123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 19.02.2021

بهرنیو چارو وزارت: د کبلوف څرګندونې له اوسنیو واقعیتونو سره په ټکر کې دي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کبلوف هغو څرګندونو چې د افغانستان د سولې او دې هېواد کې د یو انتقالي ایتلافي حکومت د جوړېدو په اړه یې کړي د افغان حکومت توند غبرګون راپارولی دی. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي وروستیو کې د سپوټنیک روسي خبري اژانس سره مرکه کړې چې په کې د افغانستان د سولې پر بهیر او دې برخه کې د مسکو په رول او هڅو غږیدلی دی. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې (د کب ۱مه) په ورځ یوه اعلامیه کې وویل، ضمیر کبلوف دې مرکه کې ځېنې داسې څرګندونې کړي چې "د افغانستان... Читать дальше...

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي پاکستاني چارواکو سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي نن جمعه (د کب ۱مه) د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جاوېد قمر باجوه او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په اسلام اباد کې وکتل.  د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال د پاکستان د پوځ او د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرو شوېو بیانونو په حواله وايي، د افغانستان سوله د دوی د خبرو مهمه برخه وه.  په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قبولوف هغه ادعا رد کړې چې په افغانستان کې یې د ایتلافي انتقالي دولت د جوړېدو وړاندیز کړی.  د افغانستان لپاره د روسیې... Читать дальше...

د ناټو عمومي منشي له ولسمشر غني سره پر سولې غږېدلی

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان د سولې د بهیر او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي.  د ارګ د خبرپاڼې له مخې ینس سټولټنبرګ نن جمعه (د کب ۱مه) ماسپښین له ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان د سولې په پروسه کې له فعالې ډیپلوماسۍ کار اخلي، څو دا پروسه بریالۍ شي.  خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د وروستۍ دوه ورځنۍ غونډې په اړه چې د افغانستان په اړه بحث یې د اجنډا مهمه برخه وه، هم ښاغلي غني ته مالومات ورکړل.



ایران:که امریکا بندیزونه لېرې کړي ځینې اقدامات پای ته رسوو

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، که امریکا بندیزونه ترې لېرې کړي، نو ټول هغه اقدامات به پای ته ورسوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي سره په ټکر کې دي.  د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف نن جمعه (د کب ۱مه) پر ټویټر په یو بیان کې وویل، که بندیزونه لېرې شي نو تهران به سمدستي له هغو اقداماتو په شا شي چې له مجبوریته یې تر لاس لاندې نیولي وو.  له دې مخکې واشنګټن د یوه نوي اقدام په ترڅ کې چې هدف یې ظاهراً له ایران سره د اړیکو ښه کول دي پرون پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) وویل چې له تهران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په اړه خبرو ته چمتو دی. Читать дальше...

تونس کې د ۴ پوځیانو د وژنې مسوولیت داعش ومانه

Pa.azadiradio.com 

په تونس کې د څلورو پوځیانو د وژنې مسوولیت داعش ډلې ومانه.  د سایټ په نوم د تروریستي ډلو د انلاین فعالیتونو د څارونکې ډلې د راپور له مخې دا سرتېري د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې په هغو درېیو چاودنه کې ووژل شول چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خوا پلان شوي وو.  د راپور له مخې دې ډلې د جاسوسۍ په تور د یوه سړي سر هم پرې کړی دی.  تونس په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پخواني ولسمشر زین العابدین بن علي له لېرې کېدو وروسته د تُندلارو اسلامي ډلو د حملو له یوې څپې سره مخامخ دی.

د خوست ښاریان وايي د توکو لوړو بیو یې ژوند ور تریخ کړی

Pa.azadiradio.com 

خوستوال وايي، دې ولایت کې د افغانیو له ترویج او کرونا وبا له راتلو وروسته د لومړنیو توکو بیې بې سارې لوړې شوي دي. دوی وايي، د بیو لوړوالي په ځانګړي ډول پر بې وزلو کورنیو ډېره ناوړه اغېزه کړې ده. ۲۷ کلن محمد حسن خوست ښار کې لاس ګاډۍ چلوي وايي، د ورځې د ټولې خوارۍ ثمره یې دوه یا درې سوه افغانۍ وي، خو په وینا یې د خوراکي او نورو توکو بیې دومره لوړې دي چې دی او د ده په څېر ډېر بې وزله کسان یې د پېرلو توان نه لري. محمد حسن وايي: "دوه، یا دوه نیم سوه افغانۍ وګټو، هغه د سبزي پیسې هم نه ترې جوړېږي،... Читать дальше...

امیر حمزه خان شینواري د فکرونو مرغلرې پاشلې دي

Mashaalradio.com 

د فېبرورۍ پر ۱۸مه د صوبایي حکومت د ثقافت محکمې او خیبر پښتو ادبي جرګې په لنډي کوتل کې د وتلي غزل ګو شاعر امیر حمزه خان شینواري ۲۷ تلین ولمانځل شو. دې لمانځلغونډې ته شاعرانو او لیکوالانو د نوموړي ژوند فن او شخصیت ته کتنه کړې. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

کابل د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي څرګندونې رد کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوه روسي چارواکي له خوا په افغانستان کې د ائتلافي دولت د جوړېدو وړاندیز رد کړی دی.  د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر قبولوف تېره سې شنبې له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې افغانستان په لومړي ګام کې یوه ائتلافي دولت ته چې د دواړو لورو د کنټرول توان او ځواک ولري اړتیا لري.  د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن جمعه (د کب ۱مه) خپور شو، د قبولوف دې او نورو څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي چې د نوموړي ویناوې د افغانستان له واقعیتونو سره... Читать дальше...



محقق: د سولې خبرو د دوام برخه کې طالب پلاوی هېڅ لېوالتیا نه لري

Pa.azadiradio.com 

په امنیتي چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار محمد محقق وايي چې په بین الافغاني خبرو کې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي تر اوسه د سولې د خبرو د دوام په برخه کې د طالبانو هېڅ راز لېوالتیا نه ده لیدلې.  ښاغلي محقق په دې اړه نن جمعه (د کب ۱مه) له ازادي راډیو سره خبرې وکړې. محمد محقق زیاته کړه: "اوضاع ډېره روښانه نه راته ښکاري. د دولت مرکچي پلاوی دوه ځلي دوحې ته ولاړ، یو ځل درې میاشتې او بل ځل څه باندې یوه میاشت هلته پاتې شو، خو د طالبانو له خوا مذاکراتو ته هېڅ راز لېوالتیا ونه لیدل شوه."  له یوې میاشتې... Читать дальше...

شاهین قول اردو: بلخ کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

شاهین قول اردو وايي، په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۷ وسله وال وژل شوي او دیارلس نور ټپیان دي.  د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي په یوه بیان کې وايي، دا عملیات پرون پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) مازیګر مهال د نهرشاهي ولسوالۍ په ترکمنیه سیمه کې وشول چې په ترڅ کې یې ۷ وسله وال وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي. په بیان کې همدا راز راغلي چې د چاربولک ولسوالۍ په ګورتېپې سیمه کې هم په یوه نښته کې دوه طالب وسله وال ټپیان شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

واشنګټن: د اټمي موافقې په اړه تهران سره خبرو ته چمتو یو

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن له ایران سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د یوه اقدام په ترڅ کې ویلي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په اړه له تهران سره خبرو ته چمتو دی.  سپینې ماڼۍ پرون پنجشنبې (د سلواغې ۳۰مه) همداراز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم خبر ورکړ چې د هغو مېکانېزمونو طرحې یې فسخ کړي دي چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په سېپټمبر میاشت کې  وړاندیز کړی وو او ټینګار یې کاوه چې د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو ټول پخواني بندیزونه باید له سره ولګول شي.  په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست سفیر ریچارډ مېلز په یوه لیک... Читать дальше...

کیسه لیکوالو ته جایزې!

Pa.azadiradio.com 

خوستیانو نثر ته مخه کړې، ننګرهاریانو له یو ډول نثره شکایت کړی. د دې ترڅنګ د ازادي راډیو په اوونیزه هنري 'ازادي راډیویي مجله' خپرونه کې هم کیسه لرو، هم شعر او هم د شعر پر نقد له استاد شاعر پیرمحمد کاروان سره غږیدلي یوو. دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

"ایران سره د کړکېچ په زیاتېدو سعودي کې له پوځي اډو کار اخلو"

Pa.azadiradio.com 

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان وايي، پوځ پر دې غور کوي چې د امریکا او ایران په اړیکو کې د کړکېچ د زیاتېدو په صورت کې د خپلو ځواکونو د خوندي ساتلو لپاره د عقبې په توګه په سعودي عربستان کې له پوځي اډو کار واخلي.  جنرال کېنېت مککېنزي منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې پرون پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) خبریالانو ته وویل، پوځ غواړي د اوسنیو اډو له بندولو پرته هم دا توان ولري چې د کړکېچ د زیاتېدو په حالت کې د عملیاتو لپاره له نورو اډو هم کار واخلي.

۵۰ تنه د قاچاق په تور عدلي او قضايي مرکز ته ور وپېژندل شول

Pa.azadiradio.com 

امنیتي ادارو د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۵۰ کسان عدلي او قضايي مرکز ته ور وپېژندل. له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو شپږو ورځو کې د افغانستان له پنځلسو ولایتونو څخه ۵۰ کسان د نشه يي موادو د ۳۹ قضیو په تړاو له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي کړي دي. د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل چې په نیول شوېو کسانو کې داسې خلک هم شته چې د حامد کرزي د هوايي ډګر له لارې یې نشه يي مواد په خپلو خېټو کې هند ته قاچاق کول.

ینس سټولټنبرګ: په عراق کې د ناټو روزنیز ماموریت پراخوو

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د ناټو د دفاع وزیرانو په خپله دوه ورځنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې عراق ته د درې نیم زره سرتېرو په استولو سره دې هېواد کې د ناټو روزنیز پروګرام پراخ کړي.  ښاغلي سټولټنبرګ پرون پنجشنبې(د سلواغې ۳۰مه) له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې له دې اقدام سره به په عراق کې د ناټو د پوځي ځواکونو شمېر له پنځه سوو څخه څلور زرو ته لوړ شي. هغه زیاته کړه: "موږ پرېکړه وکړه چې په عراق کې د ناټو روزنیز ماموریت پراخ کړو، څو د عراقي ځواکونو چې د ترورېزم پرضد جګړه کوي او د داعش... Читать дальше...

مککېنزي: افغانستان کې د داعش بریدونه د طالبانو پرتله کمرنګه دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ سنټکام 'Centcom' مشر وایي، طالبان په (ښکاره) ډول افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مسؤل دي. جنرال کېنیت مککېنزي 'Kenneth McKenzie' پرون پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) د منځني ختیځ د سفر پر مهال وویل، داعش هم په واضح ډول ځینې بریدونه کړي، خو په خبره یې د دغې ډلې بریدونه د طالبانو د بریدونو پرتله کمرنګه دي. مککېنزي زیاته کړې چې داعش او طالبان په ګډه د هېواد په کچه د افغان ځواکونو پر ضد بریدونه او ځینو ښاري سیمو کې هدفي وژنې کوي. مکېنزي خبریالانو ته ویلي:"تاوتریخوالی... Читать дальше...

کونړ کې بزګرانو د کوکنارو پر کروندو د میوو باغونه جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې بزګرانو د کوکنارو کرکېلې پرځای د مېوه لرونکو بوټو باغونو جوړولو ته مخه کړې ده. د کونړ ولایت ځیني بزګر وایي، پخوا د باغونو او کروندو د اوبو کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو، نو له همدې امله یې کوکنار کرل، ځکه کوکنار لږو اوبو ته ضرورت لري. خو اوس په کونړ کې بزګران د لمریزي برېښنا په مرسته د کونړ له سینده خپلو کروندو ته اوبه پورته کوي او دغه ولایت کې په ډېره کمه ځمکه کوکنار کرل کېږي. ۶۰ کلن مېراجان بېلچه په لاس کې نېولې او د مالټو باغ اوبه کوي. د هغه باغ د کونړ مرکز اسعداباد ته... Читать дальше...


Музыкальные новости
Фредди Меркьюри

Амигуруми: как связать Фредди Меркьюри крючком (узор и схема)





Персональные новости
Шапка

Шапки женские вязаные на Wildberries, 2024 — новый цвет от 392 руб. (модель 466)





لوګر کې ۳۶۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر ولایت پولیسو ۳۶۰ کیلوګرامه نشه يي توکي ونیول.له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې ۳۶۰کیلوګرامه خام چرس ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې پټ کړای شوي وو. د دې موادو د ساتنې په تور څوک نه دي نیول شوي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په یوه بله پېښه کې په بلخ، پروان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د نشه يي موادو ۹ خرڅوونکي نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې معرفي کړي دي.

محقق: افغانستان کې د کورنيو جګړو د بيا پيل له وېرې، د ناټو غونډه بې پرېکړې وه

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یا نه وتلو په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو له بې پرېکړې غونډې وروسته اوس د افغانستان د جمهور رئیس امنیتي سلاکار وايي، ښايي یو ملاحظه موجوده وي. د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند مشر او د ولسمشر غني امنیتي سلاکار حاجي محمد محقق ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ناټو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ځکه پرېکړه ونه کړه چې افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو ته ولاړ نه شي او کومه ګډوډي رامنځته نه شي. محمد محقق د قطر په پلازمېنه دوحه کې هم د افغان حکومت... Читать дальше...

د افغانستان د څېړنې اداره: نشه یي توکو سره د مبارزې مسئولې ادارې همغږي نه لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له نشه یي موادو سره د مبارزې برخه کې د تېرو شلو کلونو پالیسۍ او پروګرامونه ارزولي. دا اداره وايي چې د افغان دولت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډ هدف نشتوالي له نشه یي موادو سره مبارزه ناکامه کړې ده. د دې ادارې په تازه تحلیلي راپور کې راغلي چې افغانستان کې له نشه یي موادو سره د مبارزې پالیسیو کې هدف مشخص نه دی او مسوولو ادارو له همغږۍ پرته فعالیتونه کړي دي.  د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې رئیسې اورځلا نعمت ازادي راډیو ته وویل، د دوی څېړنه ښیي چې د... Читать дальше...

په پکتیا کې د ښې حکومتوالۍ د خدمتونو مرکز جوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د اداري لګښتونو د کمښت، روڼوالي، د فساد د مخنیوي، د کارونو د اغېزمنتوب، له شته امکاناتو د ښې استفادې او د کارونو د چټکتیا په موخه د ښې حکومتوالۍ مرکز جوړ شوی. د ښې حکومتوالۍ د خدمتونو په دې مرکز کې Good Governance Serves Model (GSM) کې د ولایت له والي نیولې بیا د دفترونو تر ټیټ رتبه مامورینو پورې ټول په یو لوی سالون کې تر یو چتر لاندې کار کوي. د پکتیا ولایت چارواکي وايي، د دې مرکز د جوړېدو څخه يې موخه ولس ته په خدمتونو کې د پوره اسانتیاوو رامنځته کېدل دي. د پکتیا والي محمدحلیم فدايي ازادي راډیو ته په دې اړه وویل... Читать дальше...

بدخشان کې پولیسو د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیوله

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان ولایت د څه دپاسه لس کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیول شوه. د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناء الله روحاني ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په فیض اباد ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۴ کیلوګرامه هیروئین ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او په پام کې وه چې یوه ګاونډي ولایت ته یې قاچاق کړي. د دې موادو په تور دوه کسان هم نیول شوي دي.

ننګرهار کې ۹۱ کیلوګرامه چرس او ۱۹ کیلوګرامه تاریاک ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه سل کیلوګرامه تاریاک او چرس ونیول شول. د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ وايي چې د دې ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د سلواغې د میاشتې په ۲۹ نېټه په نازیانو ولسوالۍ کې ۹۱ کیلوګرامه چرس او ۱۹ کیلوګرامه تاریاک ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې ساتل شوي وو. د دې موادو د ساتنې او قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.

Спорт в России и мире
Москва

Актера Свиридова госпитализировали из-за инфицирования после операции в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Российская теннисистка Калинская покинула WTA-1000 из-за проблем со здоровьем


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Москве прошла эковыставка Hydrate The World





Путин в России и мире
Москва

Путин оценил перспективы строительства ВСМ «Москва — Санкт-Петербург»


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

СМИ: Байден и Шольц не успели предложить Москве обменять Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Татьяна Рязапова

АИРР на Стартап-туре 2024



Москва

Где на Руси жить хорошо. Рейтинг российских регионов по уровню благополучия

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net