د میانمار ولس په دغه هېواد کې د کودتا، د منتخبې مشرې انګ سان سوچې او نورو حکومتي غړیو د ګرفتارولو خلاف راوتلي دی. په ځینو ښارونو کې د پولیسو او د مظاهرهچیانو ترمنځ د نښتو راپورونه هم دي.
د افغانستان د حج اوقافو وزارت د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ( او، ای، سي ) له هغې اعلامیې هر کلي وکړ چې ویلي و په افغانستان کې باید ژر تر ژره روان تاوتریخوالی ودرول شي. د حج او قافو وزیر محمد قاسم حلیمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اسلامي هېوادونه او سازمانونه دې په افغانستان کې د جګړې له غندنې سره د دغه هېواد د سولې پروسه ملاتړ هم وکړي. د افغانستان دحج اوقافو وزارت وايي، ټولو نړېوالو اسلامي سازمانونو او هېوادونو په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع بللې او ددې جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې. Читать дальше...
د رزمي لوبو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک تېره شپه خپل برازیلي سیال ته ستره ماتې ورکړه. له هغه ښاره چې هره ورځ ترې د تاوتریخوالي خبرونه ورکول کېږي ښايي د خوښۍ یو خبر دا وي چې تېره شپه دغلته د رزمي لوبو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک خپل برازیلي سیال لیونارډو باربوسیا ته په یوه جالبه لوبه کې ماتې ورکړه. دغه سیالۍ تېره شپه د کابل ښار په غازي سټډیوم کې ترسره شوه. که څه هم د لوبې په لومړي پړاو کې د ښاغلي هوتک سیال برلاسی معلومېده، خو د سیالۍ دوهم پړاو بیا د احمد ولي هوتک لپاره ښه وو او په درېیمه دقیقه... Читать дальше...
د افغانستان د جمهور رییس دویم مرستیال وايي، په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې په نسبې ټپه ولاړ حالت سره مخ دي او دغه حالت د افغانستان له سولې سره مرسته نه شي کولای. د افغان سولې په اړه ټوکېدونکي هیلې د ناهیلۍ پر لور! د افغانستان د جمهور رییس دویم مرستیال سرور دانش وايي، په داسې حال کې چې د سولې بین الافغاني خبرې تقریباً په ټپه ولاړ حالت سره مخ شوي ورسره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې ده. ښاغلي دانش نن د جمعې په ورځ په کابل کې د محمد محقق زوى باقر محقق د وژل کېدو په لومړني تلین... Читать дальше...
ښه شعر څه ځانګړتیاوې لري؟ د ازادي راډیویي ادبي مجلې په پروګرام کې پر شعر د ادبیاتو د یوه استاد نظر اخیستل شوی. په دې پروګرام کې دغه راز له یوې نوې نادرې موندل شوې خطي نسخې خبرېږئ. دارنګه په دې پروګرام کې شعر او کیسه هم شته. د دې پروګرام د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:
د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې په دوو چاودنو کې لږترلږه څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان ازادۍ راډیو ته وویل، لومړۍچاودنه پرون مازیګر هغه مهال وشوه چې د سرکاڼو په بحرآباد سېمه کې د ملي پولیسو پر پلې ګزمه د سرک غاړې ماین وچاودېد. ښاغلی دهقان وايي، کله چې نور پولیس او خلک د پېښې ځاي ته ورسېدلنو بل ماین پرې وچاودېد. د اسعداباد د مرکزي روغتون مشر ډاکټر عطاالله ساپی وایي، دوي ته دپېښې له ځایه دري جسدونه او څلور ټپيان راوړل شوي دي. د دې چاودنو مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
ولسمشر جوبایډن وايي، حکومت د ټولو بالغو وګړو لپاره تر جولای میاشتې پورې د کوویډ۱۹ ناروغۍ پرضد د اړتیا وړ واکسین چمتو کړی دی خو هغه په عین حال کې خبرداری ورکړ چې د لوژستیکي ستونزو له کبله ښايي د واکسین تطبیق له ستونزو سره مخامخ شي. ښاغلي بایډن پرون پنجشنبې واشنګټن ته نږدې د روغتیا له ملي انستیتیوت څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې د ده ادارې د هغه قرارداد چارې بشپړې کړي چې پربنسټ یې حکومت د فایزر او مودېرنا د درمل جوړولو له کمپنیو، د دې واکسین نور سل میلیون دوزه اخلي. ولسمشربایډن زیاته کړه، چې د جولای... Читать дальше...
د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې په یوه نښته کې د څلورو پوځیانو او څلورو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. پوځ نن په یوه بیان کې وویل، د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې نښته هغه مهال پیل شوه چې دې وسله والو پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ. د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو په دې سیمه کې مخکې له دې د پاکستاني طالبانو د تحریک او پوځ ترمنځ نښتې شوې دي. د پوځ په بیان کې راغلي دي چې پوځیان د تېرې شپې له پېښې وروسته په سیمه کې د تلاشۍ عملیات پیل کړې دي.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، چې له اوسني فرصت څخه باید په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره کار واخیستل شي. ښاغلي دانش دا څرګندونې نن، د وحدت اسلامي ګوند د مشر محمدمحقق د وژل شوي زوی محمدباقر په لومړي تلین کې د خبرو پرمهال وکړې. هغه وویل: دا وضعیت له موږ نه غواړي چې د افغانستان د جګړې ټول ښکېل اړخونه او د کورنیو سیاسي ځواکونو، د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ګډون د افغانستان د قضیې ښکېلې خواوې باید منصفانه او مسوولانه چلند وکړو." ښاغلي دانش زیاته کړه، چې حکومت په هېواد کې د سولې... Читать дальше...
د ټول پاکستان سرکاري ملازمينو د خپلو تنخاګانو د زیاتوالي لپاره په پلازمېنه اسلام اباد کې دوې ورځې احتجاجي ناسته وکړه. د حکومتي اعلاميې تر مخه د مظاهرچيانو غوښتنې یې منلې دي او د فېبرورۍ پر ۱۰مه د احتجاج دوران د دوی ګرفتار ملګري هم خوشې کړل شوی دي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د چک رپبلک (جمهوريت) يوې کمپنۍ د کوويډ-۱۹ ناروغۍ مخنيوي لپاره یو داسې ماسک يا تمبوزک جوړ کړي چې تمه ده ارزانه او ماحول دوست به ثابت شي. دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي اتحادیې ډېری هېوادونو د کورونا وايرس نوي قسم مخنيوي لپاره د لوړ معيار ماسکونه کارول لازمي ګرځولي دي. نور حال د مشال راډيو اوکراين څانګې په دې ويډيويي راپور کې.
لسګونو معلولینو پرون د درېیمې ورځې لپاره د پاکستان په شمال لویدیځ کې د افغانستان د پولې په اوږدو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ. معترضین د کار موندنې، روغتيايي مراقبتونو او د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړو زمینې برابرول غواړي. دا اعتراضونه د فبرورۍ پر نهمه د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سرحدي سیمه کې په تحصن پیل شول. دوی وايي، تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې نه وي منل شوي. د دغو مظاهرو یوه تنظیموونکي دین محمد آزادي راډیو ته ویلي، چې په دې اعتراضونو کې ۲۵۰ کسان ګډون لري... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان او اروپایې ټولنه د ختیځې اروپا له شپږو هېوادونو سره د مرسته په توګه د کوېډ١٩ واکسیناسیون پروګرام پیلوي. د دې پروګرام لګښت ۴۸،۵ میلیونه ډالره یاد شوی دی. اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې د فبرورۍ پر ۱۱ ویلي، چې په دې پروګرام کې به ارمنستان، آذربایجان، بېلاروس، ګرجستان، مولداوي او اوکرایین شامل وي. اروپايي کمېسیون د دې پروګرام هدف د کوواکس نړیوال نوښت له لوري د اروپا د یو څه بېوزلو هېوادونو سره مرسته بللې ده. دا شپږ هېوادونه د ختیځي اروپا برخې دي، چې غواړي اروپايي ټولنې سره اړیکې پیاوړي کړي. Читать дальше...
د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک تېره شپه په کابل کې خپل برازیلي سیال لیوناردو باربوسا ته ماتې ورکړه. دا لوبه چې د یک خصوصي تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده، په پای کې یې ښاغلي هوتک وویل: "د افغانستان ټول ملت ته او زموږ غمجنو خلکو ته د دې سترې بریا مبارکي وایم." ده خپل سیال د دوهم رونډ په نیمایي کې له پښو وغورځاوه.
په فاریاب کې د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر او په دغه ولایت کې د پژواک خبرې اژانس خبریال قطب الدین کوهي په یوه وسله وال برید کې تېر ماښام ټپي شو. د راپور له مخې ناپېژاندو وسله والو د مرکز میمنې په بازار کې پر ده ډزې وکړې. د پولیسو په وینا د قطب الدین کوهي روغتیایي وضعیت اوس ښه دی. له شاوخوا دریو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په ګډون اووه خبریالان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سیاسي دفتر(یوناما) پر دوو موټرو د پنجشنبې په ورځ په سروبي کې حمله وشوه چې په کې پنځه تنه ساتونکي وژل شوې دي. یوناما په ټویټر کې پر دې پېښې خواشیني څرګنده کړې ده او لیکلي یې دي، چې د دوی کوم غړی په دې برید کې نه دی وژل شوی. د یوناما دفتر په دوه زره دوهم کال کې په افغانستان کې پرانیستل شو چې په کې تر زرو ډېر کسان کار کوي، په دوی کې یو شمېر بهرنیان دي او یو شمېر مامورین یې افغانان دي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل وایي، شرایطو ته په کتو دې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي. د ارګ د اعلامیې له مخې ښاغلي بورل پرون په ټیلفون له افغان ولسمشر اشرف غني سره د خبرو پرمهال دا هم وویل، چې اروپایي ټولنه د افغانستان د سولې بهیر له نږدې څاري، ټینګار کوي چې تاوتریخوالی باید د پام وړ کم شي او دایمي اوربند وشي.
د ناټو سرمنشي وایي، طالبانو خپلې کړې ژمنې عملي کړي نه دي. هغه وايي: "په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په اړه چې هره پرېکړه کوو باید پر دې بنسټ وي چې موږ ډاډه شو چې دغه هېواد بیا د ترهګرو په خوندي پناهځای نه بدلېږي." ینس ستولتنبرګ دا خبره پرون په بروکسل کې د بلجیم له دفاع وزیرې لودیفین ډیډنډر سره د کتنې پرمهال وکړه. دوی دواړو د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په اړه خبرې وکړې. ټاکل شوې ده، چې دا غونډه راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې پيل شي. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د ناټو دفاع... Читать дальше...
د جرمني صدراعظمې په دغه هېواد کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د نویو بندیزونو د اعلان سربېره خلک وهڅول چې زیات احتیاط وکړي. انګیلا ميرکل پرون په برلین کې د ولسې جرګې غونډې ته وویل: "شخصي سفرونه او لیدنې کتنې، د دې په ګډون چې د خپلو خپلوانو ترمنځ وي، باید وځنډېږي. چې څومره ممکنه وي له کوره کار وشي. په دې ډول زه یو ځل بیا له کار ورکوونکو هیله کوم، چې له کوره کار اغېزمن دی، اړیکې ورسره کمېږي." د مېرمن میرکل تر دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د جرمني حکومت د کرونا وبا د مخنیوي لپاره بندیزونه د مارچ تر اوومې تمدید کړل. Читать дальше...
د چین د ملي راډیو او تلویزیون ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په چین کې د بریتانیا د تلویزیوني چاینل "بي بي سي" پر لیدلو بندیز ولګېد. دا اعلان یوه اونۍ وروسته تر دې وشو، چې د بریتانیا د رسنیو د تنظیم ادارې د چین د دولتي تلویزیون جواز لغوه کړ. د چین په بیان کې راغلې دي چې ( بي بي سي) په دغه هېواد کې د راپور ورکولو له اصولو جدي سرغړونه کړې ده، د اصولو له مخې باید خبرونه رښتیا او بېطرفه وي خو دا خبرونه د چین له ملي ګټو سره په ټکر کې دي. د ( بي بي سي) یوې ویاندې په یوه بیان... Читать дальше...
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مدافع وکیلان به سر له ننه خپله دفاعیه وړاندې کړي. په کانګرس کې ډیموکراتان غواړي، چې ټرمپ له واکه وروسته استیضاح شي. دوی وایي، چې د جنوري په شپږمه ټرمپ مظاهره چیان هڅولي وو چې د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي، په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي وو. په کانګرس کې ډيموکراتانو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهمې استیضاح د محاکمې قضیه یوه ورځ وروسته تر دې بیا پيل کړه چې پر کانګرس د جنوري د شپږمې نېټې د برید یوه نوې ویډیو یې ښکاره کړه. د استازیو جرګې وکیلان چې د امریکا... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل او واشنګټن ترمنځ د یوه نوي ګډ پلان خبر ورکوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر جوبایډن د ادارې د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکړې ته بیا کتنه کوي او په ورته وخت کې یې د کابل او واشنګټن ترمنځ د یوې نوې طرحې خبر ورکړ. محمد حنیف اتمر په کابل کې د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته د دې پلان په اړه د ډېرو جزییاتو له ورکولو پرته، وویل: "ډېر ژر د افغانستان د دولت او د امریکا د دولت د ګډ پلان په یوې پروسې او جدي مذاکرې کې وړاندې ګام اخلو. Читать дальше...
د هغو ماشومانو درمنله خورا پېچلې ده، چې د مور په ګېډه کې معتاد شوي وي. ډاکټران وايي د هغو ماشومانو درملنه ډېره پېچلې ده چې د ميندو په ګېډو کې د نشه يي موادو له امله زيانمن شوي او يا معتاد شوي وي. ډاکټران وايي دوی دا ماشومان له خپلو معتادو ميندو سره یو ځای د ۴۵ ورځو لپاره بستري کوي او درملنه يې کوي. د معتادو ښځو او ماشومانو سل بستريز روغتون مسووله ډاکټره ښایسته حکيم وايي، کله چې د معتادو ميندو ماشومان وزېږي، وروسته د دې ماشومانو په وجود کې د نشې يا اعتياد نښې نښانې راڅرګندېږي. حکيم زياته کړه... Читать дальше...
ملګري ملتونه وایي، قاچاق کونکی هڅه کوي چې د افغانستان هوایي ډګرونه د نشه یي موادو د قاچاقو په لارو بدل کړي. د سرحدونو له لارې د نشه یې موادو د قاچاقو ترڅنګ، په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان هوایي ډګرونه د نشه يي موادو د انتقال په لارو بدل شوي چې له دې ځایه بهر او له بهر څخه افغانستان ته نشه یي مواد قاچاق کېږي. نشه يي مواد د هوایی ډګرونو له لارې د انسانانو په خېټو کې قاچاق کېږي، ځکه نو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالاتونو، جاپان او ملګرو ملتونو په مرسته په کابل کې له خیټو څخه د نشه یي موادو د را ایستلو مرکز پرانیست. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.