د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافېیر له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د هدفي وژنو د څېړنې، غندلو او مخنیوي غوښتنې ته لبیک ووايي.
راس وېلسن پرون د یوناما د تازه راپور د خپراوي په عکس العمل کې په یو لړ ټویټونو کې له حکومته هم غوښتنه کړې چې د یوناما له سپارښتنې سره سم د خپلو اتباعو خوندیتوب پیاوړی کړي، حملې په شفافیت وڅېړي او قاتلان مجازات کړي.
په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا (یوناما) په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې کې د ٢٠١٨ کال د جنورۍ... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، په هرات کې وروستۍ اورلګېدنه له اداري فساد څخه سرچینه اخلي.
طارق ارین پرون ناوخته په ټویټر کې ولیکل، چې له سمو ارزونو وروسته به ښکېل کسان زندان ته واچول شي او دا فساد کوونکي له تروریستانو کم نه دي.
طارق ارین لیکلي، چې به نږدې راتلونکي به فاسدین له تروریستانو سره په ګډه محاکمه او اعدام شي.
ښاغلي ارین دا خبره د کابل په ګمرک کې د رشوت اخیستو په تور د پنځو کسانو د نیول کېدو په تړاو کړې ده.
د هرات چارواکي وايي، په اسلام کلا بندر کې د شنبې ورځې په اورلګېدنه کې نږدې زر ټانکرونه سوځېدلي دي.
د فاریاب پولیس تاییدوي، چې په المار ولسوالۍ کې ۷ پولیس د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادۍ راډیو ته وویل، پرون مازیګر د پولیسو هاموې ټانګ د المار ولسوالۍ په بازار کې پر ماین وربرابر شو.
د ښاغلي شورش په خبره، په چاودنه کې ۷ پولیس ووژل شول.
که څه هم د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، دغه ماین وسلوالو طالبانو ځای پر ځای کړی و، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
نيويارک ټايمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې په درشل کې د طالبانو د فعالیتونو په چټکېدو یوه مقاله خپره کړې ده.
ورځپاڼې لیکلي، په داسې یوه وخت کې چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره له افغانستانه د پاتې نورو امریکایي عسکرو د ایستلو یا نه ایستلو په پرېکړه بحثونه کوي طالبانو د ځينو ښارونو مرکزونو ته ځانونه نږدې کړي دي.
نیویارک ټایمز په دې مقاله کې لومړی د افغانستان دوو شمالي ولایتونو کندز او بغلان ته اشاره کړې، چې طالبان په کې د ژمي د ساړه موسم سربېره په... Читать дальше...
د ناټو سرمنشي وویل، طالبانو باید ټولې هغه ژمنې پرځای کې چې له امریکا سره یې د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې په موافقه کې کړې دي.
ینس سټولټنبرګ پرون مازیګر ځینو خبریالانو ته په انلاین کنفرانس کې وویل، د ناټو دفاع وزیران به د سبا او بل سبا یعنې (د سلواغې د ۲۹مې او ۳۰مې) په غونډه کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر راتلونکي ماموریت بحث وکړي.
هغه زياتوي: "طالبان باید تشدد کم کړي، باید د ښه نیت له مخې مذاکره وکړي او خپلې هغې ژمنې ته درناوی وکړي چې په موافقه کې یې کړي او هغه دا چې تروریستي ډلو ته به... Читать дальше...
تهران د ترکي رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې په دغه هېواد کې یو ایرانی ډیپلومات نیول شوی وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده پرون دوشنبه په یوه کنفرانس کې وویل، په ترکیه کې د یوه ایراني وګړي د نیول کېدو په باب له ترکي چارواکو سره تماس نیول شوی دی.
هغه وویل: "د قونسلګرۍ هېڅ کارکوونکی نه دی نیول شوی. اساساً داسې څه نه شي کېدای ځکه د ټولو پروتوکولونو د چلندونو خلاف به وي. هغه څه چې پېښ شوي، دا دي چې یو ایرانی وګړی ترکیې ته د ننوتلو پر وخت نیول شوی دی. موږ د ترکیې له دولت سره... Читать дальше...
د پاکستان د اوبو او انرژۍ پراختیایي ادارې په سلګونو کارکوونکو په اسلام اباد کې لاریون وکړ.
دوی خصوصي سکټور ته د برېښنا د وېش د دې دولتي کمپنۍ د سپارل کېدو د پلان په عکس العمل کې لارو سړکو ته په اعتراض راووتل.
په اسلام اباد کې پروني لاریون ته له ټول پاکستان څخه کسان ورغلي وو، چې د صدراعظم عمران خان پرضد یې شعارونه ورکول.
دوی غوښتنه وکړه، چې حکومت دې د دوې معاشونه زیات کړي او د دوی کاري قراردادونه دي دایمي کړي.
اسرائیل پرېکړه وکړه، چې په متحده عرب اماراتو کې د وسلو نندارتون ته خپل پلاوى ونه لېږي.
د اسرائیل دفاع وزارت پرون د دغه اعلان پر مهال وویل، دا پرېکړه وروسته تر دې وشوه، چې د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو په لړ کې د اسرائیل نړیوال هوايي ډګر وتړل شي.
د فضايي تحقیقاتو او رافائل عصري دفاعي سیسټمونو دولتي کمپنۍ په ګډون د اسرائیل ګڼو کمپنیو غوښتل چې په اماراتو کې راتلونکې اوونۍ د (IDEX) په نوم د وسلو په نندارتون کې برخه واخلي.
دا وروسته له هغې چې تېر میلادي کال د امریکا په منځګړیتوب د... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پر اروپايي ټولنې تور ولګاوه، چې له مسکو سره د اړیکو سړولو هڅه کوي، خو د هغه فنلنډي سیال دا تور رد کړ.
د روسیې او فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو پرونۍ کتنه د مسکو او اروپايي ټولنې ترمنځ د کړکېچ په اوج کې ترسره شوه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، که مسکو د اروپايي ټولنې مثبتې اشارې وګوري، تیار دی، چې له دې ټولنې سره خپلې اړیکې بېرته ورغوي.
هغه زياتوي: "موږ باید د هر ډول وضعیت لپاره چمتو واوسو. اوس انتخاب د اروپايي ټولنې په لاس کې دی. که وغواړي چې خپلې اړیکې... Читать дальше...
د ناټو سرمنشي وايي، د دغه تړون لپاره لومړیتوب دا دی، چې افغانستان بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي.
د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د دغه پوځي تړون لپاره لا هم لومړیتوب دا دی، چې افغانستان بیا د نړیوالو تروریستانو په ځاله بدل نه شي.
ینس سټولټنبرګ پرون د ناټو د د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په درشل کې په هغه کنفرانس کې چې په انلاین بڼه و، د ازادۍ راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "زموږ لومړیتوب دا دی چې افغانستان بیا د نړیوالو تروریستانو په ځاله بدل نه شي. دا له هغې ورځې زموږ لومړیتوب دی چې نږدې ۲۰ کاله مخکې افغانستان ته لاړو. Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، افغانان سولې ته له اوږده انتظاره ستړي شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه لري، چې د سولې په خبرو کې راغلی ځنډ او خنډ دې نور پای ته ورسېږي.
د کمېسیون په حواله، افغانان له دغه ځنډ او د جګړو له دوامه ستړي دي او غواړي چې د سولې خبرې یوه نتیجه ورکړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر پرون ازادۍ راډیو ته وویل: "دا مهمه ده چې د مذاکرو دواړه لوري د مذاکرو مېز ته ستانه شي. افغانان واقعاً سولې ته له انتظار او له جنګه ستړي شوي دي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Анимационной компании «ЯРКО» – 3 года!
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Камилла Рахимова вышла в полуфинал турнира WTA-250 в Рабате
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Москва
Активам прописали превентивные меры // Какое имущество США в России может быть изъято в качестве ответного шага
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин назвал санкции источником проблем и возможностями для развития России
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Политолог Бортник: Киев ждёт общий провал, если ВСУ останется без успехов до осени
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Игорь Бутман
Премьера спектакля Игоря Бутмана и Константина Хабенского "Петя и Волк"
Москва
Около 5 тыс. московских школьников стали победителями научных конференций
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net