Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2021

Новости за 23.02.2021

مسیر: ولې باید د امنیتي ځواکونو پلانونه افشا شي؟

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د حکومت پر وړاندې د یو شمېر پرتو خنډونو د لېرې کېدو پر مسئلې سر لېکنه کړې ده. وړاندې په کې راغلي، حکومت د روانې اوونۍ په ترڅ کې د  درېیو لویو ستونزو په هوارولو بریالی شو چې دا د اوسني حکومت لپاره چې له ګڼو نېوکو سر مخ دی یو ښه زیری کیدای شي. د ورځپاڼې اشاره د ټرانسپورټي شرکتونو د اعتصاب پای ته رسولو، د صرافانو سراسري شورا اعتراض او د نوې مالي کال د بودجې طرحې ته ده چې د ولسي جرګې له لوري تصویب شوه. خو ورځپاڼې ټینګار کړی، اوس چې حکومت له دغو ننګونو څخه په بریالیتوب... Читать дальше...

بایډن: د کووېد ۱۹ له کبله د ۵ لکو کسانو مړینه وېروونکې غمیزه ده

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر جوبایډن په متحدو ایالاتونو کې د کووېد ۱۹ ناروغۍ له کبله د څه باندې پنځه لکه کسانو مړینه یوه وېروونکې غمیزه او بوږنوونکې مرحله بللې او د هېواد له خلکو یې غوښتي دي چې د دې وبا پرضد په مبارزه کې یو موټی شي.  ښاغلي بایډن چې د خپلې کورنۍ غړي یې په تېرو کلونو کې له لاسه ورکړي تېره شپه په یوه ټلوېزیوني وینا کې خپل ویر ته اشاره وکړه او پر امریکایانو یې غږ وکړ چې د خپلو تللو عزیزانو یاد ته درناوی ورکړي او په یاد یې وساتي.  هغه له امریکایانو وغوښتل چې هوښیار واوسي، ټولنیز واټن وساتي، ماسکونه واغوندي او په خپل وار واکسین وکړي. Читать дальше...

عرب نیوز د اشرف غني په حواله: موقت حکومت هغه سناریو ده چې افغانستان مخکې تجربه کړې

Pa.azadiradio.com 

عرب نیوز عرب نیوز انګریزې ژبې ورځپاڼې په یوې لیکنه کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني هغو وروستیو څرګندونو ته پام اړولی چې په افغانستان کې یې د موقت حکومت له طرحې سره کلک مخالفت څرګند کړی دی.  عرب نیوز لیکي، اشرف غني دا څرګندونې د شنبې په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو د هغو غړو کورنیو ته کړي چې په دې وروستیو کې د طالبانو په حملو کې وژل شوي دي. د ورځپاڼې په لیکنه غني هغوی ته ډاډ ورکړ چې ترڅو دی ژوندی وي، موقت حکومت به څوک په افغانستان کې ونه‌ویني. غني ویلي، هغه ونه نه‌ده چې باد ته به کږه شي.   ... Читать дальше...



د هرات –کندهار پر لویه لار چاودنې ۵ ملکیان ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د هرات – کندهار پر لویه لار په یوه ماین چاودنه کې پنځه ملکیان ټپیان شوي دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند رفیق شیرزي ازادي راډيو ته وویل چې دا خلک دوشنبه مازیګر ټپيان شوي دي. هغه وویل، ټپيان یو ماشوم، درې ښځې او یو سړی دی چې د سورلۍ موټر یې د هرات – کندهار په لویه لار د شینډنډ اړوند یوه سیمه کې په ځای پر ځای شوي ماین وربرابر شوی دی. شیرزي وویل، ټپیان د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي. په دې وروستیو کې د سړک غاړې او مقناطیسي ماین چاودنو ګڼ افغان ملکیانو ته مرګژوبله اړولې ده.

افغانستان کې د کووېډ – ۱۹ د واکسین پروسه پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

نن په افغانستان کې د کووېډ – ۱۹ د واکسین پروسه پيلېږي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري دا خبره ازادي راډيو ته وکړه: "تمه ده د جلالتماب ولسمشر او د هېواد د مشرانو په حضور کې یو پروګرام جوړ شي. په دغه پروګرام کې به د کوویډ – ۱۹ واکسین د ټاکلیو کټګوریو له مخې د شرایط وړ کسانو ته ولګول شي." افغانستان د هغو پنځو لکو ډوزه واکسینونو تطبیق پیلوي چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې هند ورسره مرسته کړي و. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تمه ده دا واکسین دوه نیمو لکو افغان روغتیاپالانو، پوځیانو او خبریالانو ته په ترتیب ولګول شي. Читать дальше...

یوناما: ښکېل لوري دې د نورو زیانونو مخنیوي ته چټک اقدامات وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه کلنی راپور به نن خپور کړي.  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دیبرا لاینز په یوه ټویټ کې ویلي، د دغه مهم راپور هدف دا دی چې ښکېلو مسولو اړخونو ته په دې اړه حقایق او سپارښتنې وړاندې کړي، څو د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي ګامونه پورته کړي.  دیبرا لاینز پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره دې په عاجلو اقداماتو کې یوه ورځ هم نه سپموي.  یوناما... Читать дальше...

د سولې د مذاکراتو دواړو ډلو له ۵ اونیو ځنډ وروسته سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې مذاکراتي ټيمونو له نږدې پنځو اونیو ځنډ وروسته پرون ماښام سره لیدلي دي. د افغان دولت مرکچي ټیم په خپل ټوېټر باندې په دې اړه یو لنډ بیان خپور کړی. په بیان سربېره د لیدنې په اړه د ټيم د یوه غړي غلام فاروق مجروح خبرې هم خپرې شوي:"دوشنبه د کب څلورمه ماښام مهال دوحه کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو د دواړو ټیمونو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ ناسته وشوه. په دې سلا وشوه چې د تماس ډلې به له مخکې ټاکل شوې اجنډا سره سم د اجنډا په جزئیاتو کار وکړي او مذاکرات په نورمال... Читать дальше...

په افغانستان کې د کرونا ویروس یو کلن بهیر؛ اوس افغانستان په کوم وضعیت کې دی؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرونا ویروس د لومړۍ پېښې له ثبت یو کال وشو. د دغه ویروس لومړۍ پېښه د ۱۳۹۸ کال د حوت په پنځمه، د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې ثبت شوه. په افغانستان کې وحید لومړی کس و چې د ایران قم ښار ته له تلو وروسته په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شو. هغه د هرات په حوزوي روغتون کې له دوه میاشتې درملنې وروسته روغ شو، خو اوس د امنیتي ستونزه له امله نه‌غواړي چې بیاځلې مرکه وکړي. په هرات کې د کرونا ویروس د لومړۍ پېښې له ثبت وروسته، دغه ولایت کې د کاروبار له خرابېدو سره د روغتیا پالانو ترمنځ د... Читать дальше...

ایران د اټمي تأسیساتو په اړه د یوې موافقې عملي کول پای ته ورسول

Pa.azadiradio.com 

د ایران دولتي ټلوېزیون تایید کړې ده چې تهران پرون د هغې موافقې عملي کول پای ته ورسول چې د دې هېواد د اټمي تاسیساتو ناڅاپي پلټنو ته اجازه ورکوي.  له دې سره دا وېره پیدا شوې چې ښايي د نړۍ له شپږو پیاړو قدرتونو سره د  ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې د ایران واټن لا زیات شي.  ایران دا خبرداری وروسته له هغه ورکوي چې ایراني چارواکو په خورا زیاته کچه د یورانیمو د غني کولو د احتمال یادونه وکړه.  له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي و، که تهران پر خپلو ژمنو ودریږي نو واشنګټن هم لېوال دی چې د ایران اټمي تړون ته ورستون شي. Читать дальше...

تر ټولو زوړ محصل د ایټالیا له پالیرمو پوهنتونه فارغ شو

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې یوه تر ټولو زاړه محصل د ایټالیا له پالیرمو پوهنتونه د فراغت اسناد ترلاسه کړل. جوسپیني پتیرنو ۹۶ کلن دی او د تاریخ او فلسفې پوهنځی یې ولوست. پتیرنو په دویمه نړیواله جګړه کې سرتیری و او له جګړې وروسته یې د ایټالیا د اوسپنې پټلۍ په شرکت کې کار کاوه. پتیرنو د هغو هیلو په اړه خبرې کوي چې له ۹۰ کلنۍ را وروسته یې په فکر کې وې: "د راتلونکې لپاره زما پروګرام همدا دی چې ډېر وخت لیکلو ته ورکړم. غواړم ټول هغه متنونه چې مې نه دي لوستلي د راتلونکي لپاره ولولم. دا زما هدف دی." جوسیپي پتیرنو چې... Читать дальше...

اتمر د سولې او سیمه ییزې اجماع په څېر د مهمو مسئلو د بحث لپاره روسیې ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ځيِ، هغه ښار چې څو اوونۍ دمخه د طالب پلاوي کوربه و او چارواکو یې هم په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه بحث پاروونکې څرګندونې کړي دي. د راپورونو پر اساس د افغان سولې پروسه او له ترهګرۍ او مخدره موادو سره ګډه مبارزه به په مسکو کې د اتمر د بحثونو اصلي موضوع ګانې وي.   د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ستر سلاکار باري سلام مسکو ته د ښاغلي اتمر د سفر په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ په ۲۴م تاریخ (چهارشنبه) مسکو ته ځي. له... Читать дальше...

کانګو کې د ایټالیا د سفیر وژل کېدل اروپايي شورا ته سخت ټکان ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي شورا رئیس وايي، په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایټالیا د سفیر وژنې سخت ټکان ورکړی دی. چارلس مایکل دوشنبه (د کب ۴مه) په یوه ټوېټ کې ویلي چې په کانګو کې له سولې او امنیت باید ډاډ ترلاسه شي. د هغه په خبره اروپايي ټولنه به په دې افریقايي هېواد کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي. اروپايي کمېسیون هم ویلي چې د ایټالیا پر سفیر برید د کانګو د ډېرې خرابې وضعې څرګندونه کوي. د دغه کمېسیون ویاندې نبیلا مسرالي په دې اړه وویل: "د ملګرو ملتونو پر کاروان برید او د ایټالیا د سفیر د وژنې راپور مو ولید. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

"Я играю и зарабатываю хорошие деньги, но...". Рыбакина назвала главную проблему в женском теннисе


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Изменение климата обойдется человечеству в 35 трлн долларов в год





Путин в России и мире
Москва

Путин с Собяниным приехали в Храм Христа Спасителя на Пасхальное богослужение


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Брановицкий

Радио Менеджер. Ротация песен на Радио.



Москва

Всё дело в ухе: Евгений Солонович рассказал о трудностях поэтического перевода

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net