپاره په لومړي ځل د هېواد په کچه د نمونوي ښوونځي کمپلېکس له جوړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د یادې لېسې په ودانیزو چارو چې ۲۱۵ میلیونه اافغانۍ لګښت راغلی، د نږدې درې سوه زده کوونکو د اوسېدو ظرفیت لري.
دې ښوونځي کې به د خوست سربېره د پکتیا، پکتیکا او لوګر د نهمو، لسمو، یوولسمو او دولسمو ټولګیو ممتاز او لایقه زده کوونکي جدب شي.
د خوست د نمونوي لېسې دې کمپلېکس کې زده کوونکو ته د اوسېدو لیلیه او نور امکانات برابر شوي دي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل چینايي سیال سره په لومړي ځل ټیلیفوني خبرو کې د پیکېنګ د اقتصادي پالېسیو، په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو او نورو مسایلو په اړه بحث کړی.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې ولسمشر جو بایډن له خپل چینايي سیال شي جین پېنګ سره په پرونیو خبرو کې د پیکېنګ د ظالمانه او غیر عادلانه اقتصادي پالېسۍ، په شینجن کې د بشري حقونو د سرغړونو، په هانګ کانګ کې د ډیموکراسي پلویو معترضانو د ځپلو او د تایوان په ګډون په سیمه کې د خپل ځواک د ښودلو د اقداماتو په اړه خپلې اساسي اندېښنې په ډاګه کړې. Читать дальше...
که څه هم په افغانستان کې د تېره یوه کال پر مهال هېڅ امریکايي عسکر نهدی وژل شوی، خو تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، غواړي په مسؤلانه ډول هغه جګړې پای ته ورسوي چې ډېر کلونهیې دوام وکړ، خو هغه مشخصاً د افغانستان نوم نهدی اخيستی.
ولسمشر بایډن له لوړې کولو وروسته په لومړي ځل د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون کې د وینا پر مهال ویلي، زور کارول باید وروستۍ لار وي، نه لومړۍ.
د امریکا ولسمشر داسې مهال په نړۍ کې د خپلو اوږدو جګړو د پای خبره کوي چې له دې وړاندې د سپینې ماڼۍ واکمن ډونالد ټرمپ په افغانستان... Читать дальше...
له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې دوحه کې د سولې بینالافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي او دې مسئلې پر افغانانو سربېره د افغانستان د دولت نړیوال شریکان هم اندېښمن کړي دي.
د پاکستان له وفاقي وزيرانو سره د مذاکراتو تر ناکامه کېدو وروسته دوی د فېبرورۍ پر ۱۰مه د پارلېمان د ودانۍ پر لور د تګ هڅه کوله چې پوليسو په کوتکونو ووهل او د هغوی د مخنيوي لپاره يې اوښکې بهېوونکی ګيس وکاراوه.
د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره وایي چې ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون څخه سرغړونه کړې او د یورانیمو جامد مواد یې تولید کړي دي.
دغه اداره دغه خبر داسې مهال ورکوي چې تهران د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر نوې ادارې فشارونه زیات کړي چې پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.
د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې رئیس رافایل ګروسي د دې ادارې غړو ته د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې څارونکو یې تأیید کړې چې ایران د اصفهان په اټمي تأسیساتو کې څه باندې درې نیم ګرامه جامد یورانیم تولید کړي دي.
که څه هم دا په دې بڼه... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تېره میاشت د ولسمشر په توګه د دندې تر پیلېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل چینایي سیال سره پر ټیلیفون خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې بایډن له شي جین پېنګ سره په خبرو کې د چین د اقتصادي جبري او غیر عادلانه پالېسیو، په هانګ کانګ کې د ځپنې، په شینجین ولایت کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د تایوان په ګډون په سیمه کې د چین د ځواک ښودنې د زیاتېدونکو اقداماتو په اړه خپلې اساسي اندېښنې څرګندې کړې.
د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو اړیکې،... Читать дальше...
د کرملېن د منتقد او فساد ضد مخکښ فعال الکسي ناوالنۍ مېرمن یولیا له روسیې جرمني ته تللې.
نوموړې پرون له مسکو څخه په یوه الوتکه کې فرانکفورت ته رسېدلې. جرمني ته د هغې د تلو په اړه تر اوسه نور جزئیات نهدي خپاره شوي.
د جرمني د دویچوېلې ټلوېزیون د راپور له مخې یولیا نهده لیدل شوې چې د فرانکفورت د هوایي ډګر له ترانزیته دې وتلې وي، خو له هغې سره په الوتکه کې سپرو یو شمېر مسافرو، تأیید کړې چې هغه په الوتکه کې وه.
په اوس وخت کې د هغې مېړه الکسي ناوالنۍ په مسکو کې بندي دی.
د روسیې یوې محکمې د... Читать дальше...
د هنګري حکومت په دغه هېواد کې د وروستۍ خپلواکې راډیو د جواز له تمدیدېدو ډډه کړې ده.
د کلوب راډیو (Klubradio) د جواز نهغځول په نړیواله کچه غندل شوی دی. دا په دغه هېواد کې وروستی خپلواک خبري راډیویي سټېشن بلل کېږي.
اروپایي ټولنې او د رسنیو څارونکو د هنګري حکومت دغه اقدام د اروپا په دغه هېواد کې پر ډیموکراسۍ برید بللی دی.
پر هنګري سربېره د اروپایي ټولنې بل غړي هېواد پولنډ هم د بیان پر ازادي ځیني محدودیتونه لګولي چې د رسنیو د ملاتړو غبرګونونهیې پارولي دي.
د دغه هېواد حکومت هم په دې وروستیو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Тамбовские синхронистски заработали две медали на первенстве города Королёв
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Полина Кудерметова проиграла Плишковой в первом круге турнира WTA в Руане
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Брянский путешественник Игорь Шпиленок подготовил отчет о далекой экспедиции
Путин в России и мире
Москва
Рязанские дизайнеры представили свой бренд одежды на модном показе Estet Fashion Week
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Юрий Лоза
"Тыкала камеру в физиономию": Лоза оправдал Лепса за "разборки с дамочкой" в Костроме
Москва
Американский баскетболист Найт назвал россиян прекрасными людьми
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net