چارواکي: د هرات – اسلام قلعه پر لویه لار چاودنې ۲ امنیتي ځواکونه ووژل
د هرات – اسلام قلعه په لویه لار کې د ماین په چاودنه کې دوه امنیتي ځواکونه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي ازادي راډیو ته وویل، پېښه نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) سهار نهه نیمې بجې په روزنک سیمه کې هغه مهال وشوه چې د امنیتي ځواکونو موټر پر ماین وخوت.
د دې پېښې مسوولیت تر دې دمه کومې دلې په غاړه نه دی اخېستی.