بایډن: هېڅکله به د روسیې له لوري د کریمیا الحاق په رسمیت ونه پېژنو
د امریکا ولسمشر ویلي، هېڅکله به د روسیې له خوا د کریمیا الحاق په رسمیت ونه پېژني.
جوبایډن دا خبره د فبروري په ۲۶مه چې د کریمیا د الحاق اووم کال پوره شو وکړه.
ولسمشر بایډن زیاته کړه، امریکا متحده ایالتونه به د روسیې د پاروونکو کړنو پر وړاندې د اوکرایین تر څنګ ولاړ وي او ګډ کار به کوي، څو روسیه د خپل زور زیاتي او ناوړه استفادې په خاطر مسووله وګڼل شي.
د ۲۰۱۴ میلادي کال د فبروري په ۲۶مه وروسته له هغه چې په کییف کې تر مظاهرو وروسته روس پلوی ولسمشر ویکتور یانکوویچ له واکه لېرې شو کریمیا ونیوله او د اوکرایین د ختیځ په دوو ولایتونو کې یې له روس پلوو بېلتون پالو ملاتړ وکړ.
د اوکرایین په ختیځ کې له هغه وخت راهیسې د جګړو له امله ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.