کرکټ؛ افغانستان او زیمبابوې مارچ کې ۲ ټېسټ لوبې کوي
ټاکل شوې افغان او زیمبابوې کرکټ ملې لوبډلې راتلونکې مارچ میاشت کې د دوو ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړي.
لومړۍ ټېسټ لوبه د مارچ په دوهمه او دوهمه ټېسټ لوبه بیا د مارچ په لسمه نېټه پيلیږي.
د تېرې شپې په لوبه کې لومړی زیمبابوې توپ وهنه وکړه چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۵۰۵ منډې وکړې او له هغه وروسته یې افغان ملې لوبډلې ته د توپ وهنې وار ورکړ.
د زیمبابوې لپاره کاسوزا ۱۲۹، ویلمس ۸۶، رضا ۷۴ او بورل بیا ۶۵ منډې جوړې کړې.
کله چې افغان لوبډلې توپ وهنه پيل کړه، نو د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۷۱ منډې وکړې چې وروسته د لوبې د وخت پوره کېدو له امله او دا چې افغان لوبغاړي نا سوځېدلي پاتې وو د لوبې نتيجه مساوي اعلان شوه.
د افغان کرکټ ملې لوبډلې لپاره منیر احمد کاکړ ۱۲۹ ناسوځېدلې منډې، اصغر افغان ۵۰ منډې او افسر ځاځي بیا ۲۹ منډې جوړې کړې.