123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 23.02.2021

د افغانستان لویه څارنوالۍ: د افغان چارواکو لسګونه د فساد قضیې وڅېړل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لویه څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د خپلو هڅو د ګړندي کېدو خبر ورکوي. دغه اداره وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې د افغان چارواکو اړوند لسګونه د فساد قضیې څېړلې دي. د دې ادارې ویاند جمشېد رسولي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۶» رسنیو ته خبري کنفرانس کې وویل، په قوس او جدي میاشتو کې یې ۲۲۴ د اداري فساد قضیې چې نږدې ۵۰۰ کسانو پورې اړوند دي څېړلې او اړوندو محکمو ته‌یې لېږلي دي. د ښاغلي رسولي په خبره، په یادو قضیو کې تر ډېره افغان چارواکي ښکېل دي. ښاغلی رسولي زیاتوي... Читать дальше...



ناسا د مریخ له سیارې ثبت شوي لومړني غږونه خپاره کړل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فضایي څېړنو د ادارې، ناسا ساینس‌پوهانو د مریخ له سیارې ثبت شوي لومړني غږونه خپاره کړي دي.  دغه غږونه بېرته ځمکې ته هغې متحرکې وسیلې را استولي چې تېره اوونۍ مریخ ته د ناسا له‌خوا استول شوې فضایي بېړۍ هغه د دې سیارې سطحې ته کوزه کړې ده.  دغه غږونه چې ناسا تېره شپه خپاره کړي، د باد شنیډا او د سیلۍ غږ ته ورته دي.  د مریخ د سیارې اتموسفیر ته د رسېدو لپاره د ناسا فضایي بېړۍ شاوخوا اووه میاشتې مزل وهلی دی.

"مادر بلند شو" یا مورې پاڅه هغه غږ چې افغان ټولنیزې شبکې پرې ډکې دي

Pa.azadiradio.com 

د دوو هغو ماشومو نجونو انځورونو چې یکشنبه په کابل ښار کې تر یوې چاودنې وروسته د خپلې ټپي مور سر ته ولاړې دي دا څو ورځې په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو خلکو پام وراړولی دی. د فیسبوک او نورو شبکو کاروونکو د ویډیو په شریکولو سره پر ملکیانو د ترهګریزو بریدونو له ترسراوي خپله غصه او خپګان څرګند کړی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ په بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سترې محکمې نن د صنعت او سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ دنده کې د اختلاس له امله په یو کال تنفیذي بند او ۸۶۴ زره ډالر نقدي جریمه محکوم کړ. محمد امین فرهنګ چې له ۲۰۰۱ میلادي کال نه تر ۲۰۰۸ کال د هېواد د اقتصاد، د سوداګرۍ او صنعت وزیر په توګه کار کاوه پر غدر او اختلاس تورن و. ښاغلی محمد امین فرهنګ د خپلې دندې پر مهال د تېلو قرادادونو کې په فساد، اختلاس او له دندې په سوء استفادې تورن شوی و. ښاغلي فرهنګ تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې له دې یې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي و.

بشر حقونو کمېسیون: د افغان ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات، خو تلفات‌یې کم شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په یو تازه راپور کې وايي، په ۱۳۹۹ کال کې د ماشومانو مر‌ګ‌ژوبله د تېر ۱۳۹۸ کال په پرتله ۲۵ سلنه راکمه‌ شوې ده، خو پر وړاندې یې تاوتریخوالی ۱۶ سلنه زیات شوی دی. دغه کمېسیون وايي، د ماشومانو د وضیعت په اړه‌یې دا موندنې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له څېړنو وروسته ترلاسه کړي. دې کمېسیون په خپل تازه راپور کې دا هم موندلي چې سږ کال کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۱۶ سلنه زیاته شوې. د دې کمېسیون د ماشومانو برخې غړې راضیه صیاد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل... Читать дальше...

افغانستان کې د کرونا واکسين تطبيق شو

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې په لومړي ځل د کرونا واکسين تطبيق شو، افغان ولسمشر وايي، دا د افغان ملت لپاره يو ښه فرصت دی چې له کرونا ويروس څخه ځان خوندي وساتي. کابل مېشتي بيا د واکسين پيل ته خوښ دي، خو ټينګار کوي چې د واکسين وېش بايد عادلانه وي. بشپړ جزئیات‌يې په دې وېډيو کې ليدلای شئ.



د ازادي راډیو موندنې؛ د ازبکستان ولسمشر ته په پټه یو تفریحي ځای جوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د یوه څېړنیز راپور موندنې ښیي چې د ازبکستان یوې دولتي کمپنۍ په پټه د دې هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف ته یو غرنی عصري تفریحي ځای جوړ کړی دی.  دغه څېړنه چې د ازادي راډیو د ازبکستان څانګې ترسره کړې او موندنې یې نن خپرې شوي، له چارواکو، د سیمې اوسېدونکو او هغو ساختماني کارګرانو سره چې د دغه عصري کمپلېکس په جوړولو کې یې مرسته کړې ده، د مرکو په اساس ترسره کړې ده.  دغه استراحت ځای د ازبکستان په لوېدیځ تین شان غرنۍ سیمه کې د یونېسکو له‌خوا یوې خوندي سیمې ته نږدې جوړ شوی دی. یو شمېر سرچینو... Читать дальше...

ننګرهار: روغتیا څانګو کې د ګومارنې لپاره ازموینې

Mashaalradio.com 

د ننګرهار د روغتيا چارواکي وايي چې له خصوصي روغتيايي انسټيټیوټونو څخه له فارغو ۷۰۰۰ زده کوونکو څخه چې ۱۷۵۰ يې ښځینه دي، د قابله ګۍ، نرسنګ، د غاښونو پروټیس، فزیو تراپي، لابراتوار، فارمسي او انستېزي

د اېف اې ټي اېف له خړه-لیسټه د پاکستان د وتو هیلې؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان بهرینو چارو چارو وزير شاه محمود قريشي  هیله مند دی چې د فېبرورۍ له ۲۲مې پیل شوې د فنانشل ايکشن ټاسک فورس غونډه کې به د پاکستان د اقداماتو په رڼا کې د هغه هېواد له خړ- فهرسته وتلو پرېکړه وشي.    پاکستان ادعا کوي چې د مني لانډرنګ، له ترهګرۍ سره د مالي مرستو سرچينو د مخنيوي پرضد قانون سازي او يوشمېر نور اقدامات شامل دي.  د فنانشل ايکشن ټاسک فورس درې ورځنۍ انلاين غونډه کې به د نورو موضوعګانو ترڅنګ د پروسږ کال د سيپتمبر په میاشت کې د پاکستان لخوا وړاندې کړل شوي  راپور ته هم کتنه کېږي چې پکې... Читать дальше...

د سولې د خبرو افغان مرکچي: د خبرو دوام لپاره طالبانو سره پر ۴ ټکو هوکړه وشوه

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې له اوږد ځنډ وروسته د سولې خبرې بیا پیل شوي دي. د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي غړی رسول طالب وايي، په دوحه کې د سولې په خبرو کې له پیله تر دا مهاله ګڼې ستونزې وې، خو دواړو لوريو په یوه ټکي موافقه کړې.  نوموړي د سې شنبې(د کب۵مه) په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، داوړه لوریو دا منلې چې د افغانستان د خلکو غوښتنې به د سولې د خبرو د دوام لپاره یو اساسي مسئله وي. ښاغلي طالب زیاته کړه: "موږ د خبرو د دوام لپاره له طالبانو سره څلورو ټکو باندې هوکړه وکړه او طالبانو موږ سره منلې... Читать дальше...

واشنګټن: له طالبانو سره پر شوې موافقې بیا کتنه نه‌ده بشپړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه له طالبانو سره د دې هېواد پر شوې موافقې له سره کتنه نه‌ده بشپړه شوې. د دې وزارت ویاند نډ پرایس پرون دوشنبې په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل، تر ټولو غوره لاره همدا ده چې ټول اړخونه هغه ژمنې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په تړون او د امریکا او افغانستان ترمنځ ګډه اعلامیه کې یې یادونه شوې، په بشپړه توګه عملي کړي. ښاغلي پرایس دغه‌راز په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه وبلله. دی زیاتوي: "له ما مو په تېرو ورځو کې اورېدلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د نه‌منلو تر حده زیاته شوې. Читать дальше...

یوناما: افغانستان د ملکیانو لپاره د نړۍ پرمخ یو تر ټولو خونړۍ هېواد دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي، افغانستان د ملکیانو لپاره د نړۍ پرمخ یو تر ټولو خونړۍ هېواد دی.  یوناما دا خبره په هغه راپور کې کړې چې په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۰ کال د ملکي تلفاتو په اړه یې نن سې شنبه (د کب ۵مه) خپور کړی دی.  یوناما وایي، د تېر کال د سېپټمبر له میاشتې راهیسې چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې په دې هېواد کې ورسره د ملکي وګړو وژل هم زیات شوي دي.  یوناما وایي، پرله پسې ۷کلونو کې هر کال په افغانستان کې له درې زرو د زیاتو ملکیانو وژنې ثبت شوي چې... Читать дальше...

افغان کرکټر راشدخان ارمان ۷م مخکښ لوبغاړی وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان اووم مخکښ او زیاتې وېکټ اخېستونکی لوبغاړی وټاکل شو. نوموړی پرون د پاکستان په سوپرلیګ کې د کریس ګېل په سوځولو سره خپله ۳۴۴تمه وېکټ ترلاسه کړه. په دې سره راشد خان د شل اوورېزه لوبو په تاريخ کې له شاهد افريدي مخکې شو او اووم مخکښ او زیاتې وېکټ اخېستونکی لوبغاړی شو. راشد خان دا مهال د پاکستان په سوپرلیګ لیګ کې لوبېږي، تر دې دمه يې دوې لوبې کړي چې دواړو لوبو کې خورا ښه ځلېدلی.  راشدخان ارمان په لومړۍ لوبه کې هم ښه توپ اچونه او هم توپوهنه وکړه چې په... Читать дальше...

په غور کې د وزن پورته کولو سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د  پاور لېفټينګ يا وزن پورته کولو دوهم پړاو سیالۍ نن سې شنبه (د کب ۵مه) په غور ولایت کې پیل شوې. د دغه ولایت د ورزش او بدني روزنې ادارې رئیس امیرمحمد غوري نن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې له څلورو کلپونو ٤٠ لوبغاړو ګډون کړی. ښاغلی غوري وایي، دغه سیالۍ په اتو کټه ګوریو کې د دوو ورځو په مخه جوړې شوې وې. نوموړی وایي، دغه سيالۍ د ياد ورزش د پرمختګ او ځوانانو د هڅونې لپاره خورا اغېزمنې دي.

د افغانستان د ګلف ملي لوبډله ترکیې ته لاړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ګلف ملي لوبډله په یو تمریني او روزنیز کمپ کې د ګډون لپاره نن سې شنبه (د کب ۵مه) ترکیې ته ولاړه. د افغانستان د ګلف فدراسیون مرستیال محبوب شاه قاضی زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لوبډله کې د ٤ نجونو په شمول ١٤ لوبغاړي حضور لري چې د ترکیې په انتالیا ښار کې د اتو ورځو لپاره تمرینات کوي. د ښاغلي قاضي زاده په خبره په دغه تمریني کمپ کې له ګډونه هدف دا دی څو د ترکیې د ګلف لوبډلې له تجربې زده کړه وشي او ګډ تمرینات ترسره کړي. ټاکل شوې چې د افغان لوبغاړو له منځه دوه لوبغاړي د ترکیې... Читать дальше...

شبرغان کې جوګيان لاهم تذکرې نه لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمال شبرغان کې جوګيان لا هم د هویت پېژند پاڼې نه لري او له تذکرو پرته ژوند کوي. د جوګیانو لپاره لومړنی درسي ټولګی لس میاشتې وړاندې په دې ښار کې جوړ شو. نور په دې راپور کې وګورئ.


Музыкальные новости
Михаил Кутушов

Токсиколог Кутушов рассказал почему возникает похмелье





Персональные новости
БГАТОиБ

«Мистер Икс». Состав исполнителей





لوګر چارواکي: حصارک سیمه کې ۴ پاڅون وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر په مرکز پل علم کې ۴ پاڅونوال وژل شوي یو یې ټپي او دوه لا درکه دي. د لوګر امنیه قوماندان فیض الله غیرت ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د دې ولایت د مرکز پل علم اړوند په حصارک سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د سیمه ییزو پاڅون کوونکو پر یوه پوسته برید شوی چې په ترڅ کې یې ۴ تنه وژل شوي دي او یو بل یې ټپي شوی دی.  ښاغلی غیرت وایي، په پوسته کې د دوو هغو سرتېرو مالومات لا هم نشته چې ایا وسله والو طالبانو ژوندي نیولي او که د دوی نفوذي کسان وو؟ د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي،... Читать дальше...

افغان چارواکي: د زعفرانو سږني حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په ۱۳۹۹ کال کې پر نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي چې سږني حاصلات یې نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د کب ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې هرات، بلخ، فاریاب، کندوز، فراه او دایکنډي هغه ولایتونه دي چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران په کې تولید شوي. نوموړي وویل، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې یوازې د هرات ولایت په اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي. تیرکال ٢٠ ټنه زعفران لاسته راغلي وو. د کرنې... Читать дальше...

لغمان کې د پلاستيکي لوښو د تولید لومړنۍ فابریکه فعاله شوه

Pa.azadiradio.com 

په لغمان ولایت کې د پلاستيکي لوښو د تولید لومړنۍ فابریکې نن د یو میلیون افغانیو په پانګونې سره خپل فعالیت پیل کړ. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د کب ۵مه) ازادي راډیو ته وویل، دا کارخونه چې په معیاري ماشین الاتو سمبال ده، د لغمان ولایت د مهترلام بابا ښار په  ۶۰۰ متره مربع ځمکه کې د پلاستيکي لوښو بېلابېل ډولونه جوړوي. نوموړي وویل چې دغې فابریکې، د یاد ولایت سلګونو اوسیدونکو ته کاري فرصتونه  هم برابر کړي دي. دغه کارخونه په ۲۴ ساعته کې له ۵۰ کیلوګرامه اومه موادو... Читать дальше...

د کاناډا پارلمان: اویغور مسلمانانو سره د چین د حکومت چلند 'نسل وژنه' ده

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا پارلمان په یوه پرېکړه لیک کې چې د رایو په اکثریت تصویب شو، د چین له اویغور مسلمان اقلیت سره د پېکېنګ چلند نسل وژنه- جینوسایډ وباله.  د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو د پارلمان په ولسي جرګه کې دې پرېکړه لیک ته د رای ورکولو پر مهال وویل چې په شینجن کې اویغور اقلیت له نسل وژنې سره مخامخ دی او له دې سره وزیرانو له ښاغلي ټرودو وغوښتل چې دې کار ته رسماً د جینو سایډ یا نسل وژنې نوم ورکړي.  ښاغلي ټروډو د جمعې په ورځ ویلي و چې له شینجنه د بشري سرغړونو د پام وړ کره راپورونه رارسېږي. هغه د نړۍ د... Читать дальше...

افغانستان کې په لومړي ځل د کرونا وبا ضد واکسین د تطبیق بهیر پیل شو

Pa.azadiradio.com 

افغانستان نن سې شنبه (د کب ۵مه) وتوانېد د کرونا ویروس ضد واکسين د تطبیق یا ورکړې لړۍ پیل کړي. پوره کال وړاندې په دې هېواد د کوېډ-۱۹ ناروغۍ لومړۍ پېښه ثبت شوه. دا واکسین د هند له‌خوا افغانستان ته وړیا ورکړل شوی او ټول ۵۰۰ زره ډوزه دي چې په لومړي پړاو کې به ۲۵۰ زره کسانو ته پیچکاري شي. د دې بهیر د پیل په مراسمو کې ولسمشر غني وویل، کرونا وبا نړۍ ولړزوله، خو افغانستان وتوانېد په ډېر ښه ډول یې مدیریت کړي. جمهور رئیس غني زیاته کړه، افغانستان توانېدلی چې د کرونا وبا له اقتصادي او ټولنیز زیان تر ډېره ځان وساتي. Читать дальше...

کاناډا اویغوریانو سره د چین چلند نسل وژنه بللې

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا پارلمان له اویغور مسلمان اقلیت سره د چین د حکومت چلند جینوسایډ یا د یوه نسل ګڼه وژنه بللې ده.  په دې اړه د کاناډا د پارلمان له رای اخېستو، څو ساعته مخکې پېنکېنګ ادعا وکړه چې په شینجن ایالت کې له اویغور اقلیت سره د چین د حکومت چلند په دې هېواد کې د بشري حقونو د پرمختګ یوه ځلانده نښه ده.  خو د کاناډا پارلمان په خپل پرېکړه لیک کې چې پرون د رایو په اکثریت تصویب شو، ویلي دي چې اویغوران له نسل وژنې سره مخامخ دي.  د چین او کاناډا اړیکي په وروستیو څو کلونو کې ترینګلي وو او اټکل کېږي چې ښايي... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Результативность, вовлечённость, трудоголизм — где грань? Книга от автора российской модели факторов вовлечённости персонала.





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Священнику, отпевавшего Навального, запретили носить рясу и крест



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Коммерсантъ

ДЭГ местного значения // Суд оставил в силе итоги электронного голосования на выборах президента



Москва

Суд оштрафовал Ивлееву на 50 тысяч за дискредитацию ВС РФ

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net