نایجریا کې پر یوه ښوونځي له برید وروسته سلګونه نجونې ترۍ تمې دي
د نایجریا په شمال کې پر یوه ښوونځي له وسلهوال برید وروسته سلګونه نجونې ترۍ تمې دي. د زامفارا ایالت اوسېدونکي وايي چې دا برید نن د جانګېبې سیمې پر منځني ښوونځي وشو.
نصیرو عبدالهي چې وايي دوه لوڼې یې یوه ۱۰ کلنه او بله ۱۳ کلنه لادرکه دي اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، د ښوونځي حاضري ښيي چې ۳۰۰ نجونې لادرکه دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي اژانس ته ویلي چې وسلهوالو ښوونځي ته نږدې د پوځ پر یوه اډه او پوسته هم برید وکړ، هغوی تهیې خبرداری ورکړ چې دخالت دې نهکوي او بیا یې څو ساعته په ښوونځي کې تېر کړل.
د نایجریا د معلوماتو دولتي کمېشنر سلیمان توناو انکا هم تأیید کړې چې وسلهوالو له دې ښوونځي څخه نجونې تښتولي، خو هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه په جنایتکارانو پسې دي.