د پاکستان د اوبو او انرژۍ پراختیایي ادارې سلګونو کارکوونکو لاریون کړى
![د پاکستان د اوبو او انرژۍ پراختیایي ادارې سلګونو کارکوونکو لاریون کړى](https://gdb.rferl.org/ef1c1ed7-c474-4b8d-89d0-0af0f22471bd_w800_h450.jpg)
د پاکستان د اوبو او انرژۍ پراختیایي ادارې په سلګونو کارکوونکو په اسلام اباد کې لاریون وکړ.
دوی خصوصي سکټور ته د برېښنا د وېش د دې دولتي کمپنۍ د سپارل کېدو د پلان په عکس العمل کې لارو سړکو ته په اعتراض راووتل.
په اسلام اباد کې پروني لاریون ته له ټول پاکستان څخه کسان ورغلي وو، چې د صدراعظم عمران خان پرضد یې شعارونه ورکول.
دوی غوښتنه وکړه، چې حکومت دې د دوې معاشونه زیات کړي او د دوی کاري قراردادونه دي دایمي کړي.