د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې او روسیې په رسمي ډول د «نیو سټارټ» په نوم د اټمي وسلو تړون د پنځو کلونو لپاره تمدید کړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه ګام د وسلو د کنټرول لپاره د خبرو دوام ته لاره برابروي.
د نیو سټارټ تړون ۲۰۱۰ کال کې د روسیې او امریکا ترمنځ لاسلیک شو او د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په پنځمهیې موده پای ته رسېده.
اوس د امریکا نوې ادارې له روسیې سره د پنځو نورو کلونو لپاره دغه تړون وغځاوه او هیلهیې ښودلې چې دا کار به د وسلو د سیالۍ مخنیوی وکړي.
امریکا له روسیې سره دغه... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالات دې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره د مې میاشتې د لومړۍ نېټې وروستی ضربالاجل وغځوي او په دې هېواد کې د ځواکونو کمول دې د سولې په خبرو کې په پرمختګ او په دې پورې وتړي چې ایا طالبان شخړې کموي او د القاعده مخنیوی کوي.
دغه غوښتنه په هغه راپور کې چې د کانګرس په غوښتنه د افغانستان د مطالعاتو ډلې برابر کړی، شوې ده.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغه راپور کې ویل شوي چې واشنګټن دې له افغان سولې څخه لاس نهاخلي، خو د بریالیتوب لپارهیې د مې تر لومړۍ نېټې پورې شرایط نهدي برابر. Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.اېف.پي) وایي، روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې به افغانستان کې له ۱۳ ملیونه اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.
په کابل کې د دغې ادارې ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل، دوی د اړمنو کسانو لېستونه برابر کړي او خوراکي مواد او پیسې پرې وېشي.
ښاغلی اماني زیاتوي: "د دوی لپاره موږ پلانونه لرو، 'ډبلیو.اېف.پي' په پام کې لري چې ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې ۱۳ ملیونه کسانو ته د خوراکي توکو یا نقدو پیسو مرسته ورسوي، زموږ دا پلانونه دوام لري، د افغانستان هر ځای کې چې اړتیا پېښه شي، موږ... Читать дальше...
په دوحه کې د بینالافغاني خبرو له ټکني کېدو وروسته د دولت پلاوي له خلکو سره د خبرو اترو یا دیالوګ لړۍ پيل کړې ده.
په همدې ترڅ کې پرون د مرکچي پلاوي دوو غړو مولوي عطاالله لودین او شریفې زرمتۍ د کندهار له اوسېدونکو سره غونډه درلوده.
د مرکچي پلاوي په ټویټرپاڼه کې لیکل شوي چې دې غونډه کې ګډونوالو د سولې په چوکاټ کې پر بشري حقونو، زدهکړو، د جنګیالیو پر بیا ادغام، بیان ازادي، ډیموکراسۍ او یوشمېر نورو مسئلو بحثونه وکړل.
د دولت مرکچي پلاوي ویلي، دوی ته د خلکو نظرونه مهم دي او زیاته کړې ده چې ورته لیدو کتو ته به دوام ورکړي. Читать дальше...
په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنو له زیاتوالي وروسته، کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې په خپل احتیاط او دقت سره د دغو ماینونو د مخنیوي هڅه وکړي.
دغه وزارت پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، موټر لرونکي باید د موټر له روانولو مخکې او یا هم له درولو وروسته د خپل موټر شاوخوا چک کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د مقناطیسي ماینونو یوه بڼه د لاس د ورغوي په اندازه ده او په اسانۍ سرهیې "ترهګر" په موټرو پسې نښلولی شي.
د خبرپاڼې له مخې د دغو ماینونو ګڼ شمېر کاروونکي نیول شوي، خو بیا هم دغه څپه پای ته نهده رسېدلې. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو لوړپوړې محکمې پرېکړه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د ۲۰۱۸ کال پر دوسیې غور کولای شي.
د امریکا په وړاندې د ایران په دغې دوسیه کې پر تهران د بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه شوې ده.
د عدالت نړیوالې محکمې د پلاوي اکثرو قاضیانو پرون دغه پرېکړه وکړه.
ایران ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال دغې محکمې ته شکایت وکړ چې د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران او د نړۍ د قدرتونو له اټمي تړونه ووت او پر دغه هېواد یې بندیزونه ولګول.
د عدالت نړیوالې محکمې پرېکړې الزامي دي، خو د هغو د عملي کولو قدرت نهلري.
د روسیې چارواکو پر کرملېن د لوېدیځو هېوادونو د فشارونو پر وړاندې مقاومت ښودلی دی.
پر مسکو دا فشارونه وروسته تر دې راغلل چې پرون د روسیې یوې محکمې د کرملېن منتقد الکسي ناوالنۍ په زندان محکوم کړ.
د امریکا یوه لوړپوړي جنرال او د اروپا د متحده ځواکونو قوماندان تاد والترز پرون په بروکسل کې وویل چې د ناوالنۍ پر قضیې سخته اندېښنه لري.
ښاغلی والترز زیاتوي: "موږ کاملاً د روسیې د فعالیتونو څارنه کوو، زه په واقعي ډول هر هغه څه ارزوم چې هغوی له ۲۰۱۴ کال را په دې خوا ترسره کړي دي، موږ د ناوالنۍ د دوسیې... Читать дальше...
د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین د پخواني شوروي اتحاد له څلورو جمهوریتونو سره د هوایي کرښو او رېل ګاډي د فعالیتونو د بیا پيل فرمان لاسلیک کړ.
د فرمان له مخې راتلونکې اوونۍ د مسکو او د بلاروس د پلازمېنې مېنسک ترمنځ د رېل فعالیتونه له سره پیلېږي.
د مسکو او مېنسک ترمنځ د الوتنو شمېر هم په اوونۍ کې پنځو ځلونو ته زیاتېږي.
د فرمان له مخې د مسکو او د قرغزستان د پلازمېنې بشکېک ترمنځ هم الوتنې په اوونۍ کې درې ځلونو ته زیاتېږي.
له اذربایجان او ارمنستان سره هم د پروازونو د زیاتېدو خبره شوې ده.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د جګړې او تاوتریخوالي له دوام سره به د کورنیو کډوالو شمېر نور هم زیات شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، جګړو په نږدې ټولو ولایتونو کې بېځایه شوې کورنۍ تر نورو ډېرې اغېزمنې کړې دي.
د کریمالله په نوم له هلمنده یوه کورني کډوال ازادي راډیو ته وویل چې د ژوند کړۍ پرې تنګه شوې او دولت دې لاسنیوي ته ورودانګي.
دی زیاتوي: "چای نهلرو، بوره نهلرو، وچه ډوډۍ نهشته، که لږ وي یا ډېره موږ سره... Читать дальше...
فارن پالیسي
فارن پالیسي وايي، دې ته په پام چې ولسمشر جو بایډن په خپل هېواد کې دننه او له هېواده دباندې ګڼې مسئلې پر وړاندې لري، افغانستان ورته د لومړیتوبونو په سر کې نه دی خو له دې کبله چې د ټرمپ د ادارې او طالبانو د تېر کال د فبرورۍ د موافقې پر اساس له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو وخت په رانږدې کېدو دی، بایډن مجبوره دی چې په دې اړه پرېکړه وکړي.
فارن پالیسي لیکي، سره له دې چې بایډن ژمنه کړې وه چې دا بې پایه جګړه به پای ته ورسوي، خو پوښتنه دا نه ده چې ایا پوځیان به له افغانستانه وباسي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Петербургский «Зенит» стал чемпионом Единой лиги ВТБ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Изменение климата обойдется человечеству в 35 трлн долларов в год
Путин в России и мире
Москва
Путин приехал в храм Христа Спасителя на пасхальную службу
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Аранжировка
Аранжировка. Аранжировка Песни. Современная Аранжировка. Аранжировка Произведения.
Москва
Очевидцы сообщили о стрельбе в Москве
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net