Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 16.02.2021

د کونړ ځینې ترکاڼاڼ: له نښترو د زینتي توکو بازار ښه شوی

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په یو شمېر ولسوالیو او مرکز اسعداباد کې په لسګونو ترکاڼاڼ له لرګیو دفتري میزونه، څوکۍ او د کور زینتي او د وړتیا وړ توکي جوړوي . ۲۵ کلن رحیم الله د اسعداباد اوسېدونکی دی او د ترکاڼۍ دکان لري او د کونړ له لرګیو دفتري فرنیچر، د خوب تختونه او د کورونو لپاره زینتي توکي جوړوي : "د خوب تختونه، فرنيچرې، کوچونه، مېزونه، څوکۍ او المارۍ جوړوو. دولتي او خصوصي ادارې او عام خلک يې هم پیري." یوازې رحیم الله نه دی چې د ترکاڼۍ د وسایلو په وسيله په خپلو هنري ګوتو له لرګیو ښکلي او کمساري توکي جوړوي،  بلکې... Читать дальше...

مالیې وزارت: ۱۴۰۰ کال کې د ښوونکو او ټیټ رتبه مامورینو معاشونه لوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ماليې وزارت د ټیټ رتبه دولتي مامورینو د معاشونو د لوېدلو خبر ورکوي. د مالیې سرپرست وزیر محمد خالد پاینده د سې شنبې (د سلواغې ۲۸مه) په ورځ په خپل ټویټ کې لیکلي چې د کورنیو فني سلاکارانو تنخوا ګانې به وارزول شي. د ښاغلي پاینده د لیکنې له مخې، په پام کېلري چې ددې کار د عملي کېدو لپاره د ولسمشر، د ده د مرستیالانو او د کابینې د غړیو په تنخواګانو کې کموالي راشي. په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه د مالیې وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي وايي، د دولتي کار کوونکو د تنخواګانو د ډېرېدو لپاره د هر ډول اقدام هرکلی کوي. Читать дальше...



ینس سټولټنبرګ: د افغانستان امنیت د ناټو لومړیتوب دی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د دې سازمان د دفاع وزیرانو د ناستې یو اصلي بحث جوړوي. تمه ده د دفاع وزیرانو انلاین غونډه چهارشنبه او پنجشنبه وشي. په دې اړه د صالح محمد صالح راپور وګورئ.

اذربایجان کې محکمې د خبریال اسلانوف د خوشې کېدو غوښتنه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

په اذربایجان کې محکمې د خبریال پولاد اسلانوف د خوشې کېدو غوښتنه رد کړه. دی د ستر خیانت په تور زنداني دی.  دې خبریال او د بشري حقونو ډلو ویلي دي چې دا قضیه سیاسي انګېزه لري.  په باکو کې محکمې د دوشنبې په ورځ د اسلانوف درخواست رد کړ. د ده مېرمنې ازادي راډیو ته وویل چې قضیه به اوس سترې محکمې ته راجع کړي.

کرونا؛ د روغتیا نړیوال سازمان د سټرازنېکا واکسین تایید کړ

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د سټرازنېکا واکسین تایید کړ.  هند د دې واکسین پنځه لکه ډوزه افغانستان ته ورکړي دي چې ټاکل شوې ده په لومړي ګام کې روغتیا پالان او بیا د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړیو ته ورکړل شي.  د هند د سیروم انسټیټیوټ او د جنوبي کوریا سټرازنیکا اېس کي بیوي شرکت دا واکسین په ګډه تولید کړی دی.  په افغانستان کې تر اوسه په کووېډ- ۱۹ناروغۍ څه باندې پنځه پنځوس زره پنځه سوه کسان اخته شوي دي چې له دې ډلې دوه زره څلور سوه اته ویشت مړه شوي دي.

بروکسل کې د ناټو غونډه کې د افغانستان په اړه بحث کېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه سبا په بروکسل کې پیل شي. په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه بحث وشي.  د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون وویل، د چهارشنبې او پنجشنبې د ورځو په غونډو کې به په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د راتلونکې په اړه پریکړه وشي.  ښاغلي سټولټنبرګ د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ناټو لومړیتوب دا دی چې افغانستان بیا ځلي د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل نه شي.  د اوس لپاره ناټو په افغانستان کې شااوخوا لس زره پوځیان لري.



کابل کې د ترکمنستان سفیر د طالب پلاوي په اړه معلومات ورکړل 

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ترکمنستان سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرته د طالبانو د پلاوي د ترکمنستان د سفر په اړه، معلومات ورکړل.  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، څرګنده کړه چې محمد حنیف اتمر د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره نن په کابل کې وکتل.   د دې لیدنې کتنې په اړه د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې نور معلومات نه دي ورکړل شوي چې طالبانو د ترکمنستان له چارواکو سره په کومو موضوعاتو خبرې کړي دي.  په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی تېره اوونۍ ترکمنستان ته تللی و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: ۱۳۹۹کې د ۳۳ رسنیو جوازونه تمدید شول

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په ۱۳۹۹ کال کې یې د ۳۳ رسنیو جوازونه تمدید او د ۸ نورو یې لغوه کړي دي. ‎د دغه وزارت سرپرست وزیر طاهر زهیر چې د سې شنبې په ورځ يې ملت ته د دولت د حساب ورکوونې په ناسته کې د دغه وزارت د تېر یو کال د چارو راپور شریک کاوه وویل چې دغه کال دوی د فرهنګ او هنر په برخه کې لاسته راوړنې هم درلودلې. ‎ښاغلي زهیر د ایسسکو په سازمان کې د منار جام ثبتول، د دېرشو باستاني سیمو په نښه کول، له یو شمېر سیمو د تاریخي او باستاني اثارو موندل، د ۲۳ لرغونو ابدو بیا رغونه او... Читать дальше...

"په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې پېښې په اړه څېړنې پیل شوي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې د څېړنې لپاره استول شوي پلاوي څېړنې پیل کړي او د پایلو له روښانه کېدو وروسته به یې لازم اقدامات وشي. که څه هم د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدو پېښه د بېلابېلو لوریو تر څارنې لاندې ده، خو د مالیې وزارت د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې په اړه ډاډ ورکوي. دې وزارت نن سه‌شنبه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ولیکل، د ولسمشر غني د حکم پر بنسټ، د سلواغې په ۲۷مه نېټه د پېښې د څېړنې لپاره د بحران کمېټې ګډ پلاوی سیمې ته استول شوی دی.... Читать дальше...

په ننګرهار او لغمان کې د کرکټ ولایتي لوبو لپاره لوبډلې اعلان شوې

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار او لغمان ولایتونو د کرکټ دوهمه درجه ولایتي لوبو ته خپلې لوبډلې اعلان کړې. دغه لوبې په خوست او ننګرهار ولایتو کې ترسره کېږي. په هره لوبډله کې ١٥ کسان لوبېږي. ننګرهار په خپل ګروپ کې له فراه، پکتیا او زابل ولایتونو سره لوبې کوي او لغمان بیا په خپل ګروپ کې له کابل، هرات او بلخ ولایتونو لوبډلو سره میدان ته وځي. ټاکل شوې، چې د کرکټ دوهمه درجه ولایتي لوبې د فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په څلور ګروپونو کې د شپاړلس ولایتونو د لوبډلو تر منځ پيل شي.

پوهنې وزارت: د کیفیت له اړخه په پوهنې بهیر کې ډېرې ستونزې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، په تېرو شلو کلونو کې په پوهنه کې د کمیت لپاره کار شوی خو له کیفیتي پلوه ستونزې زیاتې دي. ‎د افغانستان پوهنې وزارت وايي، په تېرو شلو کلونو کې د کمیت له پلوه د زده کوونکو او ښوونکو د جذب په برخه کې کافي کار شوی خو مني د کیفیت له پلوه لا هم ستونزې موجودې دي. ‎د دغه وزارت سرپرستې وزیرې رنګینه حمیدي چې د سه شنبې په ورځ په کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکوونې ناستې ته وویل، چې دغه وزارت په تېر یو کال کې تر ډېره د کیفیت رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.  حميدي زياته کړه:... Читать дальше...

"په هرات کې د اورلګېدنې وروسته کابل کې د ځینو توکو بیې لوړې شوي"

Pa.azadiradio.com 

د اسلام قلعه په بندر کې د اورلګېدنې وروسته يو شمېر کابل ښاریان وايي، په دې وروستیو کې د سون او خوراکي توکو بیې په بېساري توګه لوړې شوې، چې دوی یې اندېښمن کړي دي. له تېرو څو ورځو راهیسې د بار وړنکو موټرو او صرافانو د ټولڼو کاري اعتصاب او د هرات په اسلام قلعه بندر کې اورلګېدنې په افغانستان په ځانګړې توګه په کابل ښار کې په بیو ناوړه اغېزه کړې ده.  کابل ښاریان وايي، چې د سون توکو او خوراکي موادو بیې مخ په لوړېدو دي، چې دوی یې اندېښمن کړي دي. د کابل ښار اوسېدونکی احمد شکیب مایار وايي: "کابل ښار... Читать дальше...

چارواکي: په ارزګان کې لسګونه پراختیايي پروژې پلې شوي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولايت کې نږدې ۷۴ پراختیايي پروژې پلي شوي دي. د ارزګان د کرنې رییس انجنیر احمدشاه خیري نن ازادي راډیو ته وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژو ترڅنګ نږدې ۷۴ پراختیایي پروژې پلې کړي دي. نوموړي وویل، په دغو پروژو کې د پیازو او کچالو صفر درجې زېرمتونونه، د مڼوا او انارو سړې خونې، نوي بڼونه، د نیالګیو قوریې جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د حیواني او نباتي ناروغیو مخنیوی، بزګرانو اومالدارانو ته روزنیز پروګرامونه او عامه پوهاوی شامل دي. ښاغلي خیري وویل،... Читать дальше...

د صرافانو شورا: د افغانستان بانک چارواکي خبرو ته نه حاضرېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صرافانو سراسري شورا وايي، له لسو ورځو اعتراض او کاربندیز وروسته هم نه یوازې دا چې د دوی ستونزه نه ده حل شوې، بلکې د افغانستان بانک چارواکي ورسره خبرو ته هم نه دي حاضر شوي. د دغې شورا ویاند محمد هاشم روضه یي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د صرافانو کاربندیز صرافانو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي او د سوداګرو او نورو هغو خلکو کار یې هم زیانمن کړی چې د خپلو معاملو لپاره صرافۍ کاروي. دوي ټینګار کوي، چې د افغانستان بانک باید د دوې غوښتنې ومني او ستونزه يې ورهواره کړي. صرفانو خبرداری ورکړی،... Читать дальше...

چارواکي: په مرکزي بغلان کې د طالبانو له زندانه اسیران ژغورل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان امنیه قوماندان جنرال ویس صميمي ادعا کوي چې د ملي اردو ځواکونو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه یو شمېر اسیران ژغورلي دي. ښاغلي صميمي له آزادۍ راډیو سره په ټلیفوني خبرو کې وویل، چې په ژغورل شویو کسانو کې پولیس او ملکي وګړي شامل دي.  هغه زياتوي: "د طالبانو پر یوه محبس د مرکزي بغلان د ولسوالۍ په نوروزک سیمه کې شپني عملیات وشول چې په نتیجه کې یې ۴۳ اسیران له زندان خلاص شول. په دې ډله کې امنیتي ځواکونه، سوداګر او ملکي وګړي شامل وو."  د بغلان امنیه قوماندان زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو زندان ټول له منځه تللی دی.

خوست کې د افغانستان د ولسواکۍ په ملاتړ غونډه شوې

Mashaalradio.com 

په خوست کې لسګونه مشرانو او فعالانو د افغانستان د جمهوري نظام په ملاتړ غونډه کړې. دوی د فبرورۍ ۱۴مې غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې باید جمهوري نظام قرباني نشي. ویناوالو همداراز د جګړې له ښکېلو خواوو څخه د اوربند غوښتنه هم وکړه. ویډیويي رپورټ.


Музыкальные новости
Леонид Агутин

Леонида Агутина обвинили в сатанизме – чем закончилось это дело





Персональные новости
Bungie

Bungie continues recent streak of Ws by making most Destiny 2 expansions free to everyone





ملګروملتونو د میانمار پوځ ته خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

ملګروملتونو په میانمار کې د پوځي کودتا ضد معترضانو د ځپلو د ناوړه عواقبو په خاطر د دې هېواد پوځ ته خبرداری ورکړی. د ملګروملتونو ویاند فرحان حق پرون وویل، د میانمار لپاره د دې سازمان ځانګړې استازي کریستین شرانر بورګنر د میانمر د پوځي حکومت له مرستیال مشر سره په پرونیو ټيلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې د سوله ييزو مظاهرو او غونډو لپاره د خلکو حق ته باید پوره درناوی وشي. ښاغلي حق وویل، ځانګړې استازې خبرداری ورکړ چې د اعتراضونو سخت ځپل ښايي ناوړه عواقب ولري. په میانمار کې د فبروري د لومړۍ نېټې د... Читать дальше...

ایران: د ۲۰۱۵ کال په تړون کې ټول شامل اړخونه دې خپل مکلفیتونه عملي کړي

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، که له دې هېواد سره د ۲۰۱۵ کال په تړون کې ټول شامل اړخونه د دې تړون په اساس پر خپلو مکلفیتونو عمل ونه کړي نو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشانو ته به د خپلو اټومي بټیو د پلټنې اجازه ورنه کړي. د هغې لایحې له مخې چې د ایران پارلمان پروسږکال تصویب کړه حکومت مکلف دی، چې په ښکاره اټومي بټیو کې د دې ادارې پر پلټنو تر هغه وخته محدودیت ولګوي چې په اټومي تړون کې ټول شامل اړخونه د تړون پر موادو عمل وکړي. د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د ایران استازي کاظم غریب آبادي پرون- دوشنبې وویل، تهران دې ادارې ته د خپل پلان په اړه خبر ورکړی دی. Читать дальше...

د کندز په "سپین زر شرکت" کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سپین زر شرکت  د غوړیو د تولید فابریکې خپل فعالیت پیل کړی او په نتیجه کې يې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.   ۴۵ کلن فرهاد د سپین زر شرکت کارکونکی دی. د هغه په تن لاجوردي رنګه جامې دي، بلېچه یې په لاس کې ده او په چټکۍ سره د غوړیو د ماشینونو له مخې کنجاړه لرې کوي.   فرهاد د دې فابریکې د فعالېدو په اړه وايي: "موږ خوشحاله یو چې دغه فابریکه فعاله شوه. دولت باید د صابون جوړونې فابریکه، د یخ د تولید فابریکه او د سپین زر شرکت نورې فابریکي هم فعاله... Читать дальше...

هشت صبح: امریکا دې له افغانستانه د ځواکونو وتل ودروي

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح  هشت صبح ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د وتلو او د سولې د پروسې په اړه لیکنه کړې ده. وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د امریکا او طالباتو ترمنځ د سولې د هوکړې پر بنسټ امریکایې ځواکونه باید د روان میلادي کال تر مې میاشتېې پورې له افغانستانه ووځې خو د ليکوال په وینا که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه نتیجه ورنه کړي ممکن په دغه هېواد مې د بهرنيو پوځونو شمېر له اوس هم زیات شي. سرمقاله ليکونکي ټینګار کړی، کله چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیستی او د مذاکرې... Читать дальше...

نى: په بلخ د امنيتي مسايلو په اړه د اطلاعاتو ورکول کم شوي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د نی دفتر یا د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بسټ وايي، چې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي موضوع او د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو زیاتېدو، د رسنیو لخوا د امنیتي مسایلو اړوند راپور ورکونه کمه کړې. نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ ویلي، چې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو شتون او هغوی ته د امنیتی ارګانونو لخوا په موقع د معلوماتو نه شریکولو، د رسنیو لخوا د امنیتي مسایلو راپور ورکونه کمه کړې. په شمال زون کې د نی دفتر مشره، مبینه ساعي وايي، چې په بلخ کې خبریالان د طالبانو او... Читать дальше...

هلمند کې د "بُست کلا" رغنيزې چارې په بشپړېدو دي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند تاریخي "بُست کلا" د رغولو چارې پر بشپړېدو دي. په هلمند ولایت کي د تاریخي ابداتو په برخه کي پنځه پروژې د ۱۰ میلیونو افغانیو په ارزښت منظورې شوي او پرمهال به يې بُست کلا ورغول شي.   بُست کلا د افغانستان له لرغونو میراثونو څخه شمېرل کېږي چې د هغې لرغونتیا د اسلام څخه وړاندې حتا د میلاد څخه وړاندې ته ورګرځي.  ویل کېږي چې د تېرو ۸۰۰ کلونو په موده کې د دغې کلا د بیارغولو لپاره هېڅ ډول هڅه نه ‎ده شوې او د دولت او کلتوري بنسټونو نه ‎پاملرنه د دې لامل شوې ده، چې د هېواد د دغې تاریخي بنا څخه یوازې یوه نمونه پر ځای پاتې شي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Фитнес прокачивает онлайн // Благодаря чему растет спрос на видеотренировки


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Даниил Медведев

Тарпищев: нельзя Медведева назвать главным претендентом на золото Олимпиады


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Озоновые Дыры: Вызов современности, Взгляд Романа Терещенко





Путин в России и мире
Москва

Обучила 24 женщин-снайперов: Кто сидел на параде рядом с Путиным?


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко вернулся с парада Победы в Минск: "Ядерный апокалипсис неминуем"




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Песня

Прослушивание Песни исполнителя. Обсуждение таланта и творческих перспектив Артиста.



Москва

Теплоходные прогулки по Амуру стартовали в Благовещенске

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net